جمال خان د یو دوکان مخې ته ولاړ و، څو پلاستیکي کڅوړې یې په مخکې ایښې وې، د کراچيوانانو څېرو ته یې په ځير کتل، دا چې پينځه ويشتمه روژه وه، نو د کابل ښار په منډیي کې ګڼه ګوڼه بیخي زیاته وه. د وچو میوو او د غاړې دسمالونو دوکانونو ته يې کتل، چې د خلکو پرې بیروبار دی، کراچیوانان په عجیبو غريبو لباسونو کې کراچۍ په لاس په بیروبار کې لارې باسې او د باخبر چیغې وهي.
یو سپين ږیری کراچیوان د سامان په لیدو لږ ورو شو:
ـ چیرته یې وړې؟
جمال خان یې څېرې ته ځیر شو:
ـ چوکه پورې!
کراچیوان کراچي ودروله:
ـ واچوه…!
جمال خان دستي ورغبرګه کړه:
ـ څو اخلې؟؟
کراچیوان سامان ته وکتل:
-یو پنځوسی درنه اخلم، چې خوشال ته وې….
جمال خان سامان ته لاس ونیو:
ـ دوه درې سپکې خلتې دي، دېرش روپۍ درکوم!
کراچیوان لکه نور بار چې لري، په تیزۍ ترې روان شو.
څو کسه ورته ودریدل، خو له پنځوسو یې کمې نه اخیستې، هر یوه ویل چې بیروبار دی، یو سات کې چوک ته نشو وتلی!
یو کس چې تیزه کراچۍ یې روانه کړې وه، غږ وکړ:
ـ ماما چیرته!
ـ چوک ته!
څو ورکوې؟
ـ دېرش!
کراچي یې ودروله:
ـ واچوه!
کراچیوان په تنګو کوڅو کې تېز تېز روان و، جمال خان په سختۍ ځان پسې رساوه، یو ځای کې بیروبار شو، جمال خان کراچیوان ته وويل:
ـ څو کسه مې ودرول، له پنځوسو یې کمې نه اخیستې، تا ته مې چې دېرش وويل، هیڅ دې هم پکې ونه ويل؟!
کراچیوان ورو ورو روان شو:
ـ ماما! موږ کار کوو، خلک خانۍ جوړوي، چې په مخه راشي، نه یې پرېږدم، چې شل دې راته ویلي وای هم نه مې نه ویل، د سهار راهیسې یوه ګینټه هم نه یم اوزګار شوی…
جمال خان ورته وویل:
ـ د ورځې به څو جوړوې؟
کراچيوان لږ ورو شو:
ـ په دې ورځو کې تر پینځو شپږ سوو رسوم، له درو و څلورو سوو خو مې ولاکه یوه ورځ کمې جوړې وي….
جمال خان پسې ورتېز شو:
ـ ولا چې تکړه یې، څلور سوه خو موټر نشي ګټلی!
کراچیوان غږ وکړ:
ـ باخبر! کاکا خوږ نشې!
جمال خان ته رانږدې شو:
ـ ته به څه فکر کوې، تیزن موټر خو یې ولاکه راسره وګټي، پیسې سړی ګټي، تکلیف به وباسې….
جمال خان ته کراچیوان تر خپل ځان نه هم کاریګر ورښکاره شو، ده سوخت لرګي خرڅول، چې تر مازدیګره به یې تبر هم واهه، خو د کراچیوان غوندې پکې خوشاله نه و.
کراچیوان غږ وکړ:
ـ باخبر!! حاجي صيب خوږ نه شې!
له دې سره کراچۍ له یو کس سره لږه ولګيده.
سړي په غوسه مخ راواړو:
ـ ړوند یې په خلکو یې خیجوې…؟!
کراچیوان سر کوږ کړ:
ـ حاجي صیب زیات وبښه!
سړي چې توره غوړه ږیره یې لمر ته ځليده په غوسه وويل:
ـ ښه چل مو زده کړی، یو وارې سړی پرې ووهی، بيا وایی وووبښښهه….
کراچیوان ورته وویل:
ـ خو غږ مې درته وکړ، چې ته یې نه اورې….
له شا نه بل کس چې هغه هم سپینې جامې اغوستې وې، رامخته شو، په وچو شونډو یې په لوړ غږ وويل:
ـ حاجي څه خبره ده؟
هغه کس کراچیوان ته لاس ونیو:
ـ دې لوده په کراچۍ ووهلم….
سړي کارچیوان کې زېږې سترګې ونیوې:
ـ ړوند یې، دومره غټ سړی دې نه لیدو؟!!
کراچیوان یو څه په لوړ غږ وويل:
ـ حاجي صيب قصدن خو مې نه ده وهلی…….
هغه کس ورته رانږدې شو، خو بل ملګري یې له لاسه ونیو:
ـ راځه روژه ده، څه یې کوې…!
کراچیوان ورته وکتل، د سړي په لاس کې کڅوړه وه، د لوی موټر اشارې پکې وې، کراچيوان ته یې په غوسه وروکتل:
ـ خدای هم خپل کوستیزن ښه پیژني، په خدای چې ټیلر یې درکړی وای، په خلکو به دې پاسه خیجاوه، ستا شکل او همدا کراچۍ!…..
دې خبرې ګراچیوان داسې غلی کړ، چې نور یې هیڅ خبره په خوله نه جوړیده، همداسې خاموش روان شو.
لږ مخکې چې لاړ، جمال خان وويل:
ـ دا څه بد اخلاقه خلک وو، له څيرو سم درانده خلک ښکاریدل، خو اخلاق یې له سپيو بتر وو…..
کراچیوان یوه خبره هم نه کوله، تر سر چوکه پورې همداسې خاموش روان و، جمال خان چې په چوک کې سامان ترې ښکته کړ، د دېرشو پر ځای یې پنځوسی ورکړ، خو کراچیوان هيڅ ونه کاته، جيب ته یې واچوه او روان شو، خو خدای زده ولې یې په پښو کې هغه تیزي نه وه، خالي کراچۍ یې داسې بېوله، لکه زر منه بار چې یې پکې اچولی وي.
پای
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ