د سارتر د خولی قول دی چې لیکوال مسول دی؛ ددې ساده جملي تفسیر دادی چې لیکوال د ټولني د ستونزو هیلو او پیغامونو او خبرو په رسولو او روښانه کولو کې د خلګو په وړاندي مسول دی؛ که لیکوال دا مسولیت ونه پیژني انګیزه له لاسه ورکوي؛ د انګیزې نشتون د لیکوال لپاره تر ټولو لویه تراژیدي ده ځکه دا هغه وخت دی چې د خپلو لیکنو له اغیزه ناخبره پاتیږي؛ که دا حالت درک نکړي لیکوالي یې دریږي.خو
د مسولیت درک څه دی؟ دا پوښتنه زیات اړخونه لري او خدای چې تر نورو خلګو لیکوال ته دا اعزاز ورکړی دی چې خبل حالات څرګند کړي ورسره یې دي مسولیت ته هم باید چمتو واوسې؛ چې د دوو په ځای سترګي باید څلور کړي.د
دا درک کړي چې دا ټولنه کومو موادو ته اړتیا لري؟ له نورو ژبو سره یې په کومو لارو سیاله کولی شم؛ کوم مواد باید ژبي ته راوړل شې او د کومو مسالو مطرح کول لازم دي.
استاد اکبر کرګر له څه وخت را هیسې پیژنم؛ له څه وخت را هیسې د پښتو لمن ته د تخلیق ژباړي او څیړني له لاري نوي او تازه ډالۍ ورکوي او دا ژبه نازوي .زه دی د سارتر په قول مسول لیکوال بولم او رښتیا خبره دی چې دا مسولیت یې درک کړی هم دی.
زما د استاد اکبر کرګر د اثارو سره لومړی شناخت د هغه له انځورونه که هنداره کتاب نه وشو؛ دا کتاب مې چې کور ته راوړو حیران وم؛ ځکه د راغلیو کیسو په محتوا نه پوهیدم خو دا مې حس کوله چې ایا امکان لري یو لیکوال دي پوره کتاب بې مانا ولیکي؟ دې پوښتني ته مې ځواب نه وه نو هڅه مې کوله زر یې په کیسو وپوهیږم؛ د هغه کتاب یوه کیسه د زندان لیک نومیده؛ ما چې ولوستله داسې ګمان مې ورباندي وکړ چې ګواکې لیکوال غواړي وښیې چې هر څه لیکل شوي دي؛ زموږ د پوره مبارزي باوجود هم هر څه د لیک په رقم پای ته رسیږې؛ خو څو کاله وروسته چې مې. خپله د استاد کرګر سره بحث وکړ هغه ویل نه! زما مطلب داوه چې ژوند تمامیږې او دا ژوند له محرومیتونو ډک دی که غواړي خپلي هغه ارزوګاني چې ورته رسیدای نشې په خیال کې ورته ورسیږي یا د خپلو ارمانونو هیلو او توقوع ګانو مجسمه انځورګري وکاږي نو لیکوال شه او لیک ته پناه یوسه.تر
دې وروسته مې خوندور احساس درلود؛ د کیسو ذوق او شوق مې بدل شو تل به په هغو کیسو پسې سرګردانه وم چې نوري ماناوي به یې راته لرلي او له نیکه مرغه په دې کیسو کې د استاد کرګر کیسې پریمانه راتللي.
مشهوره خبره ده وایې لوی لیکوالان کله هم د ټولني سطحي ته ځان نه را ټیټوي بلکي هڅه یې دا وي چې ټولنه د خپل ذوق په اندازه پورته بوزي. ؛ په دې کې شک نشته چې استاد کرګر او راز محمد راز له دې ډلي دي.
دوی کله هم د ټولني په مزاج لیکوالي نه کوي؛ د ټولني مزاج کله نا کله سطحي وي؛ نن سبا تر تسنیم اندیش درد او نورو اعلي شاعرانو بخت زاده دانش منیر او ازل جي زیات لوستوال لري نو دا خو ددې مانا کله هم نه ورکوي چې د تسنیم شاعري مانا نلري یا د کار خبري نلري واقعیت خو دادی چې د هغوی شاعري د پښتو نماینده شاعري ده او کم لوست یې په دې دلالت کوي چې هغه ښه شاعران دي.
لیکوالي هم همداسې ده؛ زیات لیکوالان د ټولني له مزاج سره سم چلیږي دوی داسې خبري نه لیکي چې د عامو په ذوق او شوق نه وي برابري. دوی ډار لري چې وبه نه لوستل شې خو یو لړ لیکولانو دا طلسم مات کړی دی ؛دوی د نوي او معاصري لیکوالي هغه ټول صنفونو کې د قلم نه کار اخیستی دی چې نن سبا د ښې لیکوالۍ تومنه ده ورباندي او ددي تر ټولو لوی مثال استاد کرګر دی.
تر کیسو ور ها خوا یې ناولونه له خورا نویو او جالبو موضوعاتو ډک دي او زه ګمان کوم په افغانستان کې به لومړنی لیکوال وي چې په ګوډګر ریالیزم سبک باندي یې خپله طبعه وا ازمایله او د اراوحو د ښار نومي اثر یې ورباندي ولیکلو.
تر تخلیق ور ها خوا د استاد څیړني خورا زیات ارزښت لري؛ ځکه دا هم د محتوا او هم د مضمون له پلوه نوي لیکني او څیړني دي؛ پښتو ته د کامو اثر په اول وار په دوه زره اتلس کې راغی تر هغه مخکي چا نه پیزانده یا که یې پیژانده هم خورا محدودو لوستوالو پیژاند مګر استاد په دوه زره پنځم کال کې ورباندي مفصلي مقالي لیکلي دي او د ادبیات او دانسان دنني نړي نوم یې ورکړی دی.
د فلسفي او ادبیاتو هغه اړیکه چې له زیاتو خلګ نا درکه وه او دایې دوه بیلي برخي بللي؛ استاد لومړی وار په دې موضوع باندي کار وکړ او د فلسفي ادبیاتو تړاو نومي کتاب یې ورباندي ولیکه.
***
دغني خان حماسو او اساطیرو بایزید روښان او د شعر په ماهیت چې استاد کومي څیړني وکړي ډېره کمه ثاني به یې وموندل شې.
ما په وارو وارو د هغه سره بحثونه کړي دي او دا مې حس کړی ده چې هغه د نړۍ له ادب په تېره بیا د کافکا کامو همینګوي او نور مشهورو لیکوالو او د هغوی له اثارو سره ژور تړون لری او داغه لامل دی چې ځانګړی نظریه هم ورباندي لري.
زما ښه یاد دي چې پردی او استاد مجروح جبر او اختیار مې ګډ لوستي ول؛ ډېرو خلګو سره مې بحث وکړ زما خبره داوه چې مجروح صاحب وایې انسان چې له دریو شیانو سره اړیکه ونلري د پردیتوب احساس کوي د خدای طبیعت او خلګو سره؛ نو ایا د کامو پردی همداسي دی ؟ټولو د هو ځواب راکړ مګر استاد راته ویل چې نه! د کامو پردی هغه دی چې په دروغجنه ټولنه کې رښتیا وایې؛ د کامو پردی هغه دی چې په سنتي او سخت دریځه ټولنه کې یو حقیقت درک کړي او خلګو ته یې وښیې.
په لنډه توګه هغه سړی پردی دی چې حقیقت ورته مالوم وي چې دا لږ دي؛ مګر دی یې ظاهرولی نشې او ډېر یې ښیی او دا پردی توب کوم نسبي شی نده چې کله به وي کله نه وي ان انسان په خپل وجود کې هم پردی کیدلی شې؛ که یو کار ستا زړه نه غواړي خو کو یې نو ته او زړه سره پردي یاست.دغسې
نور زیات موضوعات دي چې ما او استاد ورباندي غږیدلي یو او تل تل مې متفاوت څه اوریدلي دي.لکه
ما چې وړاندي وویل د استاد د موضوع انتخاب زما سخت خوښ دی تل جالبه او نوي موضوع خوښوي په داسې لارو د خپل قلم اس ځغلوي چې نور یې نشې کولی دی هلته د قلم څوکي ږدي او خبري لیکي.څوم
میاشتي مخکي یې ماته ویلي وو چې په کافکا کار کوم؛ کافکا زما د خوښې لیکوال دی او خدای خو سته استاد مې سخت زیات ورباندي غږولی هم دی؛ خو بیا مې هم اندیښنه وه چې دا کتاب زر خپور شې نن خبر شوم چې خپور شوی دی استاد او موږ ته دې زیات او ځانګړی مبارک وي.
کافکا د معاصر ذهن تر ټولو زیات لوستل شوی لیکوال دی؛ خو دده کیسې مبهمي دي زیاتي خبري لري او له هري خبري یې زیات تعبیرونه کیدلی شې.
زه خوشال یم چې د کافکا د اثارو او لیکوالي اړوند پښتو له یو داسې ارزښتمن اثر نه برخمنه کیږې.
ددې اثر لوست به مو د کافکا پر لیکوالي باندي غور او فکر ته اړ باسي.
ما یو وخت استاد پوښتلی وو چې د کافکا کیسې مبهمي ولي دي؟ هغه ویل چې کافکا هغه لکه زموږ به سخت دریځه تولنه کې اوسیدلو او ممکن نه وه چې څه دې زړه غواړي هغه دي ولیکي ؛ نو کافکا ټول لیکل او ټول هغه کارونه چې له ده سره کیدل د ویري په حالت کې ولیکل او دې ویري دی دي ته اړ کړی وو چې خبري مستقیمي نه. بلکي په جامو کې نغښتي وکړي.
زه ګمان کوم د کافکا د هغه ویرو او ډار د وخت د کیسو تعبیر اوس شونی دی او چې د استاد کرګر غوندي ځیرک څوک ور باندي واوړي ضرور به ترې پټ تعبیرونه روا باسې.
پښتو ته استاد ته او موږ تولو ته دي دا اثر زیات مبارک وي
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ