د ځان پېژندنې تر څنګ (چې یو څه معلومات مو پکې وړاندې کړل)، د جهان پېژندنه هم د ژوند په مانا کې بنسټیز ځای لري. انسان په یوه نړۍ کې ژوند کوي چې د نظم، قوانینو او اسرارو ډکه ده. که څوک یوازې ځان وپېژني خو د چاپېریال، طبیعت او کایناتو په اړه فکر ونه کړي، د ژوند بشپړ انځور به ترلاسه نه کړي.
کاینات او د هغه حیرانوونکی نظم او قانونمندي
د انسان له خوا پیژندل شوي او د لېدو وړ کاینات اندازه نږدې ۹۴ بیلونه نوري کلونه ده. دا ۹۴ بیلونه نوري کلونه زماني واټن نه دی، بلکې د فضا د اندازې یا فاصلې اندازه ده. رڼا په یوه ثانیه کې شاوخوا ۳۰۰ زره کیلومتره مزل کوي؛ که دا مزل د ۹۴ بیلونو نوري کلونو په اوږدو کې محاسبه شي، د حیرانتیا وړ لویه فاصله راځي. دا د لېدو وړ کایناتو لویوالی دی!
کاینات د دقیقو قوانینو پر بنسټ روان دي. د ستورو حرکت، د ورځې او شپې بدلون، د فصلونو ګرځېدنه او د ژوند د بقا نظام ټول د یوې سترې طرحې ښکارندویي کوي. د دې نظم پېژندنه انسان ته دا درک ورکوي چې ژوند بېهدفه نه دی، بلکې د یوه ستر هدف او حکمت برخه ده.
په کایناتو کې شاوخوا ۲ ټریلیونه کهکشانونه موجود دي، چې هر یو یې د ستورو، لمریزو نظامونو، او انرژۍ پراخې برخې لري. د کایناتو د موادو وېش د اټکل له مخې داسې دی.
تیاره انرژي Dark Energy)): ۷۰٪
توره ماده Dark Matter)): ۲۵٪
لیدل کېدونکي مواد (ستوري، سیارې او نور اجرام): ۵٪
(په سلنو کې د لږ توپیر احتمال شته، ځکه چې دا د بیلابیلو ساینسي محاسبې پایلې دي).
ساینس تر اوسه د تورې مادې او تورې انرژۍ دقیق ماهیت نه دی معلوم کړی، خو دا څرګنده ده چې:
توره ماده د کهکشانونو د جوړښت او ثبات لپاره حیاتي ده، ځکه پرته له هغې ستوري له خپلو کهکشانونو څخه بېلېږي.
تیاره انرژي د کایناتو د چټکې پراختیا اصلي عامل ګڼل کېږي، او د ستورو او کهکشانونو له لیدو نه، بلکې د کایناتو د پراخېدود سرعت له مخې احساسېږي.
هر کهکشان په منځني ډول شاوخوا سل بیلیونه ستوري لري، چې ډېری یې د خپلو لمریزو نظامونو برخه دي. پر ستورو سربېره، په کهکشانونو کې د ګازونو، دوړو او تیاره مادې پراخې سیمې هم شته.
زموږ لمریز نظام
زموږ لمریز نظام د شیدو لارې Milky Way)) په کهکشان کې واقع دی، او د لمر او اته (۸) اصلي سیارو مجموعه ده، چې د لمر په شاوخوا راڅرخي:
عطاردMercury))، زهرهVenus))، ځمکه Earth))، چې سپوږمۍ Moon))، تر راچورلي مریخMars))، مشتري Jupiter))، زحلSaturn) )، اورانوس Uranus))، او نیپتون Neptune)) او پلوتوPluto)) پخوا نهمه سیاره ګڼل کېده، خو اوس د کایپر بېلټ د کوچنيو جرمونو Dwarf Planet) ) له ډلې ګڼل کېږي.
لمر د شمسي نظام یوازینی ستوری دی، او پاتې ټول اجرام (سیارې، سپوږمۍ، اسټروئیدونه او د کایپر کمربند اجسام) د هغه په مدار کې تاوېږي.
زموږ ځمکه
ځمکه د ظاهري اندازې له مخې د لمر په نسبت شاوخوا ۱۰۹ ځلې کوچنۍ ده. د لمر قطر دومره زیات دی چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه ځمکې پکې ځایېږي. د ځمکې قطر نږدې ۱۲،۷۴۲ کیلومتره دی، او د هغې وزن (جرم) شاوخوا ۵.۹۷ × ۱۰²⁴(د ۲۴ صفرونو لرونکي عدد) کیلو ګرامه اټکل شوی.
د فزیک بنسټیز قوانین
په ټولو موجوداتو څلور بنسټیزې قوې حاکمې دي:
• جاذبه Gravity))
• برقي ـ مقناطیسي قوه Electromagnetic Force) )
• کمزوري اټومي قوه Weak Nuclear Force) )
• پیاوړې اټومي قوه Strong Nuclear Force) )
دا قوې د فزیک له ثابتو قوانینو سره یوځای، د کایناتو په جوړښت، ثبات، او حرکت کې فوقالعاده ظریف توازن رامنځته کړی دی.
د کایناتو څلور بنسټیزې قوې او ثابتونه د ریاضي له ابسټرکټ (نظري) فرمولونو سره په بشپړه هماهنګي کې عمل کوي.
ساینسي علما، فیلسوفان، عارفان او دینپوهان بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري چې ایا کاینات شعور هم لري او که نه. ځینې وایي شعور د کایناتو یوه بنسټیزه برخه ده، خو نور بیا باور لري چې ساینس لا تر اوسه د دې پوښتنې څرګند ځواب نه لري.
د ریاضي ابسټرکټ (نظري) فرمولونه، د فزیک دا دقیق قوانین او شعور هغه رازونه دي، چې ساینسپوهان ورته حیران دي. په راتلونکي بحث کې به د کایناتو د ظریف نظم په باره کې حیرانوونکي موضوعات سره ولولو.
ليکوال: ډاکتر محمد ابراهيم شينواری