زده‌کوونکي درس نه وايي

دروازه یې ټک ټک کړه، د ټولګي نماینده په لوړ اواز وویل؛ ولاړ شئ!! زده‌کوونکي نېغ پر خپل ځای ودرېدل. استاد د مهرباني کلمه وویله، زده‌کوونکي پر خپلو ځایونو کېناستل. له جوړ پخیر وروسته، کورني کارونه وکتل شول، څو زده‌کوونکي چې کورنۍ دنده یې نه وه راوړې د تختې مخته په یوه پښه ودرېدل.

ښوونکي پر تخته باندې؛ نېټه، ورځ، د درس عنوان او د پاڼې شمېره ولیکله. زده‌کوونکو د کتابونو پاڼې واړولې نوي درس ته متوجې شول. ښوونکي د تیر په شان په څو زده‌کوونکو کتاب له مخې ولوست، بیا یې په تخته د ټول درس لنډیز ولیکی. لومړی یې له څو زده‌کوونکو د تیر درس پوښتنې وکړې، بیا یې نوی درس شروع کړ. له تشریح وروسته یې پنځه نور زده‌کوونکي د تختې مخته راوغوښتل او درس یې ورباندې تشریح کړ، پاته زده‌کوونکو پر تخته د ښوونکي لیکلی نوټ په کتابچو کې ولیکی.

پنځه دقیقې وخت لا و، چې ښوونکي قلم له جیب څخه راویست او له نماینده یې د ترقي تعلیم(هغه کتاب چې د هر ټولګي ورځني درسونه پکې لیکل کېږي) غوښتنه وکړه.

ښوونکي د ټولګي نماینده په مخامخ څوکۍ کې نږدې کېناوه. ښوونکي وپوښتل: احمده څو ورځې کېږي، ټولګيوال دې ډېره غیر حاضري کوي؟

ـ معلم صاحب، خبره داسې ده، چې هلکان سهار ناوخته راځي، څوک چې ناوخته راشي، مدیر صاحب یې په دروازه کې نه راپرېږدي او د حاضري په کتاب کې یې هم غیر حاضروي.

ـ مدیر صاحب خو نه دی ملامت، د ښوونځي وخت خو معلوم وي، که څوک هره ورځ ناوخته راځي، باید غیر حاضر شي او کورنۍ ته یې وویل شي چې زده‌کوونکي په وخت ښوونځي ته رالېږئ.

ـ د کورنیو یې هم تر وس خبره اوښتې ده. چې راشي ټوله ورځ په ټولګي کې ویده وي.

ـ نو ویدېږي ولې؟

ـ دا هر یو په کور کې انټرنیټ لري، کورنۍ یې څه نه ورته وايي. نیم یې په ټیک‌ټاک کې مصروف دي او چې ټیک‌ټاک نه کاروي، هغه ګیمونه کوي.

ـ دا درس څه وخت وایي؟ کورس ته څه وخت ځي؟

ـ درس هېڅ نه وايي. کله چې ټولګي ته راشي، یو بل ته زارۍ کوي، یا بل ټولګیوال ته لس افغانۍ ورکړي، هغه ورته کورنی کار ولیکي، نور درس خو بېخي نه تکراروي.

ـ ته خو به په دې غضب نه یې ککړ؟

ـ پلار ته مې ډېرې زارۍ وکړې، بیا یې موبایل را ته واخیست، ویل فقط یو ساعت به یې په ورځ کې کاروې، هغه د ګیم لپاره، نور شیان پکې بند دي.

ـ یو ساعت خو پروا نه لري، مګر که تاسې ټوله شپه ځان ورباندې بې‌خوبه کوئ او له درس څخه ځان ورباندې باسئ، بیا خو له ځان سره ظلم کوئ.

ـ نه. معلم صاحب، زه یې نه لرم. مګر په مکتب کې به ډېر کم داسې زده‌کوونکي پیدا کړې چې هغوی دې ټیک‌ټاک، فېسبوک او انسټګرام و نه لري.

ـ ډېر احیتاط کوئ، دا ستاسې د زده‌کړې وخت دی، بیا پوهنتون درته سختېږي، کانکور ازموینه کې به ناکام یاست؟ تر دې ور اخوا په ټولنیزو رسنیو کې کشران بداخلاقه کېږي او د خرابو شیانو کتل یې په ذهن او اخلاقو بد اغیز کوي. له دې هر څه سره سره د دې زده‌کوونکو وخت ضایع کېږي، د زده‌کړې دغه طلایي عمر که دغسې عبث تیر شي، په ځواني او د مسوولیت پر وخت به بیا زیات ارمانونه کوي، چې کاشکي یې درسونه سم ویلي وای او وخت یې نه وای ضایع کړی.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000