زموږ کور ته به یوه سپینسرې ښځه راتله. بله ورځ مې له مور څخه پوښتنه وکه، چې د دې سپینسرې څه حال دی، ولې هر وخت راځي. مور پلو په تندي سم کړ، ویل زویه د دې په حال مه سې خبر، وام څنګه؟
دا چې پېغله وه، پلار یې په عمر پوخ سړي ته ورکه، هغه یوه بله ښځه هم درلوده، خو زوی یې نه و. کال وروسته یې واده کړه. مېړه او د هغه دویمه ښځه کور ته د نوې ناوې په راتګ ډېر خوښ وو. درې واړو خپل ژوند ته ادامه ورکوله، خو د لا خوښۍ لپاره یې نېک او صالح زوی غوښت، ځکه چې یاد کس جایداد او ځمکې لرلې خو میراث خور یې په مېنه نه درلود. ناوې ته خدای زوی ورکړ. دا زوی راغټ سو، په ځوانۍ کې یې پلار لاره ځنې جلا کړه او ومړ.
ناوې د خاوند ناڅاپې مېړنې سخته وځوروله. ان په رواني ناروغي یې اخته کړه، خو اوس یې د مېړه پر ځای زوی ته پام کاوه. د خاوند د اولې مېرمنې دوې لوڼې وې، هغه هم اوس پېغلې شوې وې. ناسکه ورور یې نور د هغوی د ورکړې په سوچونو کې و. قسمت به یې نه و، ډېر وخت په کور کېناستې، کوژدن یې نه وشوه. په دې کور کې اوس یوازې یو نارینه او څلور ښځې وې. دوې د دې هلک خویندې، یوه مور او یوه میره وه.
ځوان د پلار په جایداد او ځمکو کې بوخت و، په هغې یې ورځنۍ چارې سمبالولې او د کور یوه ګوله مړۍ یې ورباندې برابروله. تربورونو یې ښه نه ایسېده ځکه چې د لالاجي ورپاته میراث به ټول د لالاجي دغه یوازینی زوی یوازې خوري چې اوس د وروڼو او اکاګانو تر پام ښه نه ورتلی.
یو ماښام د دې سپینسرې لپاره د قیامت ماښام وه، په هغه شپې سپینې سپوږمۍ هغسې ځلا نه کوله، ځکه په حال یې هغه هم خبره وه. ژړل یې چې نن یو نازولی زوی د مور له دې شیرینې غېږې جلا کېږي. دا د فلک او تقدیر پرېکړې وې، چې هېڅ ترحم یې و نکړ.
نیمه شپه دروازه په خړس وټکېده. عصمت ور ووت. چې دروازه یې خلاصه کړه، څو نامعلومه مول وهلي کسان له وسلو سره ولاړ و. عصمت په ډېرې تیزۍ ترې رامنډه که. مور او خویندو یې د اوړو د کندو تر شا پټ کړ. هغوی هېڅ صبر و نکړ، ډېر پسې وګرځېدل، بالاخره یې پیدا کړ، مور، میرې او خویندو یې ډېر زورونه ووهل او زارۍ یې ورته وکړې، خو هغوی ډاډ ورکړ چې عصمت ته به هېڅ زیان نه رسوي او بیرته به یې ورته را پرېږدي.
عصمت یې د کور تر شا د ایرو امبار ته بوتلی، د کلاشینکوف بشپړ جاغور خالي سو او موټر حرکت وکړ. خویندو، میندو ور منډه که، چې وې کتل د عصمت سپین کالي په سرو وینو لړلي و. تر سینه یې وینې دارې وهلې، مرمیو یې ټټر غلبیل کړی و. د ناسکه خویندو دغه یوازینی ورور او د مور او میرې یوازینی سرپرست تر ننه په خاورو کې پټ دی، بیا یې نه سترګې رڼې کړې او نه یې په وچو شونډو وموسکل. خویندې واده شوې، میندې د وروڼو کورونو ته ولاړې او میراث همغو تربورنو ته پاتې سو چې عصمت یې بدایسېدی. د دې سپینسرې زوی د خلقیانو په وخت کې شهید سوی، کلیوال یې د وخت د تنظیمونو قرباني بولی. ځینې وای نه، اکاګانو یې د میراث له خاطره وژلی، څو هغوی ته د ورور په جریبونو ځمکه ورپاتې شي. له همغه وخته بیا دغه سپینسرې په یوه او بل کور شپې رڼوي، تل عصمت یادوي، غږ یې لوېدلی او تر سترګو یې همیشه اوښکې بهېږي، ښېراوې کوي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ