ملګرو زنګ کړی و، چې ماښام ته راځي. مور ویل غوښه او ترکراري راوړه، نور شیان کور شته. د کلي دوکانو ته ولاړم. له قصابه مې د چرګ یوه کیلوه غوښه راواخیسته. د ترکراري دوکان ته ورغلم، سلطان کاکا د ترازو په تله کې یو بل کس ته پټاټې ور تللې.
ستړې مه شې مې ورسره وکړه، لویه خلته یې راکړه، ویل زویه شیان دې په خپله خوښه پکې واچوه. ځان مې ورښوو، پېژندلم یې. ویل زویه په وطن کې مې یوازې په تاسې باور دی، په هغو ځوانانو چې درسونه وایي، زحمت کاږي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه برابروي. ماول کاکا افرین دې په تا وي چې لا دې له کاره مخ نه دی ګرځولی او زحمت کاږې.
دا سلطان کاکا نومېږي، زما ښه په یادېږي، زه چې به مکتب ته تلم، په لاس ګاډۍ کې به یې لوښي خرڅول. زموږ له کلي ماسېوا به یې نږدې ټول کلي د ورځي راغوښتل، څو لوښي خرڅ کړي او اولادونو ته یو څه ماښام ته راوړي. د دې سپین ږیري زامن یو په ایران کې دی، دوو یې انجنیري وویله، یو بل تازه محصل شوی دی.
ورسره کېناستم، داسې خوږ رالګېدی لکه خپل پلار چې مې وي. هغه ویل چې دا وطن تاسې غوندې لوستو او تعلیم یافته خلکو ته اړتیا لري. په دې بېسوادو او کوڅه ډبو باندې وطن نه جوړېږي. تاسې باید زحمت وکاږئ. کاکا ته مې ورغبرګه که:
ـ دومره هم مه باورمند کېږه، دا تعلیم یافته تر بل هر چا تاوان هم ډېر ور رسولای شي.
ـ زویه له هغو سره دې الله حساب وکړي، چې په هر څه پوهېږي، د وطن په خیر او شر یې سر خلاصېږي او بیا هم وطن ته تاوان رسوي، الله دې یوه هم نه سموي.
ـ کاکا ماول زامن به دې هوسا کړي، ته خو اوس هم په دوکان کې اخته یې، سودا خرڅوې.
ـ زویه، زه مې په خپل زحمت او ستړیا ویاړم. له زامنو ډېر خوښ یم او تل ورته وایم چې له وطن سره به خیانت نه کوئ. درسونه به وایاست او وطن ته به په رښتیا خدمت کوئ. دا وطن تاسې ته اړتیا لري. اوس مې شکر ګذاره کېږي. دا کار له شوقه کوم. له ځوانۍ په خوارۍ عادت یم، چې بېکاره شم په تکلیف یم. زامن مې ډېر را ته وایي چې بابا نور باید کار و نه کړي. مګر ما ته خوند راکوي. کور به څه وکړم؟ دلته مې سات تیر وي.
ـ تاسې غوندې بااحساسه سپینږیري دې خدای نور هم زیات کړي، چې له وطن سره مینه لرئ او د ژوند تر وروستیو پورې زحمت کاږئ. ځینې پلرونه خو له زامنو پیسې غواړي، نور یې د حلالو او حرامو فرق نه کوي.
ـ خدای دې هغه ورځ کور ته روغ نه راولي چې د یو مسلمان سره دې خیانت کړی وي، یا دې د وطن په کار کې ځان درېغ کړی وي، ځنې خپه کېږم. قسم مې ورکړی په اوله ورځ مې ورته ویلي دي چې نور که هر ډول شوخي کوئ، وې کړئ خو له وطن سره احتیاط کوئ او همیشه به دې خاورې ته په درنه سترګه ګورئ.
ـ کاکا ناوخته دی، سودا به یووسم. ملګري مې راروان دي، کنه ستا سره خو مجلس الایده خوند کړي.
ـ بس زویه چې محصل وینم لکه خپل زوی چې مې تر مخ ګرځي، مینه ورسره لرم او تمه ترې لرم چې دا لوېدلی او ویجاړ وطن به تاسې رغوئ.
ـ انشاالله کاکا. که خدای کول، باور به دې بېځایه نه وي. د اوس لپاره د خدای پامان.
سلطان کاکا ډېر باهمته سپینږیری دی، زحمت کاږي، په خواري نه شرمېږي، په ټولو اولادونو یې تعلیم کړی دی.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ