د بدن او شخصیت په جوړښت او وده کې د ښځې  ونډه

ځینې ناپوه او بې‌انصافه کسان ښځو ته د سپکاوي په سترګه ګوري او کله ناکله ورته د کم‌عقلۍ او نورو ناوړه الفاظو نسبت کوي. دوی نه پوهېږي چې د دوی د وجود پیل، جوړښت، وده او شخصیت د یوې ښځې له بدن، زغم، قربانۍ او پالنې سره تړلې دی.

د انسان ژوند د یوه نارینه او یوې ښځې د بدن له دوو ډېرو کوچنیو حجرو څخه پیلېږي؛ د نارینه جنسي حجره (سپرم) او د ښځې جنسي حجره (اووم) دي. دا دواړه حجرې د انسان د نسل د دوام لپاره ضروري دي، او د مور او پلار د ژنتیکي (ارثي) ځانګړنو په انتقال کې هر یو خپل رول لري. خو کله چې د انسان د بدن جوړېدل پیل شي، نو د ماشوم د وزن، وینې، هډوکو، غوښې، اندامونو او عمومي ودې په جوړېدو کې د مور ونډه تر ټولو ستره او بنسټیزه ده، ځکه ټوله وده د مور د بدن په داخل کې، د هغې د وینې، غذا او طبیعي ملاتړ په وسیله ترسره کېږي.

د نر جنسي حجره (سپرم) شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ مایکرومتره (µm) اوږدوالی لري، او د ښځې جنسي حجره (اووم) شاوخوا ۱۰۰ مایکرومتره (µm) قطر لري. په داسې حال کې چې نوی زیږېدلی ماشوم شاوخوا ۳.۲ کیلوګرامه وزن لري، چې دا وزن نږدې ۱.۳ ټریلیون ځله تر سپرم دروند دی. د دې معنا دا کېږي چې د ماشوم په لومړني فزیکي جوړښت او وزن کې د مور د بدن له غذايي موادو، وینې او طبیعي سیستم څخه په جوړ شوي جنین کې د مور برخه ۱۳۰۰ میلونه ځله تر پلار زیاته ده، یعنې مور د ماشوم د وجود د جوړېدو او ودې اصلي سرچینه ده، ځکه ماشوم د مور په رحم کې د هغې د ژوندانه له موادو تغذیه کېږي.

له جنیټکي پلوه ماشوم نیمایي ځانګړتیاوې له مور او نیمایي له پلاره اخلي، خو د جنین د بدن جوړېدل، وده، غذا، وینه، اکسیجن، معافیت او لومړنۍ پالنه په بشپړه توګه ټوا د مور د بدن او قربانۍ په وسیله ترسره کېږي.

کله چې ماشوم وزېږي، د مور رول ختمېږي نه، بلکې لا زیاتېږي. د ۶ میاشتو ماشوم وزن معمولاً شاوخوا ۷.۵ کیلوګرامه وي چې ۵ ټریلیون ځله تر سپرم دروند دی ، او دا وده په ډېره اندازه د مور د شیدو او پالنې په برکت رامنځته کېږي. همدارنګه، د ۲ کلن ماشوم وزن عموماً شاوخوا ۱۲ کیلوګرامه ته رسېږي. دا هم د مور د شیدو، د هغې د زحمت، پاملرنې، روزنې او قربانۍ پایله ده. نو د انسان د ژوند د پیل څخه تر لومړیو دوه کلونو پورې د مور ونډه د تصور تر پولې لویه ده.

تر زیږون وروسته، په ځانګړې توګه د ژوند تر اوو کلونو پورې، د ماشوم د دماغ، فکر، ژبې، عاطفې او شخصیت بنسټونه په چټک ډول جوړېږي. په دې پړاو کې ماشوم تر ټولو زیات د مور تر سیوري لاندې وي، نو د مور مینه، پالنه، خبرې، تربیه او چلند د ماشوم د فکري او رواني جوړښت په جوړولو کې تر ټولو ژور اغېز لري. د ایپی‌جنیټیک فکتورونو له مخې هم د مور ونډه ډېره مهمه او غالبه ښکاري، ځکه د جنین ټول ژوند، غذا، او بدني، فکري او دماغي وده او چاپېریال د مور په بدن، تربیې او عاطفي اړیکوپورې تړلی وي. له همدې امله، د انسان د پیدایښت او ودې په بهیر کې د مور رول تر ټولو ستر، بنسټیز او حیاتي دی.

له دې ټولو سره سره که څوک ښځه سپکوي او هغې ته د کم‌عقلۍ نسبت کوي، په حقیقت کې د خپلې ناپوهۍ، بې‌انصافۍ او اخلاقي کمزورۍ څرګندونه کوي. په ځانګړي ډول که ځینې دیني علما دا کار کوي، له دوی ډېره زیاته ګیله کېږي، ځکه اسلام په مجموع کې انسان او په ځانګړي ډول ښځې او مور ته ډېر لوی مقام ورکړی دی.

قرآن کریم ښځه او نارینه د انسانیت په اصل، ایمان، فطرت، کرامت او شخصیت کې یو شان معرفي کوي، او د حقوقو او مکلفیتونو له مخې یې اړیکه متوازنه او متناسبه بولي. په ځینو برخو کې ښځې ته ځانګړي حقوق ورکړل شوي او په ځینو مکلفیتونو کې یې له نارینه سره توپیر شته، چې دا توپیر د طبیعي مسؤلیتونو او د ژوند د نظم له مخې بیان شوی دی، نه د کرامت او ارزښت د کمښت له مخې. پدې باب د ژورې مطالعې لپاره لاندې آیتونه په غور سره ولولئ:

  • د انسان ګډ اصل: النساء 4:1
  • د زوجیت فلسفه: الأعراف 7:189
  • د واده حکمت او سکون: الروم 30:21
  • د تقوا پر بنسټ عزت: الحجرات 49:13
  • د ښځې او سړي روحاني مساوات: الأحزاب 33:35
  • د عمل اجر برابر دی: آل عمران 3:195
  • د نیک عمل بدله: النحل 16:97
  • عدالت او جزا:غافر 40:40
  • ښځې او نارینه د یو بل ملاتړي دي: التوبة 9:71
  • میړه او ښځه یو بل ته لباس دي: البقرة 2:187
  • د ښځو سره ښه چلند: النساء 4:19
  • مهر د ښځې حق دی: النساء 4:4
  • د نکاح او عدالت اصل: النساء 4:3
  • ښځې د میراث حق لري: النساء 4:7
  • د میراث تفصیل: النساء : 11–4:12
  • د ښځې د ملکیت حق: النساء 4:32
  • حقوق او مسئولیتونه: البقرة 2:228
  • د طلاق پر مهال انصاف: البقرة 2:231–232
  • د طلاق قانون: الطلاق 65:1
  • د طلاق وروسته نفقه: الطلاق 65:6
  • شهادت په مالي معاملاتو کې: البقرة 2:282
  • حیض او طهارت: البقرة 2:222
  • د ښځې عزت ساتنه: النور 24:4
  • د افک غندنه او د ثبوت شرایط: النور: 24: 11–20
  • د ښځو حجاب او عفت: النور 24:31
  • د ښځې د امنیت تدبیر: الأحزاب 33:59
  • د پیغمبر ﷺ د کور احترام: الأحزاب 33:53
  • د ښځې فریاد اورېدل: المجادلة 58:1
  • د فرعون د ښځې مثال: التحريم 66:11
  • مریم (ع) د پاکۍ نمونه: التحريم 66:12
  • د لوڼو سپکاوی غندل: النحل 16:58–59
  • د نجونو ژوندي ښخول غندل: التكوير 81:8–9
  • د مور او پلار حق: لقمان 31:14
  • د مور قرباني: الأحقاف 46:15
  • د کورنۍ مسئولیت: النساء 4:34
  • د اختلاف پر مهال د ښځې حق: النساء 4:128

له دغو آیتونو څخه ثابتېږي چې قرآن ښځه د انسانیت په اصل، ایمان او اجر کې له نارینه سره برابره ګڼي؛ د عزت، مهر، نکاح، طلاق، میراث او ملکیت حق لري؛ د ټولنې د اخلاقو او پاکۍ له نظره محترمه ده؛ له ظلم، سپکاوي او جاهلي دودونو څخه باید خوندي وساتل شي.

همدارنګه، قرآن د مور مقام داسې لوړ بیانوي چې د انسان په ژوند کې د مور قرباني، زغم، پالنه او مهرباني د بل هېڅ مخلوق له نقش سره نه شي پرتله کېدای.

د ښځې د طبیعي ځانګړتیاوو او ستر رول په باب ډېر زیات بحث کېدای شي، خو که رالنډه کړو، ویالی شو چې:

  • د ښځې عاطفه او مینه تر زیاترو نورو مخلوقاتو زیاته او ژوره ده.
  • ښځه په طبیعي ډول وفاداره، باوقاره او د کورنۍ د ثبات سرچینه ده.
  • ښځه لوړ زغم، صبر او حوصله لري.
  • ښځه د اولاد او د ژوند ملګري لپاره د قربانۍ ځانګړی استعداد لري.
  • د ماشوم په پالنه، تربیه او روزنه کې د ښځې نقش بې بدیله دی.

د یو متمدن، شریف او باعزته انسان، ټولنې او هیواد یوه لویه نښه دا ده چې د ښځو په وړاندې یې نظر، چلند او عمل انساني، عادلانه او باوقاره وي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000