کله چې د تېر کال د سوداګرۍ راپور نشر شو، او پکې ولېدل شول، چې د نورو کلونو په پرتله واردات زیات شوي، صادرات کم شوي او ورسره د سوداګرۍ کسر هم زیات شوی دی، نو د دې ټولو خبرو وروسته بیا دا پوښتنه را پورته شوه، چې سره د دې چې کال په کال د افغانستان واردات زیاتیږي او صادرات کمیږي، خو ولې بیا هم د افغانستان د اخیستلو ځواک زیات شوی( واردات زیات شویدي)؟ دې پوښتنو ته مو مسلکي او علمي ځواب موندلو هڅه کړې، چې دلته یې په لنډ ډول ذکر کوو؛
لومړی: واردات د عامو خلکو نه، بلکې د محدودو سوداګرو او لویو پانګوالو له خوا تمویلېږي.
د وارداتو زیاتوالی لازماً دا معنا نه لري چې د خلکو د اخیستلو ځواک لوړ شوی دی. کېدای شي د ټولنې ۸۰٪ خلک بېوزله شوي وي، خو یو محدود شمېر لوی سوداګر لا هم د میلیاردونو ډالرو واردات کولای شي. یعنې د وارداتو تمویل د ټول ولس له جیب څخه نه کېږي، بلکې د بازار د یوې برخې له پانګې کېږي، چې په دې کې پخوانۍ سپما او د بهرنیو شریکوالو پانګې هم را تللی شي.
دویم: د وارداتو ټوله برخه د مصرفي توکو نه، بلکې د تولیدي فابریکو هم ده.
په وروستیو کې په افغانستان کې د تولیدي فابریکو او کانونو د استخراج په برخه کې ډیره پانګونه شوې او دې سکتور ته په پراخه کچه وسایل او توکي راوړل کیږي.
په وارداتو کې یوازې خوراکي توکي نه راځي؛ تیل، ګاز، درمل، ماشینونه، خام مواد، ساختماني مواد او صنعتي تجهیزات هم شامل دي. که د یوې فابریکې تولید کم هم وي، بیا هم د خامو موادو او تجهیزاتو واردولو ته اړتیا لري. همدارنګه حکومت او لویې پروژې هم واردات کوي، چې همدا لویه برخه د وارداتو د زیاتوالي سبب کیدای شي.
درېیم : وارداتو یوه برخه د بیاصادراتو (Re-export) او ترانزیټ لپاره وي.
ځینې سوداګر توکي افغانستان ته راوړي، بیا یې منځنۍ آسیا، پاکستان یا نورو بازارونو ته صادروي. نو د وارداتو ټول رقم د افغانستان د کورني مصرف په معنا نه دی او نه هم ټول توکي دلته په افغانستان کې مصرفیږي، دا په دې معنا ده، چې د وارداتو یوه برخه( په ځانګړي ډول خام مواد) له بهره واردیږي او بیا په صنعتي ډول تر بدلیدو وروسته نورو هېوادونو ته صادریږي.
څلورم: د انحصار او شتمنۍ تمرکز
دا هم یو مهم احتمال دی. کله چې په اقتصاد کې شتمني د لږ شمېر کسانو په لاس کې شي، د ټولنې عمومي تقاضا کمزورې کېږي، خو د هماغو محدودو کسانو سوداګریز فعالیتونه لوی پاتې کېږي. نو واردات لوړېدای شي، اګر چې د اکثریت خلکو اقتصادي وضعیت خراب هم وي.
که فرضاً لس یا شل لوی شرکتونه بازار په لاس کې ولري، نو د هغوی د وارداتو پرېکړې د عامو خلکو له عاید سره مستقیم تړاو نه لري، یعنې واردات د څو لویو اقتصادي لوبغاړو د پانګونې پرېکړې منعکس کوي.
پنځم : د افغانانو رالېږلې پیسې حوالې
په میلیونونو افغانان په ایران، پاکستان، عربي هېوادونو، اروپا او نورو هېوادونو کې کار کوي او خپلو کورنیو ته هر کال میلیاردونه ډالر رالېږي. همدغه پیسې د وارداتي توکو د اخیستلو یوه مهمه سرچینه ده، یعنې په دې توګه افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هماغه پیسې چې ورته له خارجه حواله کیږي، په وارداتو لګوي.
شپږم: نړیوالې بشري مرستې
هر کال افغانستان ته د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له لارې په میلیاردونو ډالر بشري مرستې راځي. که څه هم دا پیسې مستقیما د سوداګرۍ لپاره نه لګول کیږي، خو بازار ته ډالر پمپ کوي، د اسعارو عرضه زیاتوي او په پایله کې سوداګر واردات تمویلوي.
اووم : د درندو صنعتي وسایلو خریداري
یو مهم بحث دا هم دی، چې د وارداتو زیاتوالی ډېر کله په فابریکو کې د صنعتي درندو وسایلو او ماشینونو خریداري او د خامو موادو د اخیستلو له امله هم لوړیږي، چې په دې کې له فابریکو را نیولې د کانونو په استخراج چې په اوس وخت کې ډیری شرکتونه ماشینونه، تجهیزات او ترانسپورټي وسایل ورته خریداري کوي او بیا یې افغانستان ته واردوي، چې د دې درندو ماشینونو قیمتونه هم خورا لوړ دي.
اتم: د پخوانیو سپماوو او خصوصي پانګې مصرف
ځینې سوداګر خپلې پخوانۍ بهرنۍ سپماوې، بهرني بانکي حسابونه او یا هم په بهر کې موجودې پانګې د وارداتو لپاره کاروي، چې په دې ډیری یې له بهره پیسې تادیه کوي، خو توکي او وسایل افغانستان ته لیږي.
نهم: سوداګر تل د هماغه کال د بازار پر عاید تکیه نه کوي.
په نړیوال تجارت کې ډېری واردات داسي نه وي، چې پیسې یې هماغه ورځ ورکړل شي، یعنې د وارداتو یوه برخه په حقیقت کې د بهرنیو عرضه کوونکو له پور څخه تمویلېږي، نه د هماغه وخت د بازار له نغدو پیسو، دا برخه شاید په ډیر لوړه کچه نه وي خو یو څه تاثیر پرې لرلی شي.
لسم: د مصرف جوړښت بدل شوی
کله چې کورنی تولید کمزوری شي، خلک او بازار مجبورېږي خپلې اړتیاوې له بهر څخه پوره کړي.
مثلاً که په هېواد کې د غوړیو، درملو، ساختماني موادو یا صنعتي خامو موادو تولید راکم شي، واردات لوړېږي، که څه هم د خلکو عاید نه وي لوړ شوی، دا توکي حتی د اقتصادي رکود پر مهال هم باید وارد شي
دې حالت ته اقتصاد Inelastic Imports وایي؛ یعنې هغه واردات چې د خلکو د عاید له کمېدو سره هم په بشپړه توګه نه درېږي او لا هم جریان پیدا کوي.
نړیوال بانک د افغانستان د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ د اقتصادي راپورونو کې هم همدې موضوع ته اشاره شوې. راپور کې وایې چې؛ سره له دې چې د ملګرو ملتونو نغدي مرستې، د خصوصي سکتور پانګونه او د بهر مېشتو افغانانو حوالې د اسعارو یوه مهمه سرچینه ده، خو د افغانستان د سوداګریز کسر اندازه دومره لویه ده چې یوازې په دغو سرچینو یې بشپړ توجیه کول ستونزمن دي. راپور پخپله دا پوښتنه مطرح کوي چې پاتې تمویل له کومه راځي ؟ یعنې حتی نړیوال بانک هم دا موضوع یوه تحقیقي معما او Economic Puzzle بولي.
د نړیوال بانک په وینا، د سوداګریز کسر د لویوالي په پام کې نیولو سره، احتمال شته چې غیررسمي سرحدي تجارت، ناثبت شوې شخصي پانګونې او غیر رسمي حوالې د بهرنیو اسعارو او وارداتو په تمویل کې مهم رول ولري.
خو پوښتنه دا ده، چې ایا ډیر واردات د اقتصادي ودې نښه ګڼل کیدای شي؟ اقتصادپوهان د وارداتو کیفیت ته ګوري، نه یوازې کمیت ته.که چیرته یو هېواد صنعتي تجهیزات، د فابریکو لپاره تولیدي ماشینونه، ټیکنالوژي او تولیدي خام مواد واردوي دا بیا د راتلونکې تولید لپاره پانګونه ګڼل کیږي او د اقتصادي پرمختګ معنا ترې اخیستل کیدای شي.
خو په اوس وخت کې د افغانستان د وارداتو لوړوالی د اقتصاد د پیاوړتیا ثبوت نه دی؛ بلکې د اقتصادي جوړښت او سوداګرۍ د نابرابرۍ څرګندونه کوي.
د دې ټولو خبرو با وجود اصلي اندیښنه او اصلي ستونزه دا نه ده، چې واردات څنګه تمویلېږي؛ اصلي ستونزه دا ده چې دا پیسې د تولید پر ځای د مصرف لپاره لګېږي.
که په یو هېواد کې دا حالت پاتې شي، نو اقتصاد یې د مصرفي اقتصاد (Consumption Economy) بڼه خپلوي، نه د تولیدي اقتصاد یا (Production Economy) دا حالت د اوږدمهاله اقتصادي ودې، د کارموندنې او د افغانیو د ثبات لپاره جدي خطر ګڼل کېږي.
سوداګریز کسر (Trade Deficit) یوازې د صادراتو او وارداتو توپیر ښيي.
خو د وارداتو تمویل د Current Account، Capital Account او Financial Account له ټولو سرچینو څخه کېږي. یعنې یو هېواد کولای شي څو کاله پرله پسې سوداګریز کسر ولري، خو بیا هم کولای شي، واردات روان وساتي؛ تر هغه چې له کومې بلې سرچینې پیسې تر لاسه کړي.
نو په دې معنا چې، سوداګریز کسر او د پیسو جریان دوه بېلابېل مفاهیم دي، چې له بحث وروسته معلومیدای شي.
په پای کې ویلای شو، چې ډېری خلک فکر کوي که صادرات کم وي، نو واردات هم باید همغومره کم وي. خو په اقتصاد کې داسې نه ده.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ