د پاکستان پېچلې پالیسي او د افغانستان لپاره د دوکتورینو اړتیا

 

افغانستان د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله د نړۍ او سیمې د قدرتونو د سیالیو په مرکز کې پاتې شوی دی. په ځانګړي ډول پاکستان د خپل جوړېدو له لومړۍ ورځې راهیسې د افغانستان په اړه داسې څو مخیزه او څو اړخیزه پالیسي تعقیب کړې چې موخه یې د افغانستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي خپلواکۍ محدودول او د خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي کول دي.

له همدې امله د افغانستان لپاره یوازې د وختي او احساساتي سیاستونو پر ځای د یوه ملي، علمي او اوږدمهاله «افغان دوکتورین» رامنځته کول حیاتي اړتیا ده،افغان دوکتورین باید د افغانستان د ملي ګټو، ملي امنیت، اقتصادي ودې، سیمه‌ییزې همکارۍ او متوازن بهرني سیاست پر بنسټ جوړ شي، څو هېواد د بهرنیو فشارونو پر وړاندې روښانه تګلاره ولري.

پاکستان د افغانستان په وړاندې واحده او ساده پالیسي نه لري، بلکې څو اړخیزه اوڅو مخیزه پالیسي تګلاره تعقیبوي،پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان د خپلې امنیتي ستراتیژۍ یوه برخه وساتي. د اسلام‌آباد په امنیتي فکر کې افغانستان د هند پر وړاندې د ستراتیژیک ژوروالي په توګه ارزول شوی دی،د همدې لیدلوري له مخې پاکستان کوښښ کړی چې په افغانستان کې داسې حکومتونه موجود وي چې د اسلام‌آباد له امنیتي اندېښنو سره مخالفت ونه کړي.

پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د سیاسي جریانونو ترمنځ اختلافات ژور وساتي لکه د قوي مرکزي دولت مخنیوی،د قومي اختلافاتو زیاتول،د سیاسي بې ثباتۍ دوام،د افغانستان د بهرني سیاست اغېزمنول،پاکستان هڅه کړې چې افغانستان د خپل اقتصادي بازار تابع وساتي، له همدې امله د سوداګرۍ لارې کله پرانیستل کېږي او کله تړل کېږي،د ټرانزیټ ستونزې رامنځته کېږي،د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړېږي،د افغانستان اقتصادي وابستګي ساتل کېږي.

پاکستان په نړیواله کچه هڅه کوي ځان د افغانستان د سولې شریک معرفي کړي، خو په عین وخت کې غواړي د افغانستان په سیاسي معادلو کې خپل نفوذ وساتي.

استخباراتي نفوذ د پاکستان د افغانستان د سیاست مهم عنصر دی، لکه :د معلوماتو راټولول ،د نفوذي شبکو جوړول ،د افکارو مدیریت ،د داخلي اختلافاتو پراخول.

پاکستان غواړي افغانستان همیشه کمزوری پاتې شي،د ډیورنډ موضوع فعاله نه شي،هند په افغانستان کې محدود رول ولري،مرکزي اسیا ته د لاسرسي لارې تر خپل نفوذ لاندې وساتي،افغانستان اقتصادي اړتیاوې د پاکستان له لارې پوره کړي.

افغانستان افغان ولی دوکتورینو ته اړتیا لري؟هر قوي دولت ملي دوکتورین لري،دوکتورین هغه ملي ستراتیژي ده چې د هېواد د اوږدمهاله ګټو ساتنه تضمینوي.

افغانستان تر اوسه داسې واحد ملي دوکتورین نه لري چې د ټولو دولتونو لپاره د تطبیق وړ وي.

د افغان دوکتورینواساسي اصول خپل ملي حاکمیت

هیڅ بهرنی هېواد باید د افغانستان پر کورنیو چارو نفوذ ونه لري،د پاکستان پر وړاندې د افغان دوکتورینو

ستراتیژي باید له احساساتي سیاست څخه عملي سیاست ته لاړ شي،اصلي عناصر یې دا دي له پاکستان سره اړیکې باید دوام ولري، خو د ملي ګټو پر بنسټ.

اقتصادي متنوع کول هر څومره چې افغانستان اقتصادي بدیلونه پیدا کړي، هغومره به یې سیاسي خپلواکي لوړه شي،سیمه‌ییز ائتلافونه کولي شي

افغانستان له منځنۍ اسیا،چین،ایران،ترکیې،خلیجي هېوادونو سره اقتصادي او امنیتي همکارۍ پراخې کړي.

همدارنګه باید د افغانستان ټول سیاسي، قومي، مذهبي او علمي قشرونه باید د ملي دوکتورینوپه جوړولو کې ونډه ولري،د افغان دوکتورین مهم اهداف د ملي حاکمیت ساتنه ،اقتصادي خپلواکي،متوازن بهرنی سیاست،قوي دفاعي ځواک،ملي یووالی،سیمه‌ییز اتصال،دوامداره پرمختګ،نړیوال مشروعیت.

د افغان دوکتورین عملي کېدل له ګڼو ستونزو سره مخ دي، لکه:سیاسي بې ثباتي،اقتصادي کمزوري،نړیوال فشارونه،سیمه‌ییزې سیالۍ،اداري فساد،د متخصصو کادرونو کمښت،د ملي اجماع نشتوالی پاکستان د افغانستان په وړاندې له څو لسیزو راهیسې څو مخیزه، انعطاف منونکې او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ ولاړه پالیسي تعقیب کړې ده. د دغې تګلارې په مقابل کې د افغانستان تر ټولو مهمه اړتیا دا ده چې د اشخاصو او حکومتونو له بدلون څخه پورته، یو دوامدار «افغان دوکتورین» رامنځته کړي.

دا دوکتورین باید د ملي حاکمیت، اقتصادي ځان‌بسیاینې، متوازن بهرني سیاست، مسلکي امنیتي بنسټونو، ملي یووالي او سیمه‌ییزې همکارۍ پر بنسټ ولاړ وي. یوازې د داسې یوې علمي او ملي ستراتیژۍ له لارې افغانستان کولای شي خپلې ملي ګټې خوندي کړي، له بهرنیو فشارونو سره په اغېزمنه توګه مقابله وکړي، او د یوه باثباته، خپلواک او پرمختللي دولت بنسټونه پیاوړي کړي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000