د جگړې یو کوچنی اقتصادي اړخ

پر الجزیره تلوېزیون مې د ایران او امریکا د جگړې د لگښت په تړاو یو راپور ولید، راته حېرانوونکی وو. د که د ایران پر وړاندې د جگړې یوازې لومړیو ۱۰۰ ساعتونو ته وگورو، امریکا شاوخوا ۳.۷ میلیارده ډالر مصرف کړي‌دي. دا اندازه له هغه لگښتونو څخه زیاته ده چې د نړۍ ډېرو هېوادونو په ۲۰۲۴ز کال کې پر خپلو ټولو دفاعي پوځونو لگولې ده. دا ټولې پیسې یوازې په څلورو ورځو کې ولگېدې، جالبه دا ده، چې د دې بودجې له پنځه سلنې څخه کمه برخه د امریکا د کانگرس له خوا تصویب شوې‌وه، نورې په‌خپل سر لگول شوې‌‌دي.

د دې لگښت تفصیل د Center for Strategic and International Studies  له خوا داسې بیان شوی‌دی. لومړی لگښت د پوځي عملیاتو وو. په‌دې کې په فضا کې د ۲۰۰ څخه زیاتو جنگي الوتکو ساتل، په سمندر کې د جگړې بېړۍ، او پر ځمکه د توپ‌خانې ځواک شامل دي. د دې ټولو ورځنی لگښت شاوخوا ۱۹۶ مېلیونه ډالر وو. خو د دې ډېره برخه مخکې له مخکې د پوځ په بودیجه کې حساب شوې‌وه.

اصلي دروند لگښت بیا د هغو وسلو او مهماتو وو چې په جگړه کې وکارول شول. په هم‌دې ۱۰۰ ساعتونو کې له ۲۶۰۰ څخه ډېر هدایت کېدونکي وسلې کارول شوې؛ لکه توغندي، دقیق بمونه او بې‌پیلوټه الوتکې. د دغو وسلو بیاځلې چمتو کول شاوخوا ۳.۱ میلیارده ډالر لگښت غواړي.

بله برخه د هغو مهماتو او پوځي ځایونو تاوان وو چې د جگړې پر مهال له‌منځه ولاړل. په کوېټ کې د خپلو ځواکونو د تېروتنې له امله درې د F-15  جنگي الوتکې ویجاړې شوې. د دې تاوان بیه نږدې ۳۵۹ مېلیونه ډالر وه. که دا ټول لگښتونه سره جمع شي، نو د څلورو ورځو جگړې ټول لگښت ۳.۷ مېلیارده ډالرو (یانې ۳۷۰۰مېلیونه ډالرو) ته رسېږي.

د جگړې په لومړیو ساعتونو کې تر ټولو قیمتي وسلې کارول شوې. په لومړۍ ورځ د ایران هوايي دفاع ډېره قوي وه او هر څه یې چې ورنږدې کېدل، نږدې له منځه یې وړلای شول. له هم‌دې امله امریکا له لرې واټن څخه د Tomahawk cruise missile  توغندیو بریدونه وکړل، چې د هر یوه بیه یې شاوخوا ۳.۶ مېلیونه ډالر ده.

خو تر څلورمې ورځې پورې، کله چې د ایران هوايي دفاع کمزورې شوه، بم غورځونکو الوتکو نسبتاً ارزانه ځیرک بمونه وکارول چې د هر یو بیه بیا شاوخوا ۸۰ زره ډالر ده.

خو د دې جگړې تر ټولو لوی لگښت یوازې بمبارد نه‌دی. اصلي لگښت دا دی چې هغه وسلې او بریدونه ودرول یا پر شا وتنبول شي چې ایران یې توغوي. د بېلگې په توگه، د Shahed drone  یوه بې‌پیلوټه الوتکه ایران ته تر ۵۰ زره ډالرو پورې تمامېږي، خو د هغې راپرځول او له‌منځه وړل کېدای شي سل چنده زیات لگښت ولري.

یوازې په څلورو ورځو کې ایران شاوخوا ۵۰۰ بالستیک توغندي او نږدې ۲۰۰۰ ډرونونه توغولي دي. دا هم اړینه نه‌ده چې هر یو یې هدف وولي؛ ځکه یوازې توغول یې هم د مقابل لوري د هوايي دفاع وسلې او زېرمې کموي.

د منځني ختيځ متحدینو هم په‌دې برخه کې له امریکا سره مرسته کړې ده. هغوی د ایران د بریدونو یوه لویه برخه شنډه کړه او له ۱۸۰۰ څخه زیات ایراني توغندي او ډرونونه یې راوغورځول.

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې د دې ټولو لگښت پیسې څوک ورکوي او له کومه راځي؟ له ۳.۷ مېلیارده ډالرو څخه یوازې ۱۷۸ میلیونه ډالر د پنټاگون په رسمي بودیجه کې موجود وو. پاتې پیسو ته تر اوسه کومه روښانه مالي سرچینه نه‌ده ټاکل شوې.

د ټرمپ اداره دا جگړه داسې پر مخ وړي لکه پوځ ته چې کریډیټ کارت ورکړل شوی‌وي (څومره یې چې ترې خوښه وي، مصرفولای یې شي)، او کانگرس ته لا هم د دې حساب نه‌دی ورکول شوی.

کله چې دا حساب کانگرس ته ورسېږي، د پیسو برابرولو درې ممکنه لارې شته. لومړی دا چې له کانگرس څخه د بیړني لگښت لپاره نوی قانون وغوښتل شي، لکه څنگه چې جورج ډبلیو بوش د عراق او افغانستان جگړو وروسته وکړل. خو په دې حالت کې هره رایه چې د جگړې د بودیجې لپاره ورکول کېږي، په اصل کې د جگړې د دوام لپاره هم رایه ده.

دوییمه لاره دا ده چې د حکومت له هغه ۱۵۰ میلیارده ډالرو بودیجې څخه یوه برخه بلې خوا ته واړول شي چې د ټرمپ د ریکانسلېشن په لومړي قانون کې منظور شوې وې، خو دا پیسې مخکې له مخکې نورو پروژو ته ځانگړې شوې‌دي (دا ۱۵۰ میلیارده ډالر هغه پیسې دي چې د ټرمپ د حکومت په یوه لوی مالي قانون کې تصویب شوې وې، چې ورته د بودیجې د Reconciliation Bill ویل کېږي. په دې قانون کې حکومت د بېلابېلو کارونو لپاره پیسې ځانگړې کړې وې، لکه پوځ ته د وسلو اخیستل، د سرحداتو امنیت، او نور حکومتي پروگرامونه؛ اوس یوه وړاندیز شوې لاره دا ده چې د همدې بودیجې له دې ۱۵۰ میلیارده ډالرو څخه یوه برخه د ایران د جگړې د لگښتونو لپاره واړول شي).

درېیمه لاره دا ده چې دا لگښتونه په راتلونکي عمومي بودیجوي قانون کې ورگډ شي، خو داسې هم کېدای شي چې هغه قانون هېڅ‌کله بیا تصویب نه‌شي.

اوس مهال دا جگړه هره ورځ نږدې یو مېلیارد ډالر لگښت لري. د امریکا ځینې جمهوري غوښتونکي اټکل کوي چې دا لگښت ښايي له دوه چنده هم زیات وي. په ساده ټکیو کې، د امریکا لپاره یوازې څلور ورځې جگړه نږدې دومره لگښت لري څومره چې په غزه کې د ټولو وېجاړو شویو د بیارغونې لپاره پکار دی.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000