قرآن کريم کې شپږ وارې په آسمان او درې وارې په داسې ستورو قسم شوی چې ځانګړي مشخصات او کايناتي ارزښت لري. د قرآن کريم دا نهه واړه قسمونه چې د نوې کاينات پوهنې او ستورپوهنې د متفق عليه تحقيقاتو په رڼا کې مطالعه شي، د انسان غوني ورته ځيګ شي. دا هر يو قسم ځانګړې او تفصيلي کايناتي تشرېح غواړي خو زه چې کوم قسم ډېر حيران او متأثر کړی يم، هغه د سورت نجم د لومړني آيت قسم دی. خدای تعالی فرمايي: “وَٱلنَّجۡمِ إِذَا هَوَىٰ.” “قسم دی پر ستوري کله چې راولوېږي/ سقوط وکړي.”
نجم په عربي کې ستوري ته وايي خو دلته يواځې د ستوري يادونه نه ده شوې بلکې ځانګړی کيفيت يې هم بيان شوی. “هوی” په عربي کې د رالوېدو، راغورځېدو او سقوط په معنا دی. د ستوري رالوېدل يا سقوط څه معنا او دا دومره مهمه خبره ده چې خدای تعالی پرې قسم ياد کړی؟ نوې ستورپوهنه کې د بلک هول Black Hole يا تور سوري په نوم کايناتي پديدې کشف هومره جالب او حيرانوونکی دی چې ستورپوهان او د کاينات پوهنې څېړونکي يې د يوويشتمې پېړۍ د ستورپوهنې تر ټولو لويه لاسته راوړنه بولي. ستورپوهان اوس په دې باور دي چې بلک هولونه د کايناتو تر ټولو عجيب او سرنوشت ټاکونکي اجرام دي. د شلمې پېړۍ لوی ساينسپوه آلبرټ آينسټاين په ۱۹۱۵ کال کې په کايناتو کې د بلک هول موجوديت د خپلو رياضيکو محاسبو او د نسبيت د تيورۍ له مخې ثابت کړ. په ۲۰۱۵ کې ساينس عملاً بلک هول کشف او په ۲۰۱۹ کې يې د بلک هول لومړنی حقيقي انځور هم واخيست.
ستورپوهان وايي، کله چې زموږ تر لمر درې وارې يا تر دې لوی ستوری د خپل عمر پای ته ورسيږي، ټوله ماده Mass يې د خپلې هستې Core د شديدې جاذبې قوې Gravity تر اغېز لاندې په يوه ډېره وړه نقطه کې سقوط يا Collapse کيږي، سترګې برېښوونکی ستوری ناڅاپه ورکيږي او تر شا يې يو داسې تک تور سوری پاتې کيږي چې له جاذبې قوې Gravity څخه يې حتا نور يا رڼا هم نشي تښتېدلای او د مکان او زمان SpaceTime په څادر کې يوه ژوره کنده جوړوي. ساينس تر اوسه نه پوهيږي چې د بلک هول دننه دنيا او حالت څه ډول دی ځکه بلک هول مطلق تياره دی او د جاذبې قوه يې هومره زوروره ده چې هر څه يې د پېښې افق Event Horizon په نوم يوې دايرې ته ولويږي، د بېرته راستنېدو هېڅ امکان يې نشته.
خدای تعالی د سورت نجم په نورو آيتونو کې د ستر انسان، رسول الله صلی الله عليه وسلم د معراج ملکوتي سفر ته اشاره کړې او دا ستوری يې له “سدرة المنتهی” يعنې د پای يا انتها د بېرې له ونې سره تشبېه کړی. په عکسونو کې يې ليدلای شئ. بل ځای وايي “إِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ ما یَغْشی.” “کله چې راونغاړله د بېرې ونه هغه څه چې راونغاړله.” ساينس وايي، بلک هول ډېرې عظيمې تيارې رانغاړلی وي او کله چې ځان ته نږدې ستوري له ستوني تېر کړي، شاوخوا يې هومره رڼا شي چې انساني سترګې يې د ليدو تاب او توان نه لري. دې آيت کې ښايي همدې عظيمې تيارې يا سترګې برېښوونکې رڼا ته اشاره وي. والله اعلم.
د همدې سورت په يو بل ځای کې د ستر انسان، رسول الله صلی الله علیه وسلم د معراج ملکوتي سفر ته په اشارې ويل شوي “مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ لَقَدۡ رَأَىٰ مِنۡ ءَايَٰتِ رَبِّهِ ٱلۡكُبۡرَىٰٓ.” “د (نبي عليه السلام) د سترګو ديد خطا نه شو او تېر نه ووت بلکې د خپل رب د خورا لويو نخښو څخه يوه نخښه يې وليده.” دې آيت کې ښايي دې ټکي ته اشاره وي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د معراج د ملکوتي سفر پر مهال د کايناتو تر ټولو لوی بلک هول ليدلی و. والله اعلم.
د همدې سورت په يو بل ځای کې د سدرة المنتهی په هکله ويل شوي چې “عِندَهَا جَنَّةُ المَأوَی.” “ترڅنګ يې مأوی جنت دی.” آلبرټ آينسټاين او مشهور بريتانوی فزيکپوه سټيفن هاکينګ دواړه په دې باور وو چې تر بلک هولونو هاخوا ښايي بله دنيا يا بل کاينات وي او قوانين یې ښايي زموږ د دې دنيا او دې کايناتو له قوانينو سره ډېر فرق ولري. د بلک هولونو بحث ډېر جالب دی، زما هيله دا ده چې تاسې هر يو حد اقل سورت نجم په تدبر سره مطالعه کړئ، ژور فکر پکې وکړئ، ښايي د خدای تعالی د جلال او عظمت نخښې مو زړونه ورېږدوي، له سترګو مو اوښکې وبهوي او د پاخه ايمان مسير ته مو برابر کړي، ان شاء الله.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ