پر افغانستان د پاکستان تجاوزګر بریدونه څووم ځل ته ورسېدل. کنړ، خوست او پکتیکا د افغانستان خاوره ده او د افغان ناموس برخه ده. دا ځل یرغل د هېواد پایتخت ته راورسېد. د ژورو مطالعاتو له مخې، دا تکرار به بیا بیا تکرار شي؛ دا یې وروستی نه دی.
پاکستاني پوځ له داخلي بیزارۍ، عملیاتي ناتوانۍ او ولسي کرکې سره مخ دی. په همدې میاشت کې یې په تیراه سیمه کې بمبارد وکړ، چې شاوخوا پنځوس ځایي وګړي یې شهیدان کړل. په قبایلي سیمو کې زموږ زرګونه پښتانه د پوځ د تجارتي جګړو قربانیان شوي دي. کلونه کېږي چې دا وژنې روانې دي. پوځ تل د داخلي ستونزو د پټولو لپاره مصنوعي حالات او د ټکرونو روایت جوړوي. پخوا به هند هدف و، خو اوس غیر اتومي او کمزوری افغانستان دی.
وخت او حالات
دا بمبارد د اسلامي امارت د سیمهییزو بینالمنطقهیي اړیکو د ښهوالي او انډول په دیپلوماتیکه مرحله کې ترسره شوی. دا معنا لري چې پاکستان نه غواړي افغانستان ته مقبوله انتخاب، سیاسي پرمختګ او سیمهییز ثبات ورکړي.
زمینهسازي
له سعودي سره د دفاعي او امنیتي تړون له اعلان نه لا یوه میاشت نه ده تېره شوې. رانا ثنالله ویلي و چې نور پر موږ برید، پر سعودي برید ګڼل کېږي. خو له امریکا سره د دې هېواد ملکي او پوځي مشرتابه ګڼ پټ او ښکاره ملاقاتونه ترسره کړي دي. په ملګرو ملتونو کې یې پیغام دا و چې نړۍ دې د «خطرناک افغانستان» پر وړاندې له دوی سره بسیج شي. داسې ښکاري چې پاکستان په سیمهییزه او نړیواله کچه د خپلو شومو اهدافو لپاره حمایوي نبض مساعد کړی. حتی ځینې افغانان یې د نظر غوښتنې او سیاسي لوبو د مصئون پای ته رسولو په موخه وپوښتل. دا هڅې ټولې د «بد تداوم او آسیب رسولو» په لور روانې دي.
دریځونه او وضاحتونه
پاکستان د دوست او دښمن تر منځ افغانستان ته د دښمن خطاب کړی. عملاً د دښمنۍ او ضرر کارونه کوي، خو افغانستان د عاطفي پیوندونو پر بنسټ د دښمن پاکستان انتخاب نشي کولی. ملي مصالح او واقعي شرایط د داسې رسمي انتخاب ایجاب نه کوي. پاکستان پدې رمز پوهېږي، ځکه جسور دی او بېباکه عمل کوي.
د اړیکو د ښهوالي ګنجایش کم دی، خو ناممکن نه دی. منتها پاکستاني پوځ د دوامدارو تجارتي جګړو او جنګي قراردادونو لپاره هر څه ته چمتو دی. دا یو پوځي دولت دی (Militant state). دوی په جګړهییزو ګټو روږدي شوي دي، او موږ هم.
نتیجه
که د نوک ځواب په سوک ادا نشي، دا بېشرمانه تعدي او بېباکي دوام مومي او لا زیاتېږي. دا «ظاهري بهانې» او غوښتنې یې اصلي نه دي. اصلي هدف یې د افغانستان زیان، تاوان او د جګړو تجارت دی.
په نړیواله ستمکده کې ثابته شوې چې عاجز او صبرناک دولتونه پایمال او محکوم کېږي. د اتوم خاوندان هم پایمال او ذلیل کېدای شي. بس سري سترګې ورته پکار دي، نه مړې سترګې.
ليکوال: اصف ننګ