سياست،‌ خلک او احساسات

په سياستپوهنه کې يوه جالبه موضوع دا ده چې خلک ولې سياسي قدرت ته غاړه ږدي؟ يا پر ځان د نورو حاکميت مني؟ په دې اړه بېلابېل نظريات موجود دي، خو يو په زړه پورې نظر دا دی چې خلک سياسي قدرت ته ځکه غاړه ږدي چې خلک نامعقول (احساساتي) دي. خلک د دې پر ځای چې له عقل کار واخلي، له احساساتو او جذباتو څخه کار اخلي. د يو سياسي عمل لکه کمپاين، جګړه، لاريون او … پر مهال د خلکو احساسات او عقل (منطق) د يو بل په مقابل کې ودرېږي او يو د بل پر مخالف لوري روان وي.

فرانسوي ارواپوه ګوستا لو بون په خپل کتاب (The Crowd: A Study of the Popular Mind)  کې ليکي چې کله وګړي په ډله يا هجوم کې شامل شي، د هغوی فردي‌ عقل کمزوری کېږي، په همدې خاطر په هجوم کې ټول شامل خلک يو (ټوليز ذهنيت) رامنځته کوي. په ډله يا هجوم کې خلک دومره فزيکي حضور نه لري، څومره چې اروايي حضور لري، نو ځکه هره سياسي ډله په حقيقت کې يو اروايي هجوم (Psychological Crowd) دی. د هجوم پر مهال چې خلک د احساساتو له مخې سره راټول شوي وي،‌ د خلکو شخصي وجدانونه کمزوري کېږي او د تاوتريخوالي د کولو او زيان اړولو جرئت په هر چا کې د نور کله په پرتله زياتېږي. همدارنګه په احساساتي راټولېدنو کې د وګړيو تر منځ احساسات په اسانۍ او ژر تر ژره خپرېږي. دا ځکه چې په دغسې راټولېدنې کې خلک له يو بل سره دومره اروايي نږدېوالی لري، چې د نورو د وينا او عمل په مقابل کې یې خپل فردي تحليل صفر کړی وي. پرته له دې چې له خپل انفرادي‌ تعقل څخه کار واخلي، يو د بل په خبره قانع کېږي او يو د بل د اعمالو کاپي کوي. پر دې سربېره د احساساتو پر بنسټ راټولې شوې ډلې د يو مشر او رهبر يوه ساده خبره، په يو عادي شعار په يو عادي امر يا حکم دومره تر اغېز لاندې راځي او دومره پر مشر او رهبر زړونه بايلي چې په عادي حالاتو کې ممکن د ډلې وګړي پر دې کار پر خپلو ځانونو وخاندي. دا مهال ډله د ګاډۍ هغه آس ته ورته وي چې د ګاډۍ کشکولو پر مهال د مشر او رهبر د قمچينې پر يو عادي ګوزار هم سل ګامه منډه وهي.

سياسي قدرت ته د غاړه ايښودنې د پوښتنې په ځواب کې د خلکو د احساساتي ګڼلو د استدلال پلويان باور لري چې د خلکو احساسات د موهومي افسانو او قالبي نظرياتو تر اغېز لاندې راځي او سياست په حقیقت کې وايي همدغه هنر ته چې يو سياستوال یې هم د خلکو د احساساتو د راپارولو او بيا یې بېرته د مهارولو په برخه کې لري. معمولاً سياستوال د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره د دين، ژبې، قام، وطن او … پديدو څخه استفاده کوي، ځکه په دې پديدو پسې د خلکو احساسات ډېر ژور تړلي دي او ډېر په اسانۍ راپارېدلی شي. د اوړو او غوړيو د قيمتونو په لوړېدا د خلکو احساسات هغومره نه پارېږي، څومره چې د دين، ژبې، قام، او وطن په نومونو پارېدلی شي. دا کار يوازې په وروسته پاتې هېوادونو کې دود نه دی، حتا په پرمختلليو هېوادونو کې هم کله چې له سياستوالو لار ورکه شي، نو بيا خلکو ته هغه څه ورمخې ته کوي، په کوم څه پسې چې د دوی احساسات تړلي دي.‌

هغه هجوم يا ډله چې د احساساتو پر بنسټ رامنځته شوې وي، غړي یې د سياستوالو لپاره وړيا عسکر وي چې سياستوال ترې د خپل سياسي قدرت د ساتنې لپاره په اسانۍ ګټه اخيستلای شي، خو دا کار خپله د خلکو لپاره ډېر زيانمن دی. په ځانګړې توګه کله چې سياستوال پر دې باوري شي چې خلک يوازې د خپلو احساساتو اشباع غواړي. که چېرې سياستوال پر دې باوري وي چې خلک يوازې احساساتي نه دي، بلکې معقول او منطقي هم دي، نو سياستوال مجبورېږي چې د خلکو د احساساتو د اشباع پر ځای هغوی ته داسې برنامې وړاندې کړي چې هغوی قانع کړي او د هغوی په ګټه وي.‌ د هېوادونو ترمنځ د جګړو يو محرک همدا د خلکو احساساتيوالی دی. که د هېوادونو مشران پر دې باوري شي چې خلک احساساتي نه دي، بلکې معقول دي، هېڅکله به جګړې ته زړه ښه نه کړي. ځکه معقول خلک به له نورو هېوادونو سره د خپل هېواد د جګړې زيانونه محاسبه کړي او د خپل هېواد پر مشر به فشار راوړي چې له جګړې لاس په سر شي.

د ډيموکراټيکې سولې تيوري هم په حقیقت کې د خلکو پر معقوليت ولاړ ده. دا تيوري وايي په يوه ډيموکراټيکه نړۍ کې نسبت ديکتاتورې نړۍ ته د عملي جګړې امکان کم دی، يا د دوو ډېموکراټيکو هېوادونو ترمنځ د جګړې امکان نسبت د دوو ديکتاتورو هېوادونو ترمنځ جګړې ته کم دی. د دې تيورۍ پلويان استدلال کوي چې په‌ ډيموکراټيکو هېوادونو کې سياستوال او د حکومتونو مشران د خلکو د رایوو پر بنسټ ټاکل کېږي او خلکو ته د بوديجې د لګښتونو حسابورکونه ورترغاړه ده، په پارلمان کې د خلکو مستقيم استازي ناست وي، د بيان او رسنيو آزادي موجوده وي، نو دا ټول د دې لامل کېږي چې مشران په اسانۍ د جګړې پرېکړه ونه کړي او که د جګړې پرېکړه کوي، نو خلکو ته به دا باور ورکوي چې جګړه یې یوه اړتيا ده او پرته له جګړې بله لار نه شته يا نه وه. ډېر کله خلکو ته دا باور ورکول هم اسانه نه وي. همدارنګه د جګړې د لګښتونو په برخه کې د پارلمان د منظورۍ شرط، او د رسنيو له لارې پر جګړې د خلکو نيوکې او د نظرياتو خپرول ټول هغه څه دي چې د يو ډيموکراټيک هېواد سياستوال مجبوروي چې د جګړې پر ځای ډيپلوماسۍ او مذاکراتو ته ترجيح ورکړي.

که خلک معقول وي او که احساساتي، په دواړو حالاتو کې سياستوال د خلکو ملاتړ ته ضرورت لري او هېڅ حکومت او هېڅ سياستوال د خلکو له ملاتړ پرته خپل سياسي ژوند نه شي کولای. که خلک احساساتي وي يا شي،‌ نو ډېر امکان شته چې سياستوال يا حکومت به د خلکو د احساساتو د پارولو او اشباع له لارې خپلې کمزورۍ، خپلې سياسي ناکامۍ او …‌ پټې کړي. خو که خلک معقول وي یا شي، نو نه به سياستوال ترې د خپل سياسي قدرت لپاره ګټه واخيستلای شي او نه به هم حکومت خپلې ناکامې پاليسۍ ترې پټې کړای شي، بلکې هڅه به وکړي چې په پالیسۍ کې اصلاحات راولي. نو په سياست کې چې خلک څومره معقول وي، دا د خلکو په ګټه ده،‌ نسبت دې ته چې احساساتي اوسي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000