کشر هلک ځان زندۍ کړ

سرمعلیم صاحب ځوان و، خو چې موږ فارغېدو، د ده په توره ږېره کې ګڼ سپین ویښتان راپیدا سوي وو. په دې دومره وخت کې موږ نه د ده خندا ولیده، نه نرمه خبره. ټول پوهېدو چې دا هر څه د ښوونځي د نظم او کنټرول لپاره کوي. زه په اووم ټولګي کې وم. یوه ورځ امریکایان زموږ د ښوونځي تر څنګ ولاړ و، زه د ټولګي په وره کې ودرېدم ورته کتل مې چې د سرمعلیم صاحب را پام سو. یو ساعت یې سرې ګرمۍ ته غوږونه راباندې نیولي وو.

د چا زړه درېدو، ما ورته کتل چې زموږ یوه ټولګیوال تر کړکۍ ټوپ کړل، ټانګانو ته ورغی. هغو به موږ ته کله راډیو راکوله، کله به یې په یوه خړه پنډه خلته کې غذا، یا بیسکویټ و چاکلیټ را غورځار کړل؛ لس پنځلس هلکانو به سره په غوټې وې.

که سرمعلیم هر ډول و، د ښوونځي یې ډېر خیال ساته. ښوونکي یې نه خپه کول، زده‌کوونکي یې درسونو ته هڅول، همکاري یې ورسره کوله، هېڅکله یې ښوونځی بې‌نظمۍ ته نه پرېښو، ډېر جانانه ژوند مو سره راتیر کړ.

تیره اونۍ چې کور ته تللی وم، کلي کې اوازه وه چې د سرمعلیم صاحب ځوان زوی ځان‌ راځړولی، سخته ورباندې خپه سوم. ماول تر اوسه به یې لا ژوند څه‌ناڅه روان و، خو د اولاد مرګ سخت وي، ډېر به یې ژوبل کړي.

اندېښنه مې وه، سل پوښتنې په ذهن کې راګرځېدې چې زوی به یې ولې دې ته اړ سوی وي چې ځان‌ وژنه وکړي، اوس یې اقتصادي وضعیت هم ښه دی، ښه مور و پلار یې دي، روزنه یې سوې ده، درسونه هم وایي.

مازیګر بازار ته ووتم، زموږ کلیوال محب کاکا سودا اخیستې وه، د اډې خوا ته روان و. ورته ودرېدم مخکې له دې چې څه پوښتنه وکړي، راوخوت.

ـ کلي ته ځې، که دلې یې؟

 ـ هو، ځم. پوه سوم چې پېژندلی یې نه یم، خو دی زما په یاد و.

ـ ته خو د ملک دین محمد ورور یې.

ـ هو، لکه چې پېژني مې، زما خو شناخت ولاکه در رسېږي.

ـ زه د محمود خان زوی یم، زموږ کوټه کې مې لیدلی یې، یوه ورځ زموږ له پلار سره راغلی وې.

ـ ښه، ډېر ښه.

ـ زه ډېر وخت کور نه یم، تیره ورځ د سرمعلیم صاحب په زوی خبر سوم، ډېر خپه یم. خدای دې ښه ورسره وکړي.

ـ امین، هو بې چاره د زړه سوي دی.

ـ مرګ حق دی، منم یې. مګر ځینې مرګونه سړی ډېر خپه کوي. دا هلک ځوان و، ډېر ژوند یې پاته و. د مور و پلار یوه هیله وه. ډېر ورباندې خپه یم، بیا په دې چې ځان وژنه یې کړې بېخي ورته خپه سوم. محب کاکا څادر سترګو ته ونیو، مخ یې واړوه، له ښیښې یې د لارې شاوخوا وکتل.

ـ هو، څه ووایم. هلک هر څه پخپله په ځان وکړل؟

ـ ولې څنګه؟

ـ بس بې ځایه ګرځیدی، څه وخت یې پلار غږ نه ورته کاوو. پلار ته یې چا عکسونه او میلې ور ښکاره کړې وې، د زوی ټول ملګري یې تر هغه لویان وو، هغه ورته غوسه و، ویښتان یې ور وخرییل، یوه میاست یې له کوره دباندې نه پرېښوو، ویل زما دا تیر او اوس ژوند وګوره چې ټول عمر مې نور راګرځول، نو زوی به مې ولې دومره بې‌لارې کېږي. خو هغه نه منله او ده پرېښو نه. بله ورځ سهار چې کوټې ته ورغلی، هلک په چت پسې ځان را زندۍ کړی و.

ـ ما به نور څه ویل، خو هغه د محب کاکا کور ته رارسېدلی وم. ښکته مې کړ. مازیګر مې فېسبوک وکوت، د جمعې د ورځي د بانډارونو ګڼ عکسونه په فېسبوک کې ښکته پورته کېدل، داسې بانډار به نه و چې هلک دې پکې نه وي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000