“یوه ورځ ګرېګور لۀ خوبه راوېښېږي ویني چې حشره ترې جوړه شوې، ګېډه یې غټه، ملا یې د خوب تخت پورې نښتې او پښې یې کوچنۍ او بې حرکته دي”، د فرانتس کافکا (مسخه) کتاب پۀ همدې عبارتونو پېل شوی، د دغه عبارتونو پۀ اړه دوه خبرې ډېرې د پام وړ دي.
لومړۍ دا چې کافکا د داستان پۀ اړه پۀ هغه راویتونو پښه ږدي چې داستان پېل، منځ او پای لري او د پېل پۀ برخه کې د داستان د ټولو کرکټرونو او تېر پۀ اړه کافي مالومات وړاندې کېږي ترڅو د لوستونکي سر ښۀ خلاص شي، کافکا دلته پېل د کیسې لۀ اوجه کوي، یعنې ترټولو مهمه او د پام وړ خبره د داستان پۀ سر کې راوړي. :” یوه ورځ کله چې ګرېګور لۀ خوبه راويښېږي ویني حشره ترې جوړه شوې”
څوک ګرېګور؟ څۀ کاره او څۀ خبره روانه ده؟ هېڅ مالومات تر دې جملې مخکې نشته_ د کافکا همدا تجربه لوستونکی د کیسې پۀ اړه متجسس کوي چې مخکې به څۀ کېږي او لولي یې، دویمه خبره دا چې د عبارتونو پۀ لوستو لوستونکی فکر کوي چې دا کیسه محض افسانوي بڼه لري او ساعت تېرۍ لپاره ده ځکه هېڅ امکان نلري چې یو څوک دې لۀ خوبه راويښ او حشره دې ترې جوړه شوې وي_ خو برخلاف وروسته کیسه کې هر څۀ ریالیسټیک مخ ته ځي، ولې کافکا پۀ خپله کیسه کې لۀ انسانه حشره جوړوي؟
مختلف برداشتونه ترې کېدای شي، د کافکا لۀ لیکونو څرګندېږي چې لۀ کورنۍ پۀ ځانګړي ډول لۀ خپل پلار سره یې اړیکې چندان جوړې نۀ وي، د پلار بد چلند پکې د کمترۍ احساس پیدا کړی و، مثلا (پلار ته لیک) کې لیکي:” زۀ به ولاړ وم خو تا به مې مور ته وېل چې محترم زوی ته دې ووایه،. . . تا زۀ دومره مهم نۀ ګڼلم چې مخامخ مې خپله مخاطب کړې”، د کمترۍ د همدغه احساس مظاهره د حشرې پۀ کلیمه کوي، یعنې د حشرې پۀ شان ځان سپک احساسوي، لۀ ځانه کرکه کوي یا د کورنۍ پېغورونو د حشرې پۀ شان بې ارزښته کړی وي.
یا کافکا د حشرې کلیمه د استعارې پۀ ډول کارولې، مثلا د حشرې ګېډه غټه ملا یې تخت پورې نښتې یا پښې یې بې حرکته وي، دا د هغه کس د منظرکشۍ هڅه ده چې هر سهار وختي داسې کار ته ځي چې خوښ یې نۀ دی، ملا یې تخت پورې نښتې وي یعنې لۀ خوبه یې زړۀ نکېږي او پښې يې بې حرکته وي، “ګرېګور د دې پۀ ځای چې دې خبرې ته خپه شي چې حشره ترې جوړه شوې دې ته خپه وي چې کار ته به ناوخته ورسېږي حشره کېدل ورته دومره لویه موضوع نۀ ښکاري لکه کار ته ناوخته رسېدل”.
کافکا دلته پۀ مارکسیزم او میټریالیسټیک ټولنو لۀ تورې تېرۀ ګوزار کوي، خو جالبه دا ده چې هېڅ د هغوی یادونه نکوي بلکی د لوستونکي ورته خپله پام کېږي، مېټریالیسټیک ټولنو لۀ انسانه خپله اصلي ستونزه هېره کړې او د مادیاتو او پیسو پۀ جالونو کې یې دومره راګېر کړی چې ځان لپاره هېڅ وخت نلري، حتی ګرېګور پۀ دې خوشاله وي چې حشره ترې جوړه شوې ځکه چې ځان لپاره یې وخت پیدا کړی وي او د کار له کش مکشه او منډو وتی وي، یعنې کافکا لۀ مارکسیستي نظام او ټولنې حېوانیت ته پناه ور وړې”
کورنۍ یې د دې پۀ ځای چې د هغه د جسم حشره کېدو ته خپه شي هغه پۀ دې ملامتوي چې ولې کار ته نۀ دی تللای، کله چې ګرېګور خپل حشره شوی جسم لۀ کوټې راوباسي مدیر یې لۀ ویرې تښتي او مور او پلار یې ورسره تند چلند پېلوي، یوازې خور یې مهربانه پاتې کېږي او ګرېګور لپاره کوټې ته خواړه ور وړي، د وخت پۀ تېرېدو یې مور او پلار لۀ حشره زوی سره عادت کېږي او د تداوۍ لپاره یې هېڅ اقدام نکوي، وروسته وروسته یې کورنۍ خپلو کې خوشاله وي، ګرېګور فکر کوي چې دا د دې د کار برکت دی چې کورنۍ یې نن خوشاله ده خو وروسته ورته هر څۀ غلط ثابت شي، د خور چلند یې هم بدل شي، خور یې لۀ کورنۍ غواړي چې ګرېګور دې ورک کړل شي یا دې ووژل شي، ځکه چې خپلې انساني ځانګړنې او څهره یې لۀ لاسه ورکړې او مونږ نشو کولای دې حشرې سره ژوند ته دوام ورکړو، بل لۀ هغۀ څخه کرایه داران وېرېږي، ګرېګور چې ویني چې کورنۍ یې د دۀ په نۀ شتون خوشاله ده نو د خوړو د نۀ خوړلو اعتصاب کوي او پۀ پای کې مري، تر ټولو ځورونکې دا وي چې کورنۍ یې د هغۀ مړینه د هغۀ د ارامۍ سبب بولي_ جسد یې لۀ کوره غورځوي او پۀ خوشالۍ خپل ژوند ته دوام ورکوي”.
هغه وخت چې ګرېګور انسان وي د خپلې خور لپاره یې خوبونه لیدلي وي، غواړي ډېر کار وکړي او پۀ ځان سختي تېره کړي خو پۀ خور د ښکلیو هنرونو پوهنځی ولولي، لۀ همدې کبله یې خور هم لۀ حشره کېدو وروسته ورسره مهربانه وي خو کله چې یې د وخت پۀ تېرېدو د خور چلند بدل شي نو د ګرېګور احساسات راوپارېږي او زړۀ یې مات شي، پلار یې یو ځل پرې د مڼو ګوزار کوي چې د ګرېګور ټول بدن ترې منتن کېږي، څوک څۀ خبر؟
کۀ د کافکا پۀ دې اثر کې اصلا د ګرېګور کورنۍ مسخه شوې وي او حیوانات د انسانانو پۀ څهرو کې ګرځي؟ ګرېګور سره لۀ دې چې حشره ترې جوړه شوې وي مهربانه او لۀ احساساتو ډک وي، کله چې ویني چې کورنۍ یې لۀ دې پرته خوشاله ده خپل ژوند ته د پای ټکی ږدي، کافکا د انساني اړیکو پۀ اړه تر ډېره بدبین پاتې شوی چې پۀ همدې اثر کې یې هم دا ښکاره کړې چې څنګه یې ټول ښۀ وختونه هېروي او ان وروسته یې څوک د ورورولۍ او زوی ولۍ لحاظ هم نکوي، هغۀ پۀ پوره مانا د ژوند یو بدرنګه تصویر وړاندې کړی.
د حفیظ همیم خبره:
ژوند یو جبر دی یو ظلم دی زغمه یې
نه د تېښتې اجازه شته نه د مړینې
ژوند کټ مټ لکه عذاب چې نازلېږي
ژوند څۀ بله تماشه ده که یې وینې
رفیع الله حلیم