تر پلار یې، نور خلک ډېر خیال ساتي

مازیګر چې لا د لمر سترګه ولاړه وي، زه او د شنو چایو ترموز سره ملګري کېږو، کله په باغ کې د څالې پر بام کېنم، کله د کلي فوټبال ته ناست یم، کله نږدې غره ته ولاړسم، د غره له لمنې د خړو کورونو ننداره کوم. کله د مانده په پستو شګو کې پښې […]

Read More

کشر هلک ځان زندۍ کړ

سرمعلیم صاحب ځوان و، خو چې موږ فارغېدو، د ده په توره ږېره کې ګڼ سپین ویښتان راپیدا سوي وو. په دې دومره وخت کې موږ نه د ده خندا ولیده، نه نرمه خبره. ټول پوهېدو چې دا هر څه د ښوونځي د نظم او کنټرول لپاره کوي. زه په اووم ټولګي کې وم. یوه […]

Read More

“دعا کوه مورجانې مرمه”

حیات الله ستومانه بالښته ته ډډه ووهله، د اوبو پیاله یې په غاړه واړوله. ـ مورې نه پاتېږم، دوکاندار بېخي پازاب کړی یم، پیسې غواړي. دا وار خو یې د څو ورځو اوړه په پور راکړل، که خلاص شو، بیا چې په ټول کلي وګرځم هم نه یې راکوي. یوه جمعه کېږي، د ولسوالي بازار […]

Read More

د کاروان د شعر سندریزه ژبه

د شعر او نثر لوی توپیر دا دی چې نثر ناموزونې خبرې دي او شعر موزون کلام دی، خو د شعر موزونوالی هم تر ډېره د هغه په داخل پورې نه په خارج پورې تړلی دی، یعنې په شعر کې لومړی دې ته نه کتل کېږي چې څه یې ویلي دي بلکې دې ته کتل […]

Read More

“انګور کیلو په شل، خو ام دانه په سل خرڅېږي”

په میوند کې زموږ د انګورو دوه غټ باغونه دي، ملګرو ته مې غورې کولې چې راسئ، که خلاص سو بیا به ګیله نه کوئ. مازیګر رفیع الله زنګ کړی و، چې حتما درځو. هغه مې له نږدې ملګرو دی، نو مې صدیق او بسمل هم وریاد کړل، چې حتما یې درسره راوله. د دراوزې […]

Read More