زلزلې ولې کېږي؟

Image

شاوخوا پنځه میلیارد کاله پخوا چې لمر جوړ شو، په لمریز نظام کې د لمر شاوخوا د کاڼو او ګازونو داسې رش و کش روان و، لکه د جلال آباد په درونټه کې چې د دېګبخارونو په فابریکه کې درب و دروب وي. ګړزونه او کاڼي هرې خوا ته سره بادېدل. دغه کاڼي، ګازونه او ټوټې ډېر واړه واړه هم وو، ورو ورو یې یو له بل سره جذب او ټکرونه پیل کړل چې په یوه اوږده زمانه کې یې په ډېر شدت او تخته ډول رقم رقم کاڼي سره را ټول کړل او په یوه اتفاق یې زموږ ځمکه جوړه کړه. دا نو د لمر له پیدايښته تقریباً پنځه سوه میلیون کاله وروسته کیسه ده.

دا چې وړو او لویو کاڼو د خپلو ټکرونو له وجهې ځمکه په ډېر شدت سره جوړه کړه، نو اولو کې سمه د اور غونډاری غوندې توده وه. یوه ټوټه یې د اسمان له یوه کونجه راغلې وه، بله له بل کونجه؛ د ځمکې ټولې اوسنۍ اجزاوې اسماني دي؛ د اوبو په شمول ټول منرالونه، ځینې کانونه او قیمتي ډبرې هماغه مهال په یو بل شکل باندې ځمکې ته را نازل شول. او نور طبیعي کانونه او منرالونه بیا وروسته د وخت په تېرېدو ځمکې چاڼ او تولید کړل، مثلا د ځمکې په ابتدايي دورو کې چې لومړی وار ژوند ته لږ زمینه برابره شوه، نو د اوبو په یوه دوره کې ځینې سمندرې ژوي د ځمکې سطحې ته لنډ پیدا شول، خو د لوی اقلیمي بدلون له خاطره هماغه ژوندي موجودات ټول مړه شول او له هغو موجوداتو څخه د اوسنیو عربو تېل او ګاز جوړ شول چې نن عرب شیخان مزې پرې کوي.

دا زیرمې ډېرې پخوانۍ دي، ځکه یې تېل او ګاز د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله صاف او زیات دي. په ځینو هېوادونو کې چې د تېلو او ګازو زېرمې شته، هغه د چاڼ لپاره د عربو د تېلو او ګازو د صفايي په نسبت ډېر کار غواړي، سبب یې دا دی چې نورې زېرمې ځوانې دي. مثلا د مکسیکو کومې زېرمې چې دي، هغه پنځه زره کاله وروسته په طبیعي ډول د صفا کېدو لپاره د منځني ختیځ د تېلو او ګازو سویې ته رسېږي.

سر به مو نه خوږوم چې خبره بلې خوا ته لاړه نه شي، مطلب مې دا و چې ځمکه ډېر په شدت له رنګارنګ کاڼو او ګازونو جوړه شوه چې منځنۍ برخې یې اوس خورا کلکې دي او ورو ورو یې جوړښت داسې شو لکه موږ چې له خښتو څخه کوټه جوړوو. ځمکه هم دغسې له غټو غټو پلېټونو یا تختو څخه جوړ ده. دغه تختې یا په ساده اصطلاح د ځمکې د جوړښت لویې خښتې همېش د حرکت په حال کې وي او هر کال د ۷۰ او ۹۰ ملي مترو په سرعت حرکت کوي. تر ۹۰ فیصده زیاتې زلزلې د همدې تختو د حرکت له خاطره پېښېږي.

تاسې ته به دا ډېر وړوکی سرعت ښکاري چې دا خو بېخي باید له پامه وغورځول شي، مګر اصلا د کایناتو په جوړښت او پېښو کې همدا وړوکي شیان ستر رول لري. د ځمکې دغه تختې چې همدا وړوکی حرکت کوي، په نتیجه کې یې لویې زلزلې پېښېږي. د ځمکې مخ چې څومره له ښایسته منظرو جوړ دی او موږ پرې مزې کوو، دا د میلیاردونو کلونو د بدلونونو او هڅو نتیجه ده، ممکن دا دوره یې هم ډېره ژر پای ته ورسي، ځکه ځمکې په خپل څلورنیم میلیارد کلن ژوند کې رنګارنګ موجودات او ژوندونونه تر خپله ګېډه لاندې کړي او خوړلي دي.

ما په وږو سترګو ډېر یاران خوړلي
په ځير ځیر دې مخ ته نه ګورم له کسته

نو خبره مې دا کوله چې د ځمکې په دا ظاهري ښایست مه خطا کېږئ، د لاندې یې سخت بد حال روان دی.

نن یې بیا زړه ډک و او د روسیې کامچاتکا جزېرې ته یې کلک ټکان ورکړل چې څونامه یې هم جوړه کړه. څونامه جاپانی لفظ دی، لغوي لنډه مانا یې بندري څپه ده، خو موږ او تاسې په پښتو کې معادل نوم نه ور ته لرو.

کله چې د زلزلې له لاسه د سمندر اوبه وچړپېږي او له ساحلونو را تېرې شي، دې پېښې ته څونامه وایوو. د څونامې یوه بله بدي دا ده چې اوبه یې را پورته شي او ښه ډېر تخریب وکړي، نو د سمندر د مستي له ختمېدو وروسته وچې ته تللې اوبه له ځانه سره هر څه سمندر ته راوړي.

د کامچاتکا جزېرې د نننۍ زلزلې کچه ۸.۸ درجې ده چې د شدیدو زلزلو په ډله کې راځي. دا سیمه د ارام سمندر برخه ده، د روسیې او جاپان حکومتونو له نږدې بندرونو څخه د خلکو د ایستلو چټک عملیات پیل کړي دي. له دا بل طرفه بیا دا سیمه د امریکا هاوايي او کلیفورنیا ته هم نږدې ده او همالته هم په ځینو سیمو کې د زلزلې ټکان حس شوي دي. په ټولو سیمو کې تر اوسه د دقیقو تلفاتو شمېر نه دی معلوم. تر اوسه د هېڅ زیان خبر نه دی ورکړل شوی، خو د کارپوهانو په وینا، تلفات به بېخي کم وي، ځکه د زلزلې په مرکزي سیمه کې نفوس کم دی، احتیاطي تدابیر قوي او ودانۍ محکمې دي.
دا زلزله د اخوڅک، ارام سمندر او شمالي امریکا د تختو له حرکته پېښه شوې وه. یعنې نن د ځمکې د جوړښت د همدغو دریو «خښتو» د حرکت له وجهې دا زلزله جوړه شوه.

د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې چې په ترکیه کې کومه زلزله شوې وه د هغې شدت ۷.۵ درجې و، په سوریه او ترکیه کې یې شاوخوا ۶۰ زره کسان ووژل. د ترکیې زلزله د اناتولیې او عربو د تختې له لاسه پېښه شوې وه. په هغه زلزله کې د ځمکې د همدې دوو خښتو لاس و.

په ۲۰۰۴ کال بیا د هند سمندر د ختیځې برخې څېرمه د اندونیزیا په سوماترا جزیره کې ۹.۱ درجې زلزله وشوه چې د څونامې له خاطره د سمندر اوبه تر ۳۵ متره پورې لوړې شوې او په ټوله سیمه کې د زلزلې او څونامې له امله دوه لاکه دېرش زره انسانان مړه شول. دا زلزله د هند-استرالیا د تختې او برما د پلېټ له لاسه پېښه شوه. یعنې د ځمکې په لویه کوټه کې همدې دوو خښتو دوه لاکه دېرش زره انسانان ووژل.

همداراز د ۲۰۲۲ کال په جون کې بیا د افغانستان د پکتیکا په ګیان کې ۶ درجې زلزله وشوه چې تر زرو زیات خلک یې ووژل. دا زلزله ډېره کمزورې وه خو تلفات یې ځکه زیات و چې د کورونو کیفیت ضعیف و.

افغانستان بیا د ځمکې د جوړښت په دریو خښتو باندې پروت دی چې یوه د یوریشیا، بله د عربو او درېیمه هم د هند تخته ده. د پکتیکا زلزله د یوریشیا او هند د تختو له سببه واقع شوې وه.
د افغانستان ښه والی دا دی چې اوس مهال د همدې خښتو د حرکت په ډېره خطرناکه سیمه نه دی پروت، او بله ګټه یې په دې کې ده چې سمندر ته نږدې نه یوو او له څونامې څخه هم بچ یوو.

په افغانستان کې د زلزلو د مخنیوي لپاره فقط یوه لارښوونه شته چې د کورونو کیفیت ښه شي، نور په امن یوو ان‌شاءالله د زلزلو تلفات ور سره کمېږي. خدای مه کړه که د روسیې نننۍ ۸.۸ درجې زلزله په افغانستان کې پېښه شوې وای، له یوې مخې یې هر څه را ختمول.

لیک: وکیل احمد عزیزي

Share via
Copy link