د افغان پریمیر لیګ د تړون حقوقي او تجارتي اړخونه

د Afghanistan Premier League سږکال بیا پیل کېږي. د دغه لیګ اساس د افغانستان کرکټ بورډ د (اې سي بي- ACB) او ITW ترمنڅ لس کلن ستراتېژیک تړون دی. البته له ITW بل شرکت هم شته، خو تړون د اې بي سي او ITW ترمنځ شوی دی.

دا لیګ لس سیزنه (فصلونه) لري چې هر کال کې به یو ځل کېږي.

پنځه لوبډلې په کې دي او که اړتیا وه د دواړو خواو په توافق لوبډلې زیاتېدای هم شي.

د لیګ لوبې په متحدو عربو اماراتو کې کېږي، په غالب ګمان د ډسمبر په پای کې.

د تړون په اساس، هر لوری چې ټاکل شوي شرایط ماتوي بل لوری حق لري دا تړون مات کړي. شرایط یې په تړون کې په تفصیل سره ذکر شوي. د بېلګې په توګه په تړون کې راغلي چې د لیګ اول سیزن به خامخا په ۲۰۲۶ کې کېږي او که ترسره کوونکی لوری ونه توانېده په ټاکل شوي وخت کې دا لیګ وکړی، «اې سي بي» دا تړون لغوه کولای شي.

په قرارداد کې ویل شوي چې د لیګ د ترسره کوونکي ادارې/شرکت اصلي دفتر په هند کې دی او په دوبۍ کې هم یوه ځانګه لري او همدغه راز د اې سي بي اصلي مرکز په کابل کې دی او په دوبۍ کې څانګه لري.

د لیګ د ترسره کوونکي ادارې/ شرکت عمده مسئولیتونه:

د لیګ د ترسره کوونکي شرکت یو شمېر عمده مسولیتونه د لیګ لپاره مالي ملاتړي( سپانسرشیپ) پیدا کول، لوبډلو ته فرنچسایز پیدا کول، د لیګ سوداګریزو چارو مخې ته وړل، د لوبو خپرول، په نړیواله کچه یې ښودل او خلکو ته رسول، د عوایدو ترلاسه کول او… دي.

اې سي بي څه کوي؟

د لیګ ټولې تخنیکي چارې د اې سي بي په غاړه دي. د بېلګې په توګه؛ لوبډلې باید څنګه وي؟ د لوبغاړو اخیستل (ډرافټ) باید څه رنګ وي، د لوبغاړو د غوره کولو شرایط باید څه وي، روزونکي باید څوک او څه ډول وي، د لوبو مهالوېش او بڼه باید څه ډول وي؟ دا ټول تخنیک موارد د اې سي بي په غاړه دي.

په لیګ کې کې د فساد (فکسینګ) د مخنیوي لپاره د کرکت د نړیوالې شورا د فساد ضد څانګه به په لیګ څار کوي او که اړتیا پیدا شوه، تحقیقات او پلټنې به کوي.

د لیګ مدیریت او اداره څنګه کېږي؟

د تړون په اساس، د لیګ د مدیریت لپاره دوې څانګې ټاکل شوي:

۱-اجرايي لیول/څانګه

۲- د مدیریت شورا/ګورنینګ کونسل

د اجرايي لیول عمده دنده دا ده چې د لیګ لپاره به کاري کمېټې جوړوي لکه د بازار موندنې کمېټه، د میډيا کېټه او داسې نورط.

دا څانګه د دغو کمېټو له لارې د لیګ چارې مخې ته وړي، خو د لیګ لپاره د تړونونونو د کولو او نه کولو صلاحیت او واک نه لري، بلکې دوی به دا ډول عمده مسائیل ګورنینګ کونسل ته وړاندې کوي او ګورنینګ کونسل به یې تائید او یا ردوي.

په دغو دواړو څانګو کې به د «اې سي بي» کارکوونکي هم وي او د لیګ د اجرا کوونکي شرکت کارکوونکي هم.

د مدیریت شورا:

دا شورا پنځه غړي‌لري. همدغه غړي تقریبآ د لیګ د ټولو اړوندو حساسو مسائیلو په اړه د پرېکړو صلاحیت لري.

د اې سي بي مشر او اجرايي مشر او د لیګ د ترسره کوونکي شرکت د بورډ مشران یې څلور مهم غړي دي؛ پنځم غړی یې باید، د قرار داد په اساس د کرکټ یو پخوانی وتلی ستوری وي چې د تړون د جانبینو په خوښه ټاکل کېږي.

په بله مانا، په دغه لیګ کې اې سي بي هم دوه رایه لري او د لیګ ترسره کوونکی شرکت هم دوه رایه لري او یوه بله رایه تقریبآ بې طرفه رایه ده.

د دغې شورا او غړي ځکه مهم دي، چې د لیګ په اړه مهم واکونه له دوی سره دي. د بېلګې په دول که په کومې مسئلې کې اې سي بي هم خپلې دوې رایه کاروي او د تړون بل لوری هم خپلې دوې رایه کاروي، د پنځم کس رایه به حیاتي او پرېکنده وي. که احیانا، هغه ممتنع رایه کاروي، بیا وروستۍ خبره د اې سي بي د چیرمن/مشر ده،. ماته وویل شول چې په نورو لیګونو کې هم همداسې کېږي.

د لیګ لپاره لوبډلې څنګه غوره کېږي؟

اول فصل کې پنځه لوبډلې دي. په تړون کې د شپږمې لوبډلې د زیاتولو په اړه د بحث ځای هم پرېښودل شوی. که کومه لوبډله نه خرڅېږي بیا به څه کېږي؟

دا د لیګ د ترسره کوونکي شرکت وظیفه ده چې لوبډلې پوره کړي او که نه پیدا کېږي، په خپل لګښت به لوبډلې زیاتوي.

د لوبډلو قیمت څه باندې یو میلیون ډالر ټاکل شوی او هغه مالکان باید ورته وټاکل شي، چې څو فصله وکولای شي دا لوبډله وساتي او وچلوي. داسې لوړ قیمت ځکه ورته ټاکل شوی چې د لوبډلو مالکان یې په اسانه تر لیګ مخکې،په منځ کې او یا وروسته په بل چا باندې خرڅه نه شي کړای.

لوبغاړي او قیمتونه یې؟

په هرې لوبډلې کې به ۱۹ لوبغاړي وي، چې شپږ به یې بهرنیان وي او ۱۲ نور به یې افغان لوبغاړي وي.

د لوبغاړو لپاره څلور پنځه برخې/ګټګورۍ ټاکل شوې او قیمتونه یې مشخص شوي دي.

لوبغاړي څنګه غوره کېږي؟

لوبغاړي د ډرافت له لارې غوره کېږي. د ډرافت او اوکشن/بولۍ ترمنځ فرق شته.

په ډرافت کې د هرې ګټګورۍ د لوبغاړو لپاره مشخص قیمت ټاکل کېږي او‌ د لوبډلو مالکان یې غوره کوي. د بېلګې په توګه، د Platinum/Icon ګټګورۍ د یو لوبغاړي قیمت ۱۲۵زره ډالر دی، په همدې قیمت به اخیستل کېږي. البته، په بولۍ کې بیا د لوبغاړو قیمت جګېدای او ټیټېدای شي.

البته د هرې ګټګورۍ لوبغاړي خپل شرایط لري چې د هغوی د کرکټ نړیوالې او داخلي لوبې، کارنامې، تجربې او نور اړخونه په کې پام کې نیول کېږي.

په تړون کې همدغه راز ویل شوي دي چې هره لوبډله باید ۷۵۰زره ډالر د لوبغاړو او سټاف د نیولو لپاره باید ۷۵۰زره ډالر ولګوي.

د لوبډلو روزونکي او کارکوونکي

په تړون کې دا هم ویل شوي چې په هرې لوبډلې کې باید افغان روزونکي او د نورو برخو کارکوونکي وي او باید هره لوبډله په دې برخې کې ۲۵۰زره ډالر ولګوي. د بېلګې په توګه، په هرې لوبډلې کې باید حد اقل یو افغان روزونکی وي. د لوبډلې د مدیریت، فزیو او نورو برخو کې به هم افغانانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

لوبډلې څنګه پېسې ترلاسه کوي؟

یوه عمده برخه یې د سنټرل پول ده. دا برخه د لیګ ټول عواید رانغاړي چې ۵۰فیصده یې د اې سي بي او ترسره کوونکي شرکت ترمنځ وېشل کېږي او پاتې برخه یې په لوبډلو باندې مساویانه وېشل کېږي.

د لوبغاړو په لباسونو باندې تجارتي اعلانونه، مارکیټینګ، مالي ملاتړو او دا ډول نوروبرخو له لارې عواید ترلاسه کوي.

البته دلته یوه خبره دا ده چې د لیګ ترسره کوونکی «مشخصه اندازه پېسې» اې سي بي ته ورکوي، چې ۵۰فیصده یې تر سیزن مخکې او ۵۰فیصده نور یې بانکي ضمانت دی.

که خدای ناخواسته لیګ لغوه کېږي، د تړون هر لوری خپل مالي مسئولیتونه په غاړه اخلي، داسې نه ده چې یو لوري ته ټول مسئولیتونه وسپاره شي.

په قرار داد کې دا هم ویل شوي دي چې هرکال به یو ځل د دوبۍ تر ټولو مشهور د تفتیش او تحقیق یو شرکت د لیګ د چارو په اړه تحقیق او تفتیش کوي.

د دغه لیګ د لوبغاړو د ډرافت بهیر به په سپتمبر کې او لوبې بهپه ډسمبر کې پیل کېږي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000