ایران؛ د کابل لنډمهالی دوست

Image

اوازې دي، چې ګواکې د ایران ولسمشر کابل ته د سفر نیت لري. د هغه له قوله ویل شوي، له کابل سره “نوې څپه” پیلوي(!؟). خو ایا دا شونې ده( ؟) او که شونې ده؛ نو تهران دا وخت ولې له کابل سره د ملګرتیا په لټه دی(!!؟)
د تاریخ له پلوه دا اوږد بحث دی، کوښښ کوم لنډ یې ولیکم؛ تاسو یې د لا ډېرو جزییاتو لپاره څېړنه او مطالعه وکړئ.

په کال ۱۸۵۷ م کې د هرات ولایت د سرنوشت په اړه په پاریس کې یو تړون وشو. د دغه تړون پر بنسټ د ایران قاجاري حکومت په رسمي توګه هرات ولایت د افغانستان خاوره ومنله.
په حقیقت کې هغه مهال قاجاري سلطنت د هرات په ګډون په ورڅېرمه افغان سیمو دعوا درلوده.

یوازې قاجاریانو نه؛ حتا ۱۸مه پیړۍ کې د نادرافشار او ۱۶مه کې د صفويانو حکومت له هراته تر کندهار دعوې درلودلې…
دا ټولې ممکن د دې لپاره وې چې، که دا سیمې لاندې کړي؛ له افغانستانه به د ورغلي اوبو مدیریت؛ له ایران سره شي.
د نادرافشار تر مړینې وروسته احمدشاه بابا دا سیمې خپلواکه او دغلته یې د تهران نفوذ او مداخلې ختمې کړې.
خو د اوبه لانجه لا نه وه حل. دا کشاله وروسته د ارواح‌ښاد موسی شفیق په مدبرانه هڅو حل شوه.

د هلمند اوبو د دې تړون( ۱۹۷۳ م) پر بنسټ د هغه اوبو مقدار معلومه شو، چې افغانستان به یې ایران ته ور پرېږدي.
خو د دې موضوع له حل سره ـ سره تهران تراوسه د لا زیاتو اوبو د اړولو نیت او غوښتنه لري. په افغانستان کې د کورنۍ جګړو پر مهال ایران ته طلایي چانس و؛ ځکه له اندازې ډېرې څه؛ بلکې ټولې اوبه ور روانې وې. دغه څلوېښت کالونو کې ایران له همدې اوبو په سیستان او ورڅېرمه سیمو کې خپلې ټولې غېرپلاني، شاړې او للمي ځمکې خړوبې او کرنیزې کړې چې اوس ډېرو اوبو ته اړتیا لري؛ خو د پخواني ولسمشر اشرف‌غني دوره کې د کمال‌خان بند جوړېدو دا اوبه په لومړي ځل اساسي مدیریت کړې.

د اوبو له لانجې اخوا ؛
په ۱۹۹۸ م کال په مزارشریف کې د ایران پر قونسل‌ګرۍ برید وشو… تهران د دې حملې په غبرګون پر افغانستان د ځمکنۍ حملې نیت وکړ. سپاه‌پاسداران چې دا ممکنه برید یې رهبري کاوه؛ خپل ۱۰۰ زره پوځیان افغان پولې ته نږدې تیارسۍ کړل او د رهبر امر ته یې په تمه شول…؛ دېخوا ط.بان له خپلو ماشنګڼو سره د مخامخ جنګ د پیلېدو لپاره ناست وو؛ خو ممکن د نړۍوالو فشارو له امله په ۹۰یمه دقیقه کې ایران خپل دریځ بدل کړ او پر افغانستان له حملې پر شاه شو؛ اما په ښکاره یې د کابل پر ضد د نیابتي جګړو د پیلېدو تګلاره ونېوله.

ایران هغه مهال د طالبانو ضد ډلې منظمې او حمایت کړې. وسلې، تجهیزات، لوژستیک، استخبارتي سپوټ او مالي امکانات یې ورکړل…
دا اوږد بحث دی؛ حتا دا لړۍ په تېرو دو لسیزو کې هم روانه وه چې هدف یې ایراني پلوی روایت او ذهنیت ته کار و. په دې تړاو دا څېړنه ولولئ، ډېر ناویلي جزییات وړاندې کوي:

Iran’s Kabul Gamble:
https://www.orfonline.org/research/irans-kabul-gamble

اوس څه کیسه ده؟
تهران له اسراییل سره تر راکټي جنګ وروسته (جون۲۰۲۵) په بې‌ساري توګه ورخطا ښکاري. اساسي علت دا دی، چې ګواکې له تهرانه به غچ واخلي.
نړۍوال باور دا دی چې، هره شېبه امکان لري دواړه هېوادونه سره ونښلي. داسې ښکاري دواړو له تېر جنګ درس واخېست او پر خپلو کمزوریو یې کار وکړ. د تهران له وروستیو تحرکاتو ښکاري چې له داخلي جاسوسانو وېره لري. په دې تړاو یې دومره جدیت وکړ چې حتا نن سبا یو بهرنی کډوال هم نه پرېږدي او ډیپوټ کوي یې. اسراییل په دفاعي سیستم او نړۍوال ملاتړ کار کوي؛ په څه چې ایران نه دی برلاسی شوی.

دا ځکه له یوه لوري که د هستوي پروګرام د دوام په غبرګون له نړۍوالو بندیزو سره مخ دی؛ بل‌خوا په ګاونډ او سیمه کې هم چندان انډوالي نه‌لري. 
په پاکستان تکیه نه‌شي کولی؛ عرب نړۍ خو یې هسې هم مخالفت کې ده، د سختې پر مهال د روسیې په انډیوالۍ باور نه‌لري؛ چین یې یوازې روایتي ملاتړی دی؛ نو کابل ورته یو انتخاب ښکاري؛ ځکه که جګړه دوام کوي؛ نه یوازې باید له افغانستانه خوندي وي؛ بلکې یو ستر تجارتي ملګري یې وي چې توکي یې وپیري او اقتصادي څرخ یې روان پاتې شي. که اوسنی کابل باور کوي چې، ایران به نږدې دوست پیدا کړي؛ د اړیکو شالیډ ته په کتو یې دا عمل اشتباه ښکاري؛ ځکه تهران همېشه کابل د یوه لنډ مهالي دوست په توګه ساتلی. 

په همدې معاصر تاریخ کې یې؛ له ظاهرشاهۍ سره ښکاره دوستانه روانه وه؛ خو د اوبو پر سره یې نه خوښېده.
له داوودخان سره پخه ملګرتیا پیل کړ؛ خو وروسته یې پرېښود. له خلقي نظامونو سره د سیمې د ثبات لپاره دریځ یو و؛ خو نه یې ډیپلوماټیکه راشه درشه کوله او نه یې د روسانو له وتلو وروسته جوړ افغانستان غوښت.

د م..اهدینو ځینو ډلو سره هر ډول انډوالي وکړه، خو د حکومت واک ته رسېدو وروسته یې په پټه او ښکاره مخالف شو.
د ط..بانو د لومړۍ دورې مخالف دريخ یې درلود او پر ضد یې د نیابتي ډلو کلک ملاتړی و؛ خو له اقتدار وروسته یې همدوۍ بېرته ملګري کړل او د تجهیز ترڅنګ یې مالي همکاري ورسره کوله.

له دې ټولو سره سره ایران لاهم فکر کوي چې له کابل سره ډېرې مسلې لري او که دلته نیابتي جګړه وي؛ ګټه یې ورته شته:

څه ګټې:
۱: د افغانستان اوبو کې د لا زیاتې ونډې هیله! که افغانستان کې داخلي جګړې وي، کابل به د کمال‌خان بند د اوبو له مدیریته ووځي….

۲: د نفوذ لټه: له تاریخي شواهد ښکاري چې ایران له ۱۶ م پیړۍ  په افغانستان کې د نفوذ او اقتدار په لټه دی.

۳: له غربي نړۍ سره د کابل له ممکنه اړیکو وېره: ایران دریځ لري چې کابل نباید له غرب نړۍ سره اړیکه ولري.
۴: د فرهنګي او مذهبي نفوذ؛ دا یې بېل بحث او هدف دی….
نو چې تهران په دې ذهنیت وي؛ ایا کېدای شي له کابل سره یې نوی او دایمي باب پرانېستل شي.(؟)
زما په نظر د شواهدو پر بنسټ دا امکان ډېر لږ ښکاري.

لیکنه: زیرک فهیم

Share via
Copy link