د ګناه او ملامتیا ژور احساس

که ته پدې پوه شې چې ستا د ایکوسیستم خلک خصوصاً د کورنۍ غړي له دوی سره د مرستې نه کولو په خاطر په تا کې څنګه د ګناه او ملامتیا احساس ایجادوي او دا احساس تا څنګه له درونه تباه کوي؛ نو ډېر ژر به لاس په کار شې چې دا وضعیت تغیر کړې او له ځان سره مرسته وکړې.

کله چې ته دننه ویجاړ شې رومزره چارې دې هم خرابېږي؛ رشد ورو کېږي، کارونه دې پر مخ نه ځي، ایمني سیستم ضعفیېږي، اړیکې خرابېږي او ډېر نور تاوانونه لري چې لیکنه اوږدوي او ساتونه پر همدې یوه مسله بحث کېدی شي.

کله چې ته نشې کولی د خپل چاپېریال له خلکو په ځانکړې توګه د کورنۍ له غړو سره مرسته وکړې، دوه حالته ایجادېږي.

لومړی حالت دا دی، چې دوی له تا اتومات خپه کېږي او پدې ډول په ناخودآګاه توګه دوی په تا کې د ګناه احساس ایجادوي او دا احساس له تاسره همېشه ملګری وي او دننه دې خوري. یو شمېر ممکن په زړه کې درڅخه خپه نشي او مخامخ درته ووایي، چې دا ستا مسوولیت دی، ته باید مرسته وکړې یا دې هم ممکن په بدو الفاظو یاد کړي ترڅو هغه خپګان چې دی یې دننه خوړلو هغه هم پر تا درتحمیل کړي او رواني شکنجه دې دوه برابره کړي. هغه شخص دې ته د زړه یخول وایي. په یو حساب هغه له ځان سره مرسته کوي، خپګان په زړه کې نه ساتي، ځکه خپګان هغه ته ډېر جدي زیانونه لري، پدې اړه مې مخکې دوه بحثونه کړي؛ که دې نه وي لوستي ویې لوله.

پدې مسله چې ته پوه شې نور بیا په تا کې د ګناه احساس نشي ایجادولی. که یې ایجاد کړي هم، کم او لنډمهالی به وي.

دویم حالت دا دی، چې دوی له تا نه خپه کېږي او تا درک کوي، چې وخت یا توان نلرې چې له دوی سره مرسته وکړې؛ خو دا هم د حل لاره نده او ته نه آرامېږې. جخت باید دا بحث د پښتنو ټولنې ته راولېږدوم. د پښتنو کاسټ کې ته باید ځان قرباني کړې او کورنۍ وژغورې. ته که له دې منکر هم شې ستاناخودآګاه کې دا شته. ټولنیز فشار د دې باعث کېږي چې د ګناه له شدید احساس سره مواجې شې. خپل اوخپلوان خبرېږي چې ته نشې کولی له خپلې کورنۍ سره همکاري وکړې او دا احساس تا دننه له منځه وړي. پدې سره یو بل شی ستاپه داخل کې ایجادېږي«له خپلوانو کرکه» دا بحث اوس دلته نکوم چې دا احساس تا څنګه له داخله ویجاړوي.

تر دې ځایه به اوس ستا مغز د دې لیکنې له یوې برخې سره موافق وي چې ریښتیا هم نور په موږ کې د ګناه احساس ایجادوي او دا خطرناک دی. له دویمې مسلې سره به نه وې موافق، هغه دا چې د ذهن خودآګاه برخه یا شعور تا ته وایي، نو څنګه له خپلې کورنۍ او نورو سره مرسته ونکړو؟ دا خو غیرانساني بحث دی. نه، دامسله ډېر ژور درک ته اړتیا لري.

انسان ټولنیز موجود دی د یو بل لاسنیوي ته جدي اړتیا لري. دا اړتیا لومړی په کورنۍ کې حسېږي. هر شخص لومړی باید له ځان سره مرسته وکړي او بیا له خپلې کورنۍ سره. تر دې ته چې ته باید له کورنۍ سره ذهناً تر توان لوړې مرستې ته آماده شې. د حل لاره دا نده، چې په خلکو مرسته قطعه کړې؛ د حل لاره د مرستې ذهنیت، اراده او نیت تغیرول دي. یانې دا مسله ستا له درونه حلېږي، نه په بېروني نړۍ کې.

بناً هغه خلک چې په تا کې د ګناه احساس ایجادوي ستونزه د دوی نده، ستونزه ستا ده او دا ستونزه ستا په داخل کې ده.

هغوی ولې ندي ملامت چې په تا کې د ګناه احساس ایجادوي، پدې چې دوی د یو سیستم برخه دي ستا په شمول، پدې سیستم ۹۰سلنه خلک د مرستې او همکارۍ پر روانپوهنه نپوهېږي، نو په ځنځیري شکل د دوی ناخودآګاه د جمعي ناخودآګاه له لارې داسې شکل نیولی دی، چې څنګه تر دوی مخکې نسلونو فکر کولو؛ نو ستونزه د دوی نه د ټولې جمعي ناخودآګاه ده. ستا دننه ستونزه ځکه ده، چې د همکارۍ پر روانپوهنه ته هم نپوهېږې.

کله چې مرسته د وېرې(خلک به څه وایي)، مجبوریت او ګناه احساس د لرې کولو دپاره کوې، د دې مرستې ترشا مینه نده، د ناخودآګاه رضایت نشته او بلاخره دخدای رضایت نشته. واقعي او رښتینې مرسته هغه ده چې ستا له دروونه، د آزادې ارادې له مخې او د مینې پر اساس وي، نه د دې دپاره چې نور پر تا د ملامتیا تور ونه لګوي. یا نورو ته ځان ثابت کړې، چې مهم او ارزښتمن یې. دا بیا بل بحث دی، چې ته دننه خپل ارزښت درک نکړې، د ځان ثابتول تا څنګه تباه کوي.

له خپلې کورنۍ اونورو خلکو سره مرسته، لاسنیوی او همکاري د د دروند مسوولیت له مخې تا تباه کوي. پداسې حال کې چې ټول تاته وایي دا ستا مسوولیت دی؛ ترڅو د نه ادا کولو په صورت کې حتی که توانېږې هم نه په تا کې د ګناه احساس ایجاد کړي.

مرسته او همکاري ستا مسوولیت ندی؛ مه یې پدېخاطر کوه، دا احساس تا له په دروني لحاظ له منځه وړي. هم دې یوه نه دوې کېږي؛ ځکه اراده او نیت چې سم نشي له نورو سره مرسته تاته هېڅ ګټه نه رسوي. ته چې کله نیت تغیرکړې؛ هم دننه آرامېږې او هم دې له نورو سره د مرستې کولو توان لس چنده زیاتېږي.

د دروني تغیر دپاره ته د خپلې کورنۍ سره د مرستې کولو پر مهال ویلی شې چې زه دا مرسته له دوی سره د مینې په خاطر او یا د خدای د رضا په خاطر کوم؛ نه د دې په خاطر چې دوی ما ښه وبولي او یا هم زه غواړم ځان مهم او یا ارزښتمن ثابت کړم او یا هم په ځان کې د ګناه احساس ختم کړم.

په دین کې هم مسله همداسې ده، چې نیت دې باید د خدای رضا وي.

نن د رواني روغتیانړیواله ورځ ده. زموږ ټولنه پدې برخه کې بېخي ډېر بنیادي کار ته اړتیا لري.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000