ظریف او لس بې تربیې زامن

تربورګلوي د پښتنو په فطرت کې نغښتې ده، د تربور په وړاندې بې‌ وسې، بې کسي ده. له دې بې‌ وسې د خلاصون لپاره پښتون اړ دی، چې لسګونه زامن ولري. که له یوې مېرمنې زوی و نه لري، سم دستي دویمه مېرمن کوي، څو ترې خدای زامن ورکړي. ځکه د تربور سترګه به ترې کېږي، په مېنه به یې میراث خور هم پاته وي.

ظریف بدرنګه دی، میانه ونه لري، شنه نصوار اچوي، لوی د انګورو باغ لري، پخپله یې پالي. قوي دی، په ډېر کار کولو کې نوم لري.

هغه له تربورونو سره څه لانجه درلوده، خو ورته یوازې و. پښتانه متل کړي؛ (تربور ته بې وروره مه شې او ورور ته بې زویه). د ظریف ورور یو و، نو دوعا به یې کوله چې خدایه زامن راکړې، که ناصالح هم وي، خو وي دي. وخت تیرېدی، شخړو او لانجو ظریف ډېر په تنګ کړی و.

ده نو، هغه د ملا بجلي‌ګر خبره دا غوړت تا غوړت ته کش ورکړ؛ کلونه وروسته خدای لس زامن ورکړل. په ډېرې خوارۍ او نیستۍ یې راغټ کړل. چې تربیه نه وي، تعلیم نه وي، زامن کله راګرځي. یو زوی یې هم مکتب ته نه لېږی، خوارۍ، کښت او کروندې ته یې مذب کړي وو. هغه به نیمه ورځ په کار اخته و، نیمه ورځ به د کلي په کوڅو کې له نورو کوڅه ډبه هلکانو سره اخته ول.

لالی یې مشر زوی و، خلکو هسې ملا باله. اخير په ملا لالي مشهور شو. یو نیم تعویض یې هم کېښ، وروسته یې د کوډو او جادو کیسې هم کېدې. د لري پرتو سیمو خلک به ورته راتلل. امي او بې سواده لالی، اغا او ملا شو. مزغنې کوډې او تعویضونه یې کښل، پیسې یې جمع کولې.

نادر یې دویم زوی و، هغه فقط جنګونه کول، کار ته یې لاس هم نه وروړ. جانباز څو واره له مستریانو سره شاګرد شو، خو په غلا عادت و، استاد چې به ورباندې پوه شو، دستي به یې پسې واخیست. څو کاله هلمند ته په خوارۍ پسې ولاړ، له هغې خوا چې راتلی، ښه سم په نشه روږدی و.

ضیاء او شمس یو نیم د چرسو سګریټ هم وهي، نه له غلا لاس اړوي، نه د پلار له وهلو. هغه نور لا کشران دي، خو د بد فعلۍ خبرې یې په هر مجلس کې کېږي.

ظریف چې شل کاله تر مخه کښت او کروندې ته پخپله تلی او پالنه یې کوله، اوس هم پخپله روان وي. نه زامنو هوسا کړ او نه یې حج و عمرې ته ولېږی. هغومره وهل یې له تربوره نه دي خوړلي لکه له نشه‌یې زامنو. در په دره دی، ټوله ورځ یې په دراوزه کې کلیوال ولاړ وي، له زامنو یې شکایت کوي. د چا یې رشقه ریبلې وي، د چا یې زوی وهلی وي، له چا یې بایسکل غلا کړی وي.

چې ښوونځي ډېر نه شي، کلیوال په خپلو اولادونو تعلیم و نه کړي، تر اخرته به یې اولادونه د نورو د لاس الې وي او چې هر ډول ترې استفادي کوي، هغه ډول یې کارولی شي. له نشو، غلاوو او هر ډول بدکاریو د راګرځېدو یوازینۍ لاره تعلیم او ښوونځي ته لېږل دي. متاسفانه چې تل د پښتنو په لیري پرتو سیمو کې یا په قصدي یا د نه توجه له کبله د ښوونځیو د جوړېدو او د تعلیم عامېدو مخنیوی شوی دی.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000