داروخان او توره بوړه

داروخان لوړ قد لري، ږیرې ته سور رنګ ورکوي، کله خولۍ یا پکول پرسروي او کله بیا لنګوټه تړي. په اس سپرېږي، په موټر کې ګرځي، سندرې په لوړ اواز اوري، د میلو او بانډارونه داسې پول شوقي دی. څلور ځوانان زامن لري، لوڼي یې پېغلې دي. دی د کلي ملکي کوي، په منطقه کې روغې او جوړې هم خلاصوي. لاس یې خلاص دی، زه یې په روژه کې ډېر وخت وینم چې په دوکان کې غریبو کلیوالو ته شیان ور اخلي او روزه مات ورکوي.

کله کله د ښوونځي د فراغت یا د زده‌کوونکو د کلنۍ پایلو مراسمو ته هم راځي، هلته همیشه لایقه او غریبو هلکانو ته پیسې ورکوي، هڅوي یې تر څو درس ووایي.

سرورخان نور کسب نه لري، د ژوند ګذاره او د خاني چلاو یې له پلاره د ورپاته جایداد په خرڅلاو دی. په هر ځای چې یې وس ورسېږي، خرڅوي یې. نه حق ته ګوري، نه ناحق ته. دا د دوی د ټول کور ګډ ملک او جایداد دی. ځمکې ترې خرڅوي، کوم ځای کې چې یې نیکه یا پلار د اوسېدو کورونه درلودل، یا یې په بازار کې دوکانونه درلودل، ټول یې خرڅ کړل.

زامن او ورورڼه یې بدې ورځي کړي، چې که دا هر څه خرڅ کړي، د پولۍ ټک ته به یې کینوي. وروڼه خو یې وختي لا جلا کړل، زامن چې کله مخالفت وکړي، له کوره یې پسې واخلي. لوڼي یې په یوه او بل ولایت کې داسې خلکو ته ورکړې، چې عمرونه یې زیات وو، یوه دوې ښځې به یې درلودې، ځکه په کلیوالو یې نفس نه کېدی، بل هغوی پیسې ډېر ورکولې، نور یې ده هم پروا نه ساتله چې د لوڼو ژوند به یې څنګه تیرېږي.

مخکې ورځو کې اوازه وه، چې داروخان نشته. کلیوال هم حال نه ورباندې لري، خان صاحب لیري ځای ته تللی او د مسجد امام یې هم ورسره بیولی دی. کلیوالو ویل چې کومې مرکې یا جرګې ته به تللی وي، را به شي، ګوندي په خان صاحب به څه نه کېږي.

خان څو ورځي وروسته راغی، خو دا وار په لوړ ماډل موټر کې د کور تر مخ ښکته سو، د ټوپک خوله یې اسمان ته ونیوله او مزغنې ډزې یې وکړې. کلیوالو غوږونه څک نیولي و، چا جرئت نه شو کولای چې ترې وپوښتي، خان صاحب ولې ټکان کوي. د خیر خبره د چا زړه ته نه لوېده، ځکه ټولو زامنو یې ودونه کړي و، لوڼي یې واده شوې وې، خو چې خبره راووته، داروخان په پنځه شپیته کلنۍ کې ځانته دویمه نکاح تړلې وه او د خوښۍ ډزې یې کولې.

داروخان د کوژدن لپاره د زابل له ارغنداب ولسوالۍ د ننګرهار تورې بوړې ته تللی، ملاصاحب هم ورسره و، له هغې خوا یې دسمال راوړ. درې میاشتې وروسته یې واده په داسې شور ماشور راوړ چې نیم کلی یې نندارې ته راوتلی و. لین موټرونه وو، خلکو ته ډوډۍ پریمانه ورکول کېدې، ناوې یې د مخې په څوکۍ کې ورسره کېنولې وه.

خان له سرې ږېرې سره، په شنو سترګو تور رانجه پورې کړي و، په سپینو کالو یې توره وړینه چپنه چې لنډ لستوڼي یې و، په اوږو اچولې وه.

واده یې راوړ، یوه ورځ عامه ډوډۍ وه، خو پنځه شپږ ورځي مېلمانه نه خلاصېدو، کوټې به ډکې وې، د کلي مخور مشران او امامان هم ناست وو، خیټې یې ډکولې او د خان صاحب صفتونه به یې کول.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000