الله داد زموږ د ښوونځي ملازم و، د ښوونځي ساتنه یې کوله، جارو او چای یې هم پخولي. په پاخه عمر یې ستړیا او زحمت رنګ تور اړولی و. څلور زامن یې درلودل، خو یو هم د دې نه و چې کار کې ورسره همکاري وکړي.
په ښوونځي کې چې به تفریح نږدې کېدله، الله داد به ښوونکو ته د چایو پیالي او ترموزونه تیار کېښودل. له بازاره یې پاپړ، ژاولي او بیسکوټونه راوړل او په ښوونځي کې به یې خرڅول چې زدهکوونکو دغه کوچنی بازارګی خورا ګرم کړی و. کلیوال او بیا د دولتي ښوونځي زدهکوونکي غریب وي. د تفریح لپاره له کورونو وچه ډوډۍ او یو بوتل شلومبی راوړي، چې دوی ته تر هر ډول انرژي ښه ښکارېږي.
الله داد دغه کوچني دوکانګي ته خورا ټینګ ولاړ و، چې زامن یې راغټ شول، بیا هغوی سودا خرڅوله. له نوموړي سره ژوند یاري نه وکړه، یوه ورځ داسې ناڅاپه راپرېوت چې بیا یې ساه وانخیسته او له اولادونو یې د ټول عمر لپاره خدای پاماني وکړه.
الله داد یو ښه کار دا وکړ چې اولادونو ته یې دغه کوچنک کاروبار یو اساس و، چې هغوی بیا له دې لارې د پیسو ګټلو او انګیزې درلودو بشپړ چل زدهکړی و. که څه هم په دا منځ کې زموږ ښوونځی یوار وسوځېد، دغه جوړه نړۍ یوار ورانه شوه. نه زدهکوونکي و او نه د الله داد د زامنو سودا. مګر د هغه مېرمن همت درلود او په کور کې یې دغه سودا خرڅوله، خو په دومره توپیر چې هلته د ماشومانو شیان نه و، د ښځو بنجاره توکي یې له بازاره راوغښتل او په ښځو یې خرڅول.
کلونه ووتل د هغه ښوونځي زدهکوونکي اوس پوهنتون وایي، الله داد نشته خو کورګی یې ودان دی. مېرمن یې زامنو ته ودونه وکړل، نوی کور یې جوړ کړ او د خوښۍ شپې ورځې تیروي.
زامنو یې د پلار په رکم، کار ته ټینګه ملا وتړله. ورځ او شپه یې په ځان یوه کړه، په کار او مزدورۍ نه وشرمېدل. یو دوو خو پکې ایران ته هم مخه ونیوله. دوو نورو یې په کلي کې سودا خرڅوله. کله کله به بازار ته هم تلل. یوه یې د سړک په سر بخارۍ کېښوده، یوه وړه چای خانه یې فعاله کړه. د لارې په سر لوی او واړه موټرونو ورته درېږي، موټروانان د چایو ترموزونه ترې ډکوي.
یوه بل د جومات تر مخ د مشروباتو او چیپسو کاډۍ درولې، په ورځ کې څلور پنځه لوی بسونه ورته درېږي، مسافر ترې سودا کوي.
دغه کار دومره برکتي شو چې د ولسوالي په بازار کې یې د کور لپاره لومړی ځمکه واخیسته، په بل کال یې په هغه ځمکه کور جوړ کړ. دوو نورو یې په بازار کې د خوراکي توکو دوکان کېښود، د کلي ټول خلک له دوی سودا وړي. د الله داد د قبر شناختې اوس وچې دي، قبر زوړ شوی، خو اولادونو یې د ده د فکر او ذهن له برکته اوس د لوی کاروبار څښتنان دي. د ملازم زامنو اوس د ځان لپاره د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي، خو لا هم هغې ریړۍ او چای خانې ته ولاړ دي. زحمت کاږي او د خپلو اولادونو لپاره د ژوند یو رنګین سباوون سازوي، څو هغوی هم دکار او ګټې خاوندان کړي چې د بل له لاسنیوي خوندي پاته شي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ