د افغانستان په اړه د ایران سیاست؛ پړاونه او ستراتېژیک لید لوری

پدې وروستیو کې د افغانستان په هکله، د ایران د پالیسۍ باره کې یو لړ بحثونه روان دي چې غواړم خپل نظر په لنډه توګه شریک کړم:

د ایران تګلارۍ بېلابېل پړاونه تیر کړي؛ د ۱۹۹۰ کلونو تنظیمي جګړو کې یې د یوې ځانګړۍ مذهبي ډلې څخه ملاتړ کاوه، د طالبانو لومړۍ دوره کې د مخامخ جګړې تر امکان، د امریکا د حضور پر وخت «زما د دښمن دښمن، زما دوست دی» پر اصل ولاړه وه او بالاخره اوسني حالات.

د جمهوریت کلونو کې د ایران ستراتیژي له افغانستان د امریکایې پوځونو د وتلو پر محور څرخېده او پدې اړوند یې طالبان خپل متحدین ګڼل، نه مذهبي یا قومي ډلې.

په ۲۰۲۱ کې د امریکا او نورو بهرنیو عسکر وتل او یا وتلو ته مجبوریدل، د ایران لپاره له امنیتي او سیاسي پلوه یوه ستره بریا ګڼل کیده، دا ځکه چې خپلو سرحداتو ته نژدې یې د امریکا حضور، د خپل ملي امنیت لپاره ستراتېژیک خطر باله.

مهمه دا چې که پخوا د ایران د تګلارې بنیادي موخه، له افغانستان د امریکا وتلو پر احساساتو ولاړه وه، خو اوس د عمل ګرایې سیاست پر اساس بېلابېل اهداف تعقیبوي.

معنا دا چې د امریکا له وتلو وروسته، د ایران لپاره د افغانستان او سیمې په کچه، یو تاریخي فرصت را منځته شوی او هڅه کوي چې د یو مهم ګاونډي او سیمه ایز لوبغاړي په توګه، خپل موقعیت تثبیت کړي.

بل دا چې د ایران او پاکستان تر منځ د افغانستان په تړاو، یو ډول «پټ یا ښکاره رقابت» شتون لري. د پاکستان او طالبانو کړکېچ، ایران ته دا تاریخي فرصت برابر کړی تر څو د طالبانو سره د اړیکو د ساتلو او پراختیا له لارې، د مخالفو ډلو سره د تفاهم را منځته کولو لپاره، مرکزي رول ولوبوي.

عمومي برداشت دا دی چې د پاکستان په توپیر، ایران ښایې د افغانستان په ثبات کې خپلې منافع ویني، تر څو دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ته وده ورکړي، د اوبو مسایل مدیریت کړي، مرکزي آسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیت زمینه برابره او اوږد مهال کې حتی د واخان له مسیره، چین سره وصل شي.

تر ټولو مهمه دا چې له امنیتي پلوه، ایران په هیڅ ډول نه غواړي چې امریکا په کومه پلمه او بهانه، یو ځل بیا سیمه کې د نفوذ او یا حضور هڅه وکړي او د ایران سرحداتو ته ځان را نژدې کړي چې په اصل کې همدا اوس د ایران د ستراتېژۍ یوه مهمه برخه جوړوي.

په ټوله کې ایران پراګماتیک یا عمل ګرا سیاست ته مخه کړی او حد اقل د افغانستان په اړه مذهبي فاکتور تر ډیره حده رنګ بایللی. معنا دا چې طالبانو سره اړیکې ساتل او وده ورکول او په عین وخت کې د مخالفو ډلو سره د تفاهم را منځته کولو هڅې، د اوس مهال لپاره د ایران ستراتېژیک لید لوری ګڼل کېږي.

دا چې راتلونکی کې به حالات کوم مسیر نیسي، خو زما د نن برداشت همدا دی.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000