دوه لوی رازونه

د ساینس په تاریخ کې دوه داسې کشفیات شوي چې زموږ او کایناتو د وجود او څرنګوالي په اړه یې ډېر پوهولي یو.

په دې دوو موندنو کې یوه د کایناتو اړوندCMB او بله د انسان په اړه د DNA موندنه ده. که ساده یې ووایم یعنې یو د کایناتو د جوړښت کوډ دی او بل د انسان. چې خبره لږ نوره هم اسانه کړم نو د انسان و کایناتو اړوند دا دوې موندنې داسې دي لکه د یو تعمیر د جوړښت او ډیزاین مکملې نقشې چې لاس ته راغلې وي. کله چې د یو شي په نقشه او طرحه پوه شو، د هغه په اړه ډېر معلومات لاس ته راوړو. خو یوه ټکي ته پام اړین دی چې دغه دواړې نقشې فقط د انسان او کایناتو د جوړښت، تغییر او تر اوسنۍ بڼې د را رسېدو مالومات لري، د هغوی د سرچینې او پیدا کېدو د اساسي دلیل په اړه مو نه پوهوي.

د دې مثال داسې دی لکه په یوه فابریکه کې چې موټر تولیدېږي، موږ یې د جوړښت نقشه پیدا کوو او هره پرزه یې پېژنو، خو دا نه وي پکې لیکل شوي چې ولې جوړ شوی؟ چا جوړ کړی دی؟

د کایناتو او انسان په اړه پاس یادې شوې دوې موندنې هم خاص دغسې دي.

ساینس د طبیعت ژبه ده او په دې ژبه پوهېدل یو څه دقت غواړي؛ کاینات موږ ته په همدې ژبه غږېږي، خو کم خلک یې په خبره پوهېږي. دا داسې مثال لري لکه ستاسې د کور مخ ته چې یو څوک سندرې وايي، تاسې یې اورئ خو پرې پوهېږئ نه. ځکه په کومه ژبه چې سندرغاړی لګیا دی هغه ستاسې زده نه ده. خو که ژبه مو زده وي، هم به یې له سندرې خوند واخلئ او هم به یې په مانا پوه شئ. د کایناتو هره برخه په ساینسي ژبه نارې را وهي، خو موږ یې یوازې د ښکلا ننداره کوو، په مانا یې ځان نه پوهوو. که د غره یو سپېره کاڼی هم را پورته کړو او په ساینسي ژبه ور سره وغږېږو، کاڼی به د میلیاردونو کلونو ټولې تېرې شوې کیسې را ته وکړي، ځکه دا ټوله دیټا پکې ذخیره ده. یا مثلا لمر موږ ته هره ورځ د رڼا او د تودوخې تر څنګ په خپلو شغلو کې مالومات هم را لېږي، داسې مالومات چې د لمر د تودوخیز ماشین په اړه مو مکمل پوهوي. یا که په اسمان کې کوم ستوري خپل تک سپین مخ را ښکاره کړ، د ساینس په ژبه پوه خلک دستي پوهېږي چې ستوری د ځوانۍ په مسته دوره کې دی، خو که رنګ یې ژېړ و بیا وایوو چې عمر یې منځنۍ کچې ته رسېدلی دی، او که بېخي یې مخ سور اوښتی و، بیا نو پوهېږو چې د ګور پر غاړه دی. همداراز، لیرې کهکشانونه چې بیا په سور رنګ کې ووینو مطلب یې دا دی چې له موږ څخه د منډې په حال کې دي، خو که ابي ښکارېدل، بیا نو وایوو چې زموږ خوا ته را روان دي. دا او دې ته ورته بېخي ډېر مثالونه لرو چې هر طرف کاینات موږ ته په دوامداره ډول غږېږي، خو له دې خوا ډېر لږ انسانان د طبیعت خبرو ته غوږ نیسي او کیسې ور سره کوي.

انسان خپله د کایناتو له پېچلو رازونو څخه یو سخت راز دی، نو زموږ د خپل ځان په اړه پلټنې هم د طبیعت د سختو سوالونو له جملې د یوه سوال د حل هڅه ده. د دې هڅو په لړ کې یوه هم د DNA موندنه ده چې مخکې مو یاده کړه. دا د هر انسان د ژوند داسې نقشه ده چې د هغه راتلونکی وجود ټول پکې ډیزاین شوی دی، دغه نقشه د مور او پلار د یو ځایوالي له مهاله اولاد ته انتقالېږي. DNA ته ځکه نقشه یا د انسان کوډ وایوو چې د سافټوېر غوندې د انسان د بدن فعالیت چالانوي. دا کوډ له کابو ۳ میلیارد حروفو جوړ دی چې کیمیاوي مالیکولي بڼه لري چې د بدن هر څه ور پورې تړلي دي. د دې نقشې له مخې د بدن د ټولو غړو جوړېدل، رنګ او کار تنظیمېږي. دلته جالبه دا ده چې همدا شاوخوا درې میلیارد حروفه کوډ د بدن د هرې برخې په هره حجره کې ټول موجود دی، داسې نه چې د سترګې اړوند کوډ په سترګه کې دی، د ګوتې اړوند په ګوته کې او د بل اندام په هماغه اندام کې؛ بلکې په هره حجره کې ټول کوډ موجود دی خو یوازې د هماغه مربوطه برخې کوډ پکې فعال دی، هغه نور غلي دي. د ټولو انسانانو DNA ۹۹.۹ فیصده سره ورته ده او یوازې صفر اعشاریه یو فیصد تفاوت سره لري، خو د دې لږ توپیر له سببه هېڅ بل انسان د بل په څېر نه دی.

له دې څخه ښکاري چې په دې مهم کوډ کې یو ډېر وړوکی توپیر د بېخي لویو بدلونونو سبب کېږي. همدا کوډ د وخت په تېرېدو تغییرات کوي، البته ډېر تدریجي او ورو بدلون. مګر له دومره اهمیت او پېچلتیا سره-سره همدا کوډ موږ ته د ژوند د سرچینې او علت په اړه یوه ذره مالومات هم نه شي را کولای. ساینس ته تر ټولو لویه پوښتنه د ژوند سرچینه او علت مالومول دي، خو نه لا نه توانېدلي چې دا راز کشف کړو. انسان د کایناتو د پیدايښت د لوړمړیو لحظو په کیسو او د جوړښت په میکانیزم پوهېدلی دی، خو د خپل ژوند په اړه یوه ذره هم نه پوهېږي. لا بېخي اوږده لاره ور ته پاتې ده. البته د DNA په اړه زه ډېر تخصصي نه پوهېږم زما مسلک نه دی.

دویمه خبره د CMBیا کازمیک مایکروویو بګراونډ ده چې د بشر په تاریخ کې یو له لویو کشفونو څخه دی. دا د کایناتو د جوړښت د اولو وختونو وړانګې دي چې له کابو ۱۴ میلیارد کلونو راهیسې په کایناتو کې ګرځي او د هستۍ د تولید د اولو شیبو اړوند زیات مالومات ور سره خوندي دي. د دې وړانګو د شتون مساله اول ځل روسي ساینسپوه جورج ګمو را پورته کړه او په ۱۹۶۵ کال کې عملا وموندل شوې. له دې موندنې وروسته ساینسپوهانو لا قوي وسایل جوړ کړل چې د کایناتو له هر ګوټه راتلونکې وړانګې پرې وپلټي او تحلیل کړي. د CMB له تحلیله د کایناتو د پیل د شیبو او پېښو اړوند داسې مالومات په لاس راغلل چې انسان یې هم په دې یو څه قانع کړ چې خورا مهم او هوښیار موجود دی. په دې مالوماتو کې څرګنده شوه چې زموږ د کایناتو اوسنی شکل او حالت چې څومره لوی او په کومه بڼه دی، دا هر څه یوازې د یوې ثانیې په موده کې هماغه وخت لا ډیزاین او ترتیب شول. یعنې له دې حسابه زموږ د اوسنیو ۱۴ میلیارد پخوانیو کایناتو بنسټ یوازې په یوه ثانیه کې ایښودل شوی دی.

د کازمولوجي د متخصصانو په وینا، کومې برخلیک ټاکونکې پېښې چې په همدې لومړنۍ ثانیه کې وشوې، هغومره اساسي واقعې په دا تېرو ۱۴ میلیارد کلونو کې بیا نه دي شوې. کاینات چې اوس په کومه بڼه دي او په راتلونکې کې به څه ډول شي، دا ټوله ډیټا په همدې CMB کې شته او موږ موندلې ده. په دې یوه ثانیه کې یوولس داسې دورې تېرې شوې دي چې زموږ د کایناتو بنسټ یې ایښی دی او د هماغو ډیزاین شویو پېښو مطابق کاینات اوس هم په هماغو طریقو روان دي.

انسان ډېر جالب موجود دی، د کایناتو تر جوړښت میلیاردونه کاله کشر دی خو د کایناتو د پیل په لحظې ډېر خبر شوی او پوهېږي چې څه ډول هستي را منځ ته شوه؛ مګر د خپل ژوند د سرچینې په اړه یې تر اوسه هېڅ ساینسي نښته نه ده موندلې.

نوټ: په لاندې عکس کې د کایناتو نقشه ده چې سور رنګه ټکي ګڼ کهکشانونه دي، زرغونه او ژېړه ساحه هم ماده ده چې په ګازي بڼه موجوده ده، خو آبي شین رنګه سیمه بیا تشه فضا ده.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000