کله چې د نړۍ نقشه بدلېږي ایا یوازې د ځمکې بڼه بدلېږي که د نړۍ د لیدلو زاویه هم بدلیږی .
نقشه یوازې د ځمکې انځور نه دی نقشه د قدرت تاریخ او حاکمیت ژبه هم ده. هغه کرښه چې پر کاغذ یوازې څو میلیمتره ښکاري کېدای شي د یوه ملت د تاریخ هویت او راتلونکي ترمنځ د یوې پېړۍ لانجې استازیتوب وکړي. نړۍ نن د نقشې د لیدلو او د جغرافیایي واقعیت د ښودلو په اړه بیا فکر کوي خو د افغانستان لپاره پوښتنه تر دې هم ژوره ده: موږ په نقشه کې څوک یو؟ زموږ جغرافیه چا تعریف کړې؟ او هغه کرښې چې زموږ پر خاوره رسم شوې دي .د تاریخ او نړیوالو حقوقو په محکمه کې پر کومو اسنادو ولاړې دي؟
له همدې ځایه د Equal Earth یا (مساوي ځمکې ) د نوې نقشې بحث د افغانستان لپاره یوازې د کارتوګرافۍ موضوع نه پاتې کېږي بلکې د جغرافیایي حافظې تاریخي حقایقو او د حاکمیت د روایت مسئله ګرځي .
د نړۍ د نقشې په اړه پېړیو پخوانی جغرافیایي تصور اوس د بدلون پر لور روان دی. د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۴مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د داسې نقشو د پراخ استعمال ملاتړ وکړ چې د ځمکې مساحتونه په عادلانه او متناسب ډول څرګندوي. پرېکړهلیک د ۱۶۴ رایو په اکثریت تصویب شو. امریکا مخالفت وکړ او شپږ هېوادونه ممتنع پاتې شول. البته دا پرېکړهلیک الزامي حقوقي سند نه دی .
د دې بدلون تخنیکي شالید د نړۍ نقشې له تاریخ سره تړاو لري. دا نقشه په ۱۵۶۹ کال کې د سمندري تګ راتګ او د جهت د ساتنې لپاره رامنځته شوه او په خپل تخنیکي هدف کې یې ستر خدمت کړی .خو د استوا څخه د لرې سیمو مساحتونه په څرګند ډول لوی ښيي. له همدې امله ګرینلنډ د سترګو په لید له افریقا سره نږدې هماندازه ښکاري حال دا چې افریقا په حقیقت کې شاوخوا څوارلس برابره لویه ده
سره له دې نقشه د نړۍ د تصور په جوړولو کې ژور رول لري. کله چې یو جغرافیایي تصویر د ښوونیزو کتابونو رسنیو نړیوالو ادارو اقتصادي نقشو او سیاسي اسنادو له لارې په دوامداره توګه تکرار شي هغه یوازې یو بصري تصویر نه پاتې کېږي .بلکې د خلکو په ذهني جغرافیه کې د واقعیت بڼه خپلوي.
له همدې امله اصلي پوښتنه دا ده:
څوک نقشه جوړوي؟ د کوم Projection څخه استفاده کوي؟ د نقشې مرکز څوک ټاکي؟ کوم سرحدونه رسموي؟ کومې لارې او دهلېزونه روښانه کوي؟ او کومې جغرافیایي اړیکې حاشیې ته وړي؟ دا چې ددې طرحې تر شا
دنړۍ په نظامي او ستراتیژیکو نقشو کې کومه ژوره محاسبه شته .او ولې نړۍ په اوسنې اساس وخت کې د نقشو د بیاکتنې پر لور روانه ده . دا هغه پوښتنې دي چې د وخت او کره اسنادو په تېرېدو به یې حقیقت روښانه شي.
دا پوښتنې تر مساحت ډېرې ستراتیژیکې دي.
د نقشې مرکز هم په ځینو مواردو کې د لید زاویه بدلولای شي. که نقشه د Greenwich پر محور جوړه شي .اروپا او افریقا د نقشې په منځ کې راځي .که د ۱۵۰ درجې ختیځ محور انتخاب شي د آرام سمندر او ختیځې اسیا جغرافیایي موقعیت د بصري مرکز په توګه راڅرګندېږي. دا په خپله د حاکمیت بدلون نه دی خو د نړۍ د لیدلو زاویه بدلوي. او کله چې د لید زاویه د سیاست اقتصاد امنیت او ستراتیژۍ له محاسبو سره یوځای شي موضوع له ساده کارتوګرافۍ څخه جیوپولیټیک ته داخلېږي.
د افغانستان لپاره د دې موضوع اهمیت ځکه زیات دی چې دا افغانستان د مرکزي جنوبي او لوېدیځې آسیا ترمنځ د اتصال په نقطه کې پروت دی او د ترانزیټ سوداګرۍ، انرژۍ اوبو او سیمهییز امنیت له جغرافیایي معادلو سره مستقیم تړاو لري.
له همدې امله په نقشو کې د افغانستان د موقعیت مساحت سرحدونو دهلېزونو او سیمهییزو اړیکو هر ډول وړاندې کول باید یوازې تخنیکي موضوع ونه ګڼل شي . بلکې له جغرافیایي تاریخي او ستراتیژیکو اړخونو هم وڅېړل شي.
د هېواد جغرافیایي تصویر یوه جلا تخصصي موضوع ده.
له همدې ځایه یوه بله مهمه پوښتنه مطرح کېږي:
څوک د نړۍ د جغرافیایي تصویر د مرکزیت اهمیت او تعریف واک لري .
افغانستان باید خپله جغرافیه یوازې د یوې نقشې په یوه انځور کې ونه ګوري. د هېواد جغرافیایي موقعیت باید د جیوپولیټیک ترانزیټي دهلېزونو اوبو انرژۍ نفوس سرحدونو سیمهییز امنیت او اتصال له معلوماتو سره په بېلابېلو جغرافیایي مقیاسونو کې تحلیل شي.
د دې پوښتنو ټول ځوابونه ښایي نن روښانه نه وي .او هره ادعا باید د کره اسنادو علمي څېړنو او وخت په تېرېدو وڅېړل شي. خو یوه خبره روښانه ده: د جغرافیې د نمایش موضوع دومره ساده نه ده لکه څنګه چې په لومړي نظر ښکاري.
افغانستان باید د نورو په نقشو کې یوازې یو رنګ نه وي. افغانستان باید خپله جغرافیایي معنا خپل ستراتیژیک موقعیت خپل سرحدي واقعیت او خپل اتصال په علمي معیارونو تاریخي اسنادو او معتبرو جغرافیایي معلوماتو تعریف او مستند کړي.
که نړۍ د جغرافیایي واقعیت د لا دقیقې ښودنې لپاره د نقشو په ژبه کې بدلون راولي افغانستان هم باید د خپلې سیاسي او تاریخي جغرافیې د مستند کولو لپاره له عصري علمي وسایلو کار واخلي .
وفي الارض آيات للموقنين.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ