زحمتونو یې ژوند بدل کړ

د اسدالله پلار زموږ د کلي پښ دی، کلیوالو ته د غنمو په بدل کې لرونه، چاړې او تبرونه ور تیروي. پښ په لوګیو تور دوکان کې توره ږیره سپینه کړه. زوی به یې نیمه ورځ ښوونځي ته لېږی خو پاته ورځ به یې له پلار سره د دوبي لمر ته بنۍ وهله. د لوی اختر په ورځ یې د کلیوالو دروازې ټکولې او د قربانیو غوښې به یې ټولولې. د غنمو او ډاګونو اخیستو په وخت کې هم په کراره نه و. زوی او دی به د خلکو ډاګونو ته ورتلل او چې هر چا به غنم ترېشل کول، خپله برخه به یې ځنې راوړله.

غنمو ته به یې حساب کاوو، دومره به یې ترې راګرځول چې تر بل کال غنمو پورې یې سترخوان له ډوډۍ خالي نه شي، پاته غنم به یې د کلي دوکاندار ته په پورونو کې ورکول، څو تر یوه کاله پورې ګذاره ورسره وکړي او د کور شیان په پور ورکړي.

بس د ژوند دغه ستړې ورځې روانې وې، یوه ورځ یې زوی، بل ولایت ته په پوهنتون ویلو پسې ولېږی او په سپینه‌ږیره دوکان ته یوازې پاته شو.

زوی یې د پلار تکلیفونو ته کتل، تل یې زحمت ایستی. په ښار کې به یې د یو بل مزدوري کوله خو پوهنتون یې نه پرېښوو. ځان یې را فارغ کړ. خو پلار یې پخوانی طاقت بایللی و چې د ټول کلي لرونه او کولنګان به یې تیرول، یا به یې خامې اوسپنې په اور ویلې کولې.

اسدالله ته د مور لخوا انا خپله لمسۍ مفته ورکړه، ویل ښه دی چې لمسۍ یې د ورور په کور کې وي. بس چې خدای یې ورسموي، بې ‌پیسو ښځه یې هم پیدا که. په کار پسې ډېر وګرځید. هېڅ داسې ځای یا دفتر یې پیدا نه کړ چې ځان پکې مصروف کړي یا د کورنۍ لپاره نفقه برابره کړي.

کله کله به یې د پلار دوکان خلاص کړی و، همزولو به یې په پیغور ورته ویل چې پوهنتون دې هم ووایو، خو اوس بیرته د پلار وظیفې ته راغلې. مګر اسدالله حوصله نه بایلله او نه یې دې بې مانا خبرو ته غوږ نیوی. یوې بهرنۍ موسیسې غوښتل څو ښوونکو ته تنخوا ورکړې او د کلي په جوماتونو کې وړو نجونو ته درس ورکړي. په دې ښوونکو کې یو اسدالله هم کامیاب شو. موسیسې د ټولګي ټول سامان ورکړل، په نږدې ورځو کې یې ټولګی پیل کړ او تر غرمې به یې د کلي تنکیو نجونو ته درسونه ویل. پاته ورځ یې له پلار سره په جګو سترګو کار کاوو.

په سختۍ یې د کوچني کار د پیلولو پیسې هم برابرې کړې.

اسد الله د پوهنتون په وخت کې د درسونو تر څنګ، ورزش هم کاوو. همیشه به جیم ته تلی او په څلورو کلونو کې یې یوه رخصتي هم و نه کړه. په دې وخت کې یې له ډېرو ورزشي کلبونو څخه ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

د ورزش مینې دې ته مجبور کړ، چې که په هر مجبوریت وي، دی باید د تدریس تر څنګ نورو ته د ورزش زمینه هم برابره کړي. که څه اسدالله په لیري پرته سیمه کې اوسېږي او د ژوند امکانات کم دي، کار او پیسې ډېرې نشته، خو بیا یې هم یو ملګری پیدا کړ او په شریکه یې د کلب سامانونه راوړل.

د ماښام لخوا اوس تر دیرشو زیات شاګردان لري، چې د میاشتې شاوخوا لس‌زره افغانۍ په کلب کې ورته پاتېږي او لس‌زره افغانۍ د موسیسې وال معاش ورکوي.

ژوند یې اوس ورځ تر بلې د ښه کېدو په خوا دی، په کور کې یې رڼا راغلې، پلار یې هوسا شوی او تل یې دوعاګوی دی.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000