د رادار او دفاعي سیستم بنسټونه

کاینات داسې ډیزاین شوي چې په هره برخه کې یې هر شی په بېلابېلو ډولونو موجود دی. همدا مهال زموږ په شاوخوا کې ټول هغه شیان په یوه بېله بڼه موجود دي چې راکټونه، رادارونه او بل هر څه ترې جوړېږي. اوس موږ ته دوه کاره را تر غاړې دي؛ یو دا چې کایناتو ته خپله غوښتنه مطرح او د یوې پدېدې په تیوري ځان پوه کړو. دویم د هغه د عملي کولو لپاره باید له کایناتو څخه خواره واره مواد را ټول او مطلوب شی ترې جوړ کړو. که خبره نوره هم ساده کړم نو مطلب دا دی چې په کایناتو کې هر څه په باالقوه او باالفعل ډول موجود دي، له موږ څخه فقط دومره کار غواړي چې دواړه سره یو ځای کړو.

 لس کاله وروسته چې ستا کوم زوی پیدا کېږي هغه اوس هم په کایناتو کې په یوه بله بڼه موجود دی، د جوړښت تیوري او مواد دواړه یې شته، خو موږ یې ځکه په لابراتوار کې اوس نه شو تولیدولای چې د انسان د تولید په کار لا پوره خبر نه یوو او تر اوسه لا دغسې قوي وسایل هم نه لرو. «البته دلته زما هدف هغه اوسنۍ ټکنالوژي نه ده چې د نر او ښځې له سپرم څخه په سایسني مېتودونو جین تولیدوي، زما مقصد تر سپرمونو هم ورهاخوا مرحله ده چې په راتلونکې کې له هغو موادو سپرم جوړېږي.»

دا پاس اوږدې خبرې مې د دې لپاره وکړې چې زموږ په شاوخوا کې هغه تیوري او ټول هغه مواد په نورو شکلونو موجود دي چې رادارونه او پرمختللي دفاعي سیستمونه ترې جوړېږي. د رادار او دفاعي سیستمونو بحث له علمي اړخه ډېر زوړ دی او دا وسایل تیار کشف شوي دي، نوي اختراعات نه دي، نو ځکه یې کار اسانه دی.

رادار څنګه کار کوي؟

د رادار د کار اصل دا دی چې هدف ته څپې لېږي او هغه څپې بېرته تر لاسه کوي چې په همدې طریقه د خپل هدف اړوند موږ ته مالومات راوړي. دا داسې مثال لري لکه څوک چې ستا کور ته راځي او ته وار له مخه یو څوک د څار لپاره لېږې او څارونکی د کس تر راتګ مخکې تا ته ټول حال راوړي چې فلانکی را روان دی، دا یې سرعت، موقعیت او مسیر دی، اماده‌ګي نیسه!

خو اوس شاید دا سوال پیدا شي چې رادار څپې څرنګه لېږي او تر لاسه کوي؟

د رادار په سیستم کې یوه پرزه ده چې مګنېټرون نومېږي، دا پرزه په قوي مقناطسي میدان کې د برېښنايي جریان په شکل الکټرونونو ته چټک حرکات ورکوي. له دې حرکت سره سم یو قوي الکټرومقناطسي جریان ته زمینه برابرېږي، دا جریان انتن ته انتقالېږي، انتن یې په الکترومقناطسي څپو بدلوي او فضا ته یې خپروي.

دا څپې د نور په سرعت حرکت کوي چې په یوه ثانیه کې درې‌لکه کیلومتره دی. کله چې دغه څپې له هدف، مثلا را روانې الوتکې څخه ونښلي انعکاس کوي او بېرته یې د رادار انتن تر لاسه کوي. د رادار هغه سویچ چې څپه لېږي او بېرته یې تر لاسه کوي ډوپلیکسر نومېږي، دنده یې دا ده چې د څپې د لېږلو پر وخت د څپو تر لاسه کول بند کړي او  د تر لاسه کولو په وخت لېږل ودروي.

کله چې څپه له هدفه بېرته را منعکسه شي ډېره زیاته کمزورې کېږي، د دې ستونزې د حل لپاره یوه بله پرزه جوړه شوې چې څپې قوي کوونکې او د شور کموونکې نومېږي. وظیفه یې دا ده چې څپه قوي، خو اضافي شورماشور ضعیف کړي. د څپې دقوي کولو طریقه داسې ده چې همدا کمزورې څپه د ټرانزیسترونو له لارې لوی برقي جریان ته امر کوي او په دې سره څپه زوروره کېږي. د امر کولو مطلب دا دی چې همدا کمزوری موج لوی برېښنايي جریان د ځان تابع کوي او په دې سره قوت پیدا کوي. همداراز د شور کمولو لاره بیا دا ده چې داخلي سیسټم ډېر حساس او یخ و ساتل شي چې تقویه شوې څپه ارامه ترې تېره شي.

له دې پړاو وروسته څپه میکسر ته ځي او هلته یې فریکونسي کوچنۍ  کېږي، د فریکونسي د کوچني کولو وجه دا ده چې بیا د څپې تحلیل ډېر اسانه کېږي.

له دې وروسته څپه د کمپیوټر پراسیسر ته ځي، هلته د هدف د سرعت، موقعیت او مسیر محاسبې کېږي او پایله تر مخ را ته ږدي. د هدف په اړه دا مالومات د ډېرو ساده محاسبو  او تګلاره په اساس تر لاسه کېږي.

له رادار څخه د الوتکې یا میزایل واټن داسې حسابل کېږي:

د څپې د تګ او راتګ وخت د هغې له سرعت سره ضربېږي او په دوه تقسیمېږي واټن په لاس راکوي. په دوه ځکه وېشل کېږي چې د څپې تګ او راتګ دواړه وختونه په نظر کې نیول کېږي.

دا چې الوتکه یا راکټ زموږ خوا ته را روان دی او که له موږ څه لیرې کېږي، دا محاسبې بیا د «ډاپلر اغېز» په تګلاره کېږي:

د ډاپلر اغېز را ته وايي چې که له یو جسم څخه د تر لاسه شوې څپې فریکونسي ټېټېږي او د څپې اوږدوالی یې زیاتېږي، نو موږ پوهېږو چې هغه شی له موږ څخه د لیرې کېدو په حال کې دی؛ خو که فریکونسي یې لوړېده او اوږدوالی یې کمېده، نو مانا یې دا ده چې زموږ خوا ته را روان دی.

دا د رادار د کار او میکانیزم کیسه وه. ممکن ځینې کسان حیران شي چې دا خو ډېره اوږده پروسه ده، خو دوی باید دې ته فکر وکړي چې دا ټول کارونه د یوې ثانیې په میلیونمه یا تر هغه هم په کمه موده کې تر سره کېږي، علت یې دا دی چې د رادار څپې د نور په سرعت حرکت کوي نو ځکه دا ټول کار او محاسبې کم وخت نیسي.

دفاعي سیستم څنګه کار کوي؟

رادارونه د دفاعي سیستم سترګې او ماغزه دي. کله چې د هدف موقعیت، مسیر او سرعت د رادار په وسیله تعین شي، اتومات یې دفاعي سیستم ته لېږي، هغه ته کار اسانېږي او عمل کوي. په دې سیستم کې د کارېدونکو میزایلو سرعتونه ډېر غټ ټاکل کېږي او دقت یې هم بېخي لوړ وي. مخکې له دې چې را راوانې الوتکې یا میزایل هدف ته ورسېږي د دفاعي سیستم میزایل د رادار له خوا د ورکړل شویو مالوماتو پر اساس اقدام کوي او اهداف له منځه وړي. دا کار د یو څو ثانیو په جریان کې تر سره کېږي، ډېر وخت نه نیسي.

د دفاعي سیستمونو ځینې میزایل د سټینګر غوندې هدف د تودوخیزو وړانګو له لارې تر هغې تعقیبوي چې څو یې ویشتلی نه وي، خو ځینې لوی دفاعي سیستمونه بیا د میزایلو د کنټرول دنده هم رادار ته په غاړه کيې ور اچوي او هغه یې پسې رهبري کوي.

ځینې الوتکې او میزایل ولې رادار نه شي کشفولای؟

عموما د رادار مایکرو څپې له فلزي شیانو سره تر لګېدو وروسته ډېر ښه انعکاس کوي او رادار ته خبر رسوي، خو کله چې د الوتکو یا میزایلو خارجي برخې له غیرفلزي موادو جوړې شوې او یا پرې پوښل شوې وي نو د رادار څپې انعکاس نه شي کولای او په نتیجه کې توغول شوي میزایل ساحې ته پټ داخلېږي.

مخنیوی یې:

مخکې مې وویل چې رادار د څپو د لېږد او تر لاسه کولو په سیستم کار کوي چې د غیرفلزي شیانو پر وړاندې بې‌وسه کېږي. مګر یوه بله پېچلې لاره هم شته چې تر اوسه په رادارونو کې ډېره نه ده کارېدلې، خو په راتلونکې کې به زیات کار ترې واخیستل شي، زه یې شخصاً ډېر پلوی یم.

موږ په کازمولوژي او ستورپوهنه کې له ګرمو اجسامو څخه وتونکې وړانګې پلټو او د هغوی په اړه له زیاتو مالوماتو برخمن کېږو. میلیونونه او میلیاردونه نوري کاله لیرې له یوه کهکشان یا یوې سیمې څخه وړانګې تر لاسه کوو چې د هغو سیمو په اړه مو له ډېرو کیسو خبروي. دا د حرارتي پلټنې مېتود دی چې په ډېرو اوږدو واټنونو کې اغېزناک دی. یعنې موږ له یو شي څخه را وتونکې وړانګې پلټو او د هغه په اړه مالومات تر لاسه کوو. دا کار د خورا حساسو سینسرونو په مټ کېږي چې ډېر کمزوري تشعشات هم پلټلای شي. په جیمزویب ټلسکوپ کې د دې سینسرونو حساسیت دومره قوي دی چې کابو په څلور‌لکه کیلومتره واټن کې که یوه مچۍ حرکت کوي، د وزرونو له خوا تولیدېدونکې حرارتي وړانګې یې پلټلای شي.

که د اوسني نسل په رادارونو کې دغه تکنالوجي ور زیاته شي، بیا هر فلزي او غیر فلزي میزایل یا الوتکه لیدل کېدای شي. خو دا ډېرې د لوړې فریکونسي څپې دي چې په لنډو واټنونو کې یې عملي کول د اوس لپاره یو څه ګران کار دی، خو که تطبیق شي د رادارونو او دفاعي سیستمونو په نوعیت او ځواک کې به ډېر لوی تغییرات راولي.

د افغانستان حالت:

پرمختللي رادارونه او دفاعي سیستمونه غټو پیسو، مسلکي کسانو، کلکې ارداې او ګډو ګروپي کارونو ته اړتیا لري. که اراده موجوده شي، په څو کلونو کې په دې برخه کې یو څه پرمختګ کولای شو. نه په یوازې ځان څه کېږي، او نه هم باید ټول کار په پیسو وشي. موږ هم کولای شو چې د نړۍ د دې ساینسي کاروان لارویان شو، ناممکنه نه ده.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000