“داسې مېړه نه کوم چې…”

ګل خان غوندې څوک به په اوس وخت کې کم وي. ډېر پرهیزګاره دی، شپه او ورځ لمونځونه کوي او د دنیا له چارو یې ځان بېخي کنار ته کړی دی. پنځه زامن لري؛ دوو یې پوهنتونونه ویلي، دندې لري. درې یې د بزګرۍ او شپنۍ په کارونو بوخت دي. له هغو به یوازې د کریم کیسه راواخلو: کریم یې هم د پلار په پلونو روان دی، لاره نه ځنې غلطېږي، خو له پرهیزګاري سره سره د دنیا چارې هم مخته وړي. هغه لیري په دښته کې د اوبو څاه وهلې او کښت و کرنده یې په همغه چلېږي چې سهار ولاړ شي، ماښام راځي.

په پښتني سیمو کې د کوزدې پر مهال واک ډېر له مور و پلار سره وي، چندان اولادونو ته غوږ نه نیسي او نه یې خوښي ته ګوري.

کریم ته یې کوزده وکړه، څه وخت وروسته یې واده ورته راوړ. ناوې به کله اور ته لوېدلې وه، کله به په اوبو کې، دوی ویل مرګی پیری لري. کورنۍ ورسره پوه شوه، هېڅ وخت یې یوازې نه پرېښوه. کریم ډېر سر نه پسې ګرځاوو، نه یې غوږ ورته نیوی. په دغسې کورونو کې چې پلار ژوندی وي او کورنۍ غټه وي، واک یې له مور و پلار سره وي، خاوند ته یې اجازه نه شته چې مور و پلار له اجازه پرته یې یا روغتون ته بوځي یا بازار ته.

د کریم دوی د کور ترڅنګ د اوبو ویاله وه، ناوې یو مازیګر ناوخته منګی ورسره اخیستی چې اوبه راوړي، د اوبو ویالې ته ور لوېدلې ده. ساعت وروسته چې خواښي پسې ورغلې، ناوې په اوبو کې ډوبه پرته وه. ټوله کورنۍ ورته راوتلې، خو د ناوې زړه نه غورځېد، مړه شوې وه.

وروڼه یې راغلل، ناوې یې ورسره یووړه. کریم او کورنۍ یې څو ورځي سخت خپه وو. د ناوې مور او پلار هم ځورېدل چې باید دوا یې ورباندې کړې وای، لور یې ناروغۍ مړې کړې ده. پښتنو ته چې ور پېښه شي، بیا یې ارمان کوي.

ورځي او شپې تیرېدې، د کریم پلار یو بل ځای ته په مرکه ولاړی او په سبا یې دسمال راوړ، کریم ته یې بله کوزده وکړه. دا وار یې داسې ناوې ورته غوښتې وه، چې په ټول کلي کې یې د ښایست او کمالونو کیسې کې دي.

د واده یې شپږ میاشتې تیرې شوې. بله ورځ ناوې له پلار سره تللې او په ولسوالۍ کې یې عریضه کړې، په عریضه کې راغلي” کریم زما مېړه دی، د واده مې شپږ میاشتې کېږي، خو هغه په دې وخت کې لس ورځي هم کور ته نه دی، راغلی. کوم حقوق چې یوه ښځه په مېړه لري، ما ته نشي را پوره کولای. ورځ او شپه په خپلو کارونو بوخت وي، کور ته نه راځي. زه داسې مېړه نه کوم چې زه ورته ارزښت نه لرم او نه ورسره ژوند کولای شم.”

قاضي کریم او مشر ورور راوغوښتل، کریم هم اقرار وکړ چې ښځه یې رښتیا وایي. پرېکړه وشوه، که کریم د یو خاوند په حیث د خپلې مېرمنې حقوق نه شي، ور پوره کولای مېرمن یې حق لري، ځان ترې خلاص کړي او کریم به هغې ته طلاق ورکوي.

کریم اوس هېڅ مېرمن نه لري، نه داسې خاص په خبره پوهېږي، ټول وخت په خپله کرونده کې بوخت وي. د خلکو په خبره چې لومړنۍ ښځه یې هم ممکن په دې خاطر ځان اوبو ته اچولی وي چې کریم ورته هېڅ توجه نه کوله. هغې دومره جر‌ئت نه لاره چې تر ولسوالي پورې لاړه شي، نو یې ځان په اوبو کې لاهو کړی او د کریمه یې ځان خلاص کړی دی.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000