د شیشه ميډيا ماموریت

د شيشه ميډيا موخه د مدني ګډون، ډیموکراتیک پرمختګ او مدني پخلاینې له لارې د بشر حقونو او ټولنو پیاوړتیا ده. موږ باور لرو چې شفاهي تاریخ او شخصي کیسې د ټولنې د نوي کولو او بدلون پیاوړتیا ته زمينه برابروي. زموږ موخه دا ده چې داسې چاپېریال رامنځته کړو چې هر وګړی پکې ارزښتمن وي او د خپلې ټولنې په بریا کې واقعي مرسته وکړاى شي.

موږ د محرومو ډلو پر ملاتړ د تمرکز له لارې، ټولنو ته داسې فرصتونه رامنځته کوو چې يو موټی شي او د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي. د مدني پخلاینې په برخه کې زموږ د هڅو موخه د تېرو زخمونو د پټۍ کولو او د یو عادلانه راتلونکي لپاره د يو داسې ګډ لیدلوري پياوړتيا ده چې ټول پکې له مساوي بشري حقونو برخمن وي. د مثبتو بدلونونو، د ټولنې د بدلولو او د یوې غوره نړۍ د جوړولو لپاره مو تاسو ته غېږه خلاصه ده.

  • کیسې

title

خریطهی سیاهی که درون آن پر از رنگینکمان استشکوفهها مثل برف از درختان به زمین میباریدند،سردی زمستان...

  • شفاهی تاریخ