د شخصیت په وده کې د بېلابېلو فکتورونو رول!

Image

موږ و تاسو د خپلو اولادونو او نوي نسل د متوازن، متعادل او ښه شخصیت په روزنه کې مسوولیت لرو، او د خپل وس او امکاناتو سره سم مثبته برخه اخستلی شو. د انسان شخصیت یوازې د یوه عامل محصول نه دی، بلکې د ګڼو فکتورونو ګډ اثر دی چې د امیندوارۍ د مهال له ژونده   نیولې، د ژوند تر پایه پورې د انسان د فکر، چلند او ارزښتونو په جوړښت کې وده او پراختیا کوي.
لاندې مهم فکتورونه د شخصیت په وده کې اساسي رول لري:

ارثیت یا جنیټیک  (Genetics)
ارثیت د شخصیت د فطري چوکاټ بنسټ جوړوي. د ماشوم ځینې ذهني وړتیاوې، طبیعت، د احساساتي غبرګون ډولونه او د زده کړې وړتیا تر ډېره د جنیټیک له لارې ټاکل کېږي. که څه هم ارثیت بدلېدونکی نه دی، خو د نورو فکتورونو له لارې د دې فطري وړتیاوو په مثبت یا منفي پرمختګ کې بدلون ممکن دی. د فکر ډول، روزنه او چاپیریالي شرایط زمینه جوړوي چې د جنونو کوم خواص متبارز یا کمرنګه شي.

روغتیا او تغذیه  (Health & Nutrition)
ښه تغذیه او فزیکي روغتیا د دماغ د سالم جوړښت او فعالیت، او د شخصیت د توازن لپاره بنسټیز دي. د ژوند په لومړیو کلونو کې د کافي پروټین، ویټامینونو او منرالونو شتون د مغز د جوړښت او د فکري وړتیاوو د ودې لپاره ضروري دي. ناسمه تغذیه او اوږدمهاله ناروغۍ کولی شي د شخصیت پر پرمختګ منفي اغېز وکړي.

عقیدوي سیستم  (Belief System)
د انسان باورونه او عقیدې د هغه د ارزښتونو، هدفونو او ژونددود بنسټ جوړوي. سالم او مثبت عقیدوي سیستم انسان ته د ژوند معنا، اخلاقي چوکاټ او ذهني ثبات ورکوي.

والدین او کورنۍ روزنه  (Parent/Family)
کورنۍ د شخصیت د ودې لومړنی روزنیزمرکز دی. د مینې، درناوي، ملاتړ او سالمې روزنې فضا ماشوم ته پر ځان باور، د اړیکو مهارتونه او اخلاقي عادتونه ور زده کوي. برعکس، کورنی تاوتریخوالی، بې پروایي یا منفي چلند د ماشوم د شخصیت په وده کې ژورې ستونزې رامنځته کوي.

ښوونه او روزنه  (Schooling & Education)
ښوونه او روزنه د ذهن د پراخوالي، منطقي فکر، د ستونزو د حل مهارت پیاوړتیا او ټولنیزې همغږۍ لپاره اساسي وسیله ده. ښوونځی او پوهنتون انسان ته نه یوازې علم ورزده کوي، بلکې د شخصیت د ټولنیز اړخ په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبوي.

ټولنه  (Society)
ټولنیز چاپېریال، دودونه، کلتوري ارزښتونه، ملګري او ټولنیزې شبکې د انسان په چلند، ژبه، دودونو او د ژوند په انتخابونو مستقیم اغېز لري. سالمه ټولنه د همکارۍ، اعتماد او مثبتو اړیکو فرهنګ رامنځته کوي، چې په نتیجه کې د متوازن او عالي شخصیت له جوړېدو سره مرسته کوي.

اقتصادي سیستمونه (Economy)
مناسب اقتصادي وضعیت او مرستندویه سیستمونه د زده کړې، روغتیا، تغذیې او د ژوند د فرصتونو پر کیفیت اغېزه لري. د کافي مالي سرچینو لرل او د هغوی د عادلانه ویش سیستم کولی شي د شخصیت د مثبتې ودې لپاره ښه زمینه برابره کړي، خو اقتصادي کړکېچونه اوبې عدالتۍ د فشار، نهیلۍ او محدودو انتخابونو سبب کېږي.

دین  (Religion)
دین د انسان لپاره د ژوند روحاني او اخلاقي لارښود دی. سالمه دیني روزنه د صداقت، مینې، بخښنې، رحم، همدردۍ، خدمت، هیلې او ټولنیز مسوولیت روحیه پیاوړې کوي، د مسؤولانه ژوند بنسټ جوړوي، او د انسان د ژوند لپاره یو معنوي چوکاټ برابروي.

حکومت  (Government)
د حکومت مثبتې پالیسۍ، د قانون حاکمیت، د فرصتونو برابري، د حقونو خوندیتوب او د فساد کموالی د وګړو پر شخصیت او د هغوی پر ټولنیز باور ژور اغېز لري. عادل او شفاف حکومت د خلکو د فزیکي، رواني او شخصیتي ودې لپاره مناسبه فضا جوړوي، خو استبداد او بې عدالتي د شخصیت د منفي بدلون په زمینه جوړول کې برخه اخلي.

د دې ټولو په رڼا کې ویلی شوو چې متوازن، متعادل او پرمختللی انساني شخصیت د فطري او اکتسابي فکتورونو ګډ محصول دی. که له یادو شوو فکتورونو څخه هر یو په سالم او متوازن ډول پیاوړی شي، انسان کولی شي بشپړ، متوازن او مثبت شخصیت ولري، چې د ځان، ټولنې، بشریت او چاپیریال لپاره د پرمختګ او ښېرازۍ سرچینه شي.

ډاکتر محمد ابراهيم شينواری

Share via
Copy link