ټول هغه کسان چې یوې اېډیولوژۍ ته منسوب دي، هغوی خامخا د ځان لپاره خپل اېډیولوژیک چاپېریال جوړوي. د دوی ملګري یوازې د دوی همفکران دي. د دوی ناسته پاسته، ملګرتیا، تفریح، دنده او حتی خپلوي او خېښي هم کله کله د اېډیولوژیکو ملګرو له کورنیو سره کیږي. په پایله کې دا کس د داسې حالت سره مخ شي چې همدا خپل جوړ کړی چاپېریال ورته داسې حیثیت پیدا کوي لکه اکسیجن، ځان ترېنه نور نشي اېستلی.
د اخوان یو مشر ویلي و چې اخوان زموږ لپاره داسې دی لکه کبانو ته چې اوبه دي. ځکه که ځان وباسي هر څه له لاسه ورکوي حتی ژوند.
په افغانستان کې یې یو ښه مثال د افغان-ترک ښونځیو زده کونکي و. هغوی د ټولنې سره په آسانه نه ګډېدل. یو خو یې تر نورو لږه جګه غږوله او بل هغوی ته د ښونځي د ننه، ماحول داسې جوړېدو چې ټولې اړیکې یې د هماغه ښونځي له زده کونکو سره وي. مشرانو زده کونکو ته کشرانو آبي ویل. یعنې مشر ورور. د دوی سره یې په زدکړو کې مرسته کوه، په غونډو او کنفرانسونو کې فارغ شوي آبیان هم را دعوت کېدل تر څو یو له بل سره آشنا شي. دوی ټول بیا هغه اېډیولوژیک جریان ته منسوب و چې فتح الله ګولن جوړ کړی و. که د دوی دندې ته ضرورت کېده، همدوی ورته دنده پیدا کوه، که دوی تفریح کوله، د همدوی سره یې کوله، که دوی هر ډول ټولنیز فعالیت کوه، د همدوی سره یې کولو. حتی په ترکیه کې نغدي مرستې یې هم سره کولې. په پای کې دا ځوان به د هماغه خپلو اېډیولوژیکو ملګرو په محاصره کې و، نړۍ ته به یې یوازې له همغې کړکۍ کتلی شوی. حتی دوی دې چارې ته تشویق کیږي، دوی په دې باور دي چې څومره د دوی غړي یو د بل سره صمیمیت پیدا کړي، په همغه کچه د دوی تړاو د ایډیولوژۍ سره مضبوط کیږي. ځکه خو ډېری وخت په داسې تنظیمونو کې تر ایډیولوژیکې رشتې، عاطفي رشته زوروره کیږي.
بل ښه مثال یې زموږ اصلاحیان دي. دوی هم یوازې په ځان کې ننوتي. خپلو که سره ډېر خواږه دي. خپلوۍ او دوستۍ یې هم سره کړې. یو د بل په درد هم تر ډېره لګیږي. کوم اصلاحي چې چېرته چارواکی شوی هلته یې خپل ښه ډېر ملګري ځای پر ځای کړي. له همدې وجې هغه پخوانۍ ژمنتیا هم پکې نه لیدل کیږي ځکه چې پخوا به خلک له اخلاصه ورتلل او اوس ځوانان هوښیار دي، د دې لپاره ورځي چې د یو لوی نېټورک له ګټو برخمن شي چې له بده مرغه نن سبا د هغې هم خوند نشته، اوس ځوانان هڅه کوي کندهارۍ لهجه، لږ ږیره او پر فیسباکه د ا.ا د ننګې تمرین وکړي.
د دې ډول نېټورکونو سره اړیکې ډېرې ښېګڼې هم لري، بالخصوص د هغه کسانو لپاره چې هغوی معمولي ژوند غواړي او ډېر سرخوږی خوند نه ورکوي. خو بدي یې دا ده چې دا ایډیولوژیک چاپېریال تاسې ته د ټولنې غلط انځور درکوي. تاسې له ټولنې څخه مهجور کوي. تاسې د خپل مخالف لوري سره ملګرتیا او پالل نکوی. د ټولنې له نورو خلکو او مفکورو څخه بې خبره پاتې کېږی. د ټولنې د قضایاو په هکله یوازې هغه اړخ وینی کوم چې ستاسې ایډیولوژیک چاپېریال یې اجازه درکوي. البته هلته کوم انضباط نده درېدلی چې دا کار مکوه، هغه چاپېریال داسې اغېز پر انسان پریږدي چې یوازې هماغه خپل کار ورته سم ښکاري.
زموږ طالبان هم په همدې ستونزه کې ښکېل دي. دوی تر ننه پورې د خپل اېډیولوژیک چاپېریال څخه ندي وتلي. تاسې به نه وي لیدلي چې چېرته ط د کوم کابلي ځوان سره ملګرتیا کړي وي. لوبې یې سره کړې وي، په چکر دې سره تللي وي. حتی د دوی تر مینځ دا پیغور دی چې د غیر ط سره دې ملګرتیا وکړي. عموماً مدارسو کې هم دغه کیسه ده، د مدرسې خلک په خپلو جزیرو کې اوسیږي.
هغوی د یو مکتبي نړۍ هېڅ درک کولی نشي. که کوم طالب وویني چې ملګری یې د کوم جمهوریتي سره ملګرتیا پیل کړې، ناسته پاسته ورسره کوي، د دې پیغور ورکوي. دوی یوازې د هغو سره ملګرتیا کوي چې د دوی په شان فکر ولري، د دوی په شان ځان جوړ کړي. د مثال په توګه، کابلي ځوانان لسټونو ته کفونه ورکوي، غاړې ته چپه یخن ورکوي، که کوم طالب خپل لسټونو ته کفونه او غاړې ته چپه یخن ورکړي، ملګري ورته پیغور ورکوي، وایي دغه دي کابلی شوې. کابلي ځوانان که ږیره پرېږدي هم، خطونه یې صفا کوي، که دا کار ط وکړي، پیغور دی.
کابلي ځوانان ویښتان داسې جوړوي چې څنګونو ته چسپ وي او پر سر ډېر وي، دا ډول وېښتان ط کې پیغور دی. لنډه دا چې اېډیولوژیک چاپېریال تاسې په ځان کې هضموي. دا چاپېریال داسې سافټویر په انسان کې انسټالوي چې نور خپل واک له لاسه ورکوي، هر څه د ډلې په خوښه کوي، هر څه ته د ډلې له عینکو ګوري او ټوله نړۍ ورته په همغه ډله کې خلاصه کیږي. له همدې وجې ویلی شو چې اېډیولوژیکو ډلو ته منسوب کسان تر ډېره پورې رباټانو ته ورته والی لري نه انسانانو ته. رباټانو ته هم چې کوم کمانډ ورکړل شي هماغه کوي، ایډیولوژیکو ډلو ته منسوب کسان هم همداشان دي.
بده خبر یې لا دا ده چې دوی پس له یوې مودې نور له دې چاپېریال څخه د وتو جرأت نشي کولی. ځکه چې وتل ورته په ډېره ګرانه بیه پرېوزي. دوی که له خپلې ډلې بېل شي داسې حیثیت لري لکه ځان وژنه یې چې کړې وي. هر څه له لاسه ورکوي. بېرته له سره ځان سمبالول بیا د هر چا کار ندی.
که چېرې غواړئ د نړۍ ریښتینی انځور ووینی له دې چاپېریال څخه ځان وباسئ.
ليک: احمد ارشاد احرار