مسکو ولې طالبان په رسمیت وپېژندل؟

Image

طالبانو د مجاهدینو په چوکاټ کې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه وکړه، او شوري اتحاد ته یې درنې ضربې ورسولې.
خو اوس روسیې تاریخ جوړ کړ: پخوانی دښمن، روسیه، د طالبانو لومړنی رسمي پیژندونکی هېواد شو.
د مسکو د دې پرېکړې تر شا ۴ مهم دلایل دي:

لومړی:  د سوریې د نوي حکومت سره د امریکا تعامل، متقابل اقدام. واشنګټن د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع حکومت ته نږدې شو، روسیې هم ژر اقدام وکړ او ط۱لبان یې د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه وپېژندل.
احمد الشرع د مسکو ضد دریځ لري، حال دا چې د مخکیني ولسمشر بشارالاسد حکومت د مسکو مهم متحد و.
د امریکا ولسمشر ټرمپ لیدنه له احمد الشرع سره یو تاریخي تحول و. روسیې دې “ډیپلوماټیکې سیالې” کې طالبانو ته مشروعیت ورکړ.

دويم: مسکو هڅه کوي چې په سیمه کې نوي متحدین ولرلي. مسکو پخواني متحدین له لاسه ورکړل، لکه په سوریه کې بشارالاسد. مسکو دا فکر هم کوي چې د روسیې بل متحد، ایران کې اخندي رژیم به دوام وکړي او کنه.  مسکو ته اړتیا ده چې له نوو لوبغاړو سره اړیکې جوړې کړي. ط۱لبان په سیمه کې د روسیې لپاره یو نوی فرصت ګڼل کېږي.

درېيم:  د روسیې امنیتي اندېښنې. د ۲۰۲۳ کال د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې په افغانستان کې د داعش بریدونه ۵۵٪ زیات شوي دي.
داعش په مسکو کې پر یو تیاتر خونړی برید وکړ چې ګڼ روسان پکې ووژل شول. مسکو ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې پلان شوی و.
له همدې امله، مسکو باور لري چې ط۱لبان کولای شي د داعش مخه ونیسي، او  د افغانستان له لارې د نورو هېوادونو لاسوهنه مهار کړي.
له بل پلوه، روسیه غواړي لوېدیځ له افغانستانه لرې وساتي،. هغه لوېدیځ چې د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو له امله یې پر هغوی فشار راوړي. د تړلو دروازو تر شا، طالبانو مسکو ته د “ثبات” ډاډ ورکړی.

څلورم: طالبان د نړیوالو محاسبو یو کارت. روسیه غواړي ط۱لبان د واشنګټن پر ضد د ستراتېژیک کارت په توګه وکاروي.
په جیوپولیتیکي سیالیو کې، مسکو به دا ګام د امریکا پر وړاندې د یو ستراتېژیک کارت په توګه وکاروي.
په نړیوال سیاست کې نه تلپاتې دښمن شته، نه هم وفادار دوست، یواځې ملي ګټې مهمې دي.
که وضعیت همداسې دوام وکړي، ډېر احتمال شته چې نور هیوادونه هم ط۱لبان په رسمیت وپېژني.

مسکو غواړي د روسیې ثبات وساتي، داعش وځپي، لوېدیځ شاتګ ته اړ کړي.
او نړیوالو لوبو کې ط۱لبان د یوې مهمې مهرې په توګه وساتي.

ليک: هاشم وحدتيار

Share via
Copy link