له وطنه لېري د وطن لپاره، وطنداره!

Image

علمي تحقیق او څېړنه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو، په ځانګړې توګه اروپا د پرمختګ او ځواکمنتیا یو له پټو رازونو دی. په دغو هیوادونو کې د پوهنتونو ترڅنګ ځانګړي تحقیقاتي سازمانونه او ادارې تل د دولتونو له ځانګړې پاملرنې او ملاتړ څخه برخمنې وي او وخت په وخت کنفرانسونه او سمینارونه جوړوي.

د دې اوونۍ په پیل کې هم په دغه ترڅ کې یو له هغو کنفراسونو جوړ شوی و چې له لارې یې د نړۍ له ګوټ ګوټه د پوهنتون استادان، مجرب پوهان د خپلو تازه تحقیقاتو پایلې په بېلابېلو برخو کې وړاندي کوي او وروسته یې اړوندې لیکلې مقالې په علمي ژورنالونو کې تر ذربيني کتنې او یوې کمېټې تر علمي ارزونې وروسته خپرېږي او په دې توګه دغه کسان د نړۍ د شتو او راروانو ستونزو ریښې د علمي میتودونو له لارې څېړي او د حل لارو لپاره یې وړاندیزونه کوي.

دغه څېړنې بلآخره د اړوندو هیوادونو په علمي مرکزونو او پوهنتونو کې تر بحث لاندي نیول کېږي، رسنۍ خبرې ورباندي کوي او څېړونکی لیکوال یې سترو سټیجونو ته رابلل کېږي، مرکې ورسره کېږي، او په پای کې یې دولتونه پر بنسټ خپلې ستراتیژۍ عیاروي. دا ځل په دغسي یو نړیوال پلټفارم کې د یوه داسي هیواد یو وګړی تر میاشتو- میاشتو ذهني مزل، ستړیا، او هڅو وروسته پر ګډون بریالی شوی و چې د چا خبره نه یې پر سر ستوری، نه پر ځمکه سیوری لاره. د داسي یو هیواد وګړی چې اکثریت اوسېدونکو ته یې مطالعه، کتاب لوستل، کتاب پالل، او کتاب ساتل سوچ لیونتوب او د وخت ضایع ښکاري.

د داسي یو هیواد وګړی چې مطلق اکثریت وګړي یې آن د هغه کتاب په مفهوم او مانا هم نه پوهېږي چې ایمان پر لري. او هو، د یو داسي هیواد وګړی چې واکمن یې پر علم، ساینس او علمي څېړنو رسما باور نه لري او دا هرڅه ته صرف د یو “مباح کار” په نظر ګوري؛ او د ګالیله د زمانې په څېر د تجربوي علم لارویان بې دینه ګڼي.   
خو له هیواده لېري د دغسي یو هیواد دا وګړی حوصله او ورحیه نه بایلي او د دې هرڅه پر وړاندي د اعتراض په دود خپل د کلونو او لسیزو وړاندي پیل کړي سفر ته په دې عقیده او پوخ باور دوام ورکوي چې “علم فرض عین” دی، او “علمي تحقیق فرض” دی.

د هغه هیواد د دغه وګړي سترګې هغه وخت د خوښئ له اوښکو ډکېږي چې د کنفرانس اداره ورته وايي چې: “ته لومړی کس یې چې له افغانستانه په دغه کنفرانس کې ګډون کوې. ستا له ګډون سره د هغو هیوادونو په لیست کې د (افغانستان) نوم ورزیات شو چې د دغه کنفرانس د تاریخ په اوږدو کې یې دلته ګډون کړی”.
یادونې:
۱ –  له وطنه فزیکي لریتوب، کډوالي، د نوې ټولنې او ژوند ننګونې او کړاونه باید هیڅکله دا بانه رانه کړي چې نور موږ د مور وطن لپاره هیڅ نشو کولای. دا کار نه فراري، ټیسلا، یا بي ایم ډبلیو موټر، نه وروستي موډل آیفون، او نه د ټیکټاک زرګونو فالورز ته اړتیا نه لري، بلکې یوازي او یوازي له خپلې خاورې سره سوچه مینې او فکر ته اړتیا لري.

۲ – ما کولای شوای په خپل تحقیق کې پر هر هیواد، خصوصا پر هغه هیواد چې اوس پکښې اوسم، وږغېږم. ځکه عملا یې علمي منابعو، پوهنتونو، ادارو او وګړو ته لاسرسی لرم، او له دې سره زما کار ډېر ساده او آسانه کېدای شو. خو ما افغانستان د یو هدف لپاره وټاکی، او غوښتل مې تر خپله وسه د یو هېر شوي هیواد یاد، او د یو خفه کړل شوي هیواد آواز شم. دا انتخاب ماته نه یوازي مادي ګټه نه کوله، بلکې له ما یې اضافي شخصي لګښت هم غوښت. 

۳ –  ما کوم خارق العاده کار نه دی کړی، یوازي مې د دې دومره ډک زړه، او د غرب د دې دومره بوخت ژوند په یو کونج کې د وطن لپاره تل یو وړوکی ځای تش پرایښی، او پر هیچا یې احسان هم نه اچوم. دا تمه هم نه لرم چې هرڅوک دي هرڅه پرېږدي او (ما) غوندي دي علمي څېړنو او لیکونو ته ملا وتړي، بلکې له هر جلا وطنه وطنداره مې هیله داده چې د باربکیو د مېلو، یا بیچونو د انځورونو د خپرولو تر څنګ،  او همداشان د خپل خپل کار، کسب، زده کړو او مسلک په ساحه کې صرف (افغانستان) له یاده مه باسئ.

ليکوال: عزت الله پېژاند

Share via
Copy link