د سرطان او نورو ناروغیو سایکوسماټیک

پر وطن چې کومه ناهیلي او له اوکسېجن پرته”هرڅه بند” وضعیت حاکم دی طبیعي ده خلک دننه مري.

وطن کې د سرطاني ناروغیو دومره لوړ شمېر د ډېرې اندېښنې خبره ده. د سایکوسماټیک روانپوهنې له مخې سرطان او یا نورې لاعلاجه ناروغۍ د انسان له ذهني سېګنالونو سرچینه اخلي. کله چې انسان د ژوند له سختیو، دردونو، دننه وجود کې له ناآرامیو او ناامنیو، کړاوونو، اقلیم، خلکو او طبعیت په تنګ شي، د ژوند کولو دپاره خاصه مانا ونلري طبعیت هغه شخص د وژونکو ناروغیو په توګه خپلې غېږې ته ورغواړي. پدې کې ترټولو جدي مسله له خلکو نفرت دی. ځکه هر فرد په لویه کې د یوې حجرې په توګه د انسانیت د وجود برخه دی؛ کله چې دا فرد له انسانیته کرکه ولري؛ ژوند خوند نه ورکوي، دغسې شخص د یوې ژوبلې او سرطاني حجرې په توګه د انسانیت له وجود حذفېږي. په افغانستان کې دا نفرت ډېر پراخه دی. خلک له خپلو خلکو او ټولنې شدید نفرت لري. ټول پر خلکو، ټولنه او وطن پړه اچوي. زما په شمول هېڅوک ندي آماده، چې ځانته مراجعه وکړي؛ نو ته باید پوه شې چې تباهي ستا دننه ده. ستا ناخودآګاه کې.

دا د طبعیت عمومي قوانین دي، څشی چې وده، رشد او نمو پرېږدي هغه رالوېږي پر ځمکه او بېرته د طبعیت برخه ګرځي. پدې کې به داسې استثناوې وي، چې یو شخص به رک روغ وي، ژوند کې به خوشحاله وي، هدف به لري خو یاورې به په یوه داسې ناروغۍ اخته شي، چې د مرک کومي ته به یې ورسوي او بلاخره به مړ شي. هو، په ټوله کې دا ممکنه ده، ډېر شیان مطلق ندي، طبعیت کې هم استثناوې شته؛ خو بیا هم موږ د هغه فرد له ناخودآګاه نه یو آګاه چې هلته څه دي او دی یې ولې له وژونکې ناروغۍ سره مخ کړی دی.

پدې کې شک نشته، چې کله یوه ټولنه په جمعي ډول خرابه شي هلته مرګ‌و میر هم زیات وي. که علمي څېړنو ته هم سر ورښکاره کړو په افغانستان کې د عمر اوسط ډېر راښکته دی. باثباته ټولنو کې معمولاً خلک له اتیا کلنۍ پورته خانو کې تر ۱۰۰و کلونو ژوند کوي. افغانستان کې ډېر کم خلک تر اتیاو رسېږي. دا چې خلک ډېر اولادونه زیږوي؛ د نفوس د کمېدو مخه نیسي.

که ته د طبعیت قوانین نه ماتوې وېرېږه مه چې ګواکي سرطان به شې؛ بې ځایه توهم هم کولی شي تا له نورو ذهني ستونزو سره مخ کړي. که ته دننه نآرامه یې، له خلکو بده وړې او له انساني ژوند دې زړه موړ دی. اندېښنه مکوه ډېرې ساده حللارې شته دي. ته کولی شې ځانته مراجعه وکړې او خپل نړۍلید تغیر کړې، لدې وضعیته وتل، چې تاته ناممکن ښکاري ډېر اسانه دي. ستا شاخوا چاپېریال کې ډېر داسې شیان شته چې ستا دپاره به ممکن ډېره مانا ولري ترڅو ته ژوندی پاتې شې؛ خو دا چې ته په ذهني توهم اخته یې، دننه دې دویمه نړیواله جګړه روانه ده، ته ټول طبعیت ته په بده سترګه ګورې او هېڅ شی هم ښه نه وينې.

دا ستونزه تر ډېره په ځوان نسل کې ډېره ژوره ده. هر سړی پدې کپیټلېسټي جهان کې د بریا او خوشحالۍ په توهم اخته دی او شپه ورځ له ځان سره په جګړه کې دی؛ ترڅو بریا او خوشحالۍ ته ورسېږي. درحالیکه دا دواړه د مارکېټ مفاهیم دي او په حقیقت کې بېخي شته نه. علم ثابته کړې چې انسان یو ناراضه موجود دی؛ ستا دنده داده، چې د نارضایتۍ کچه نوره هم درنه لوړه نشي. ته باید پدې پوه شې چې کړاوونه او خوندونه د ژوند برخه دي، ته باید هم خوشحالۍ تجربه کړې هم خپګان. ژوند ټول دغسې ډیالیکټکي حرکت دی. ته چې دا تنوع درک کړې، بیا دې ستونزې دومره نه لاندې کوي چې له ژونده دې زړه درموړ کړي.

که ته خپل لیدلوری تغیر نکړې، راتلونکي به هم همېشه همداسې ناراضه وې؛ که څه هم ژوند به دې ډېر تغیر شوی وي.

زموږ په ځوانانو کې یو جمعي مرض ډېر جدي دی. کله چې نورې ټولنې آنلاین ګوري؛ وایي “دا دوی یې چې کوي دا ژوند دی او موږ یې چې کوو دا مازې خرکو.سي ده.” دا خبره که یوڅوک د ټوکې په انداز کوي هم، ډېر غیر اخلاقي عمل او د انسانیت له مخې جرم دی؛ ځکه دا ناهیلي او ناامیدي ایجادوي.

که تاته دا ژوند ریښتیا هم بد ښکاري او کول یې نه غواړې؛ دومره ښه له نورو سره وکړه، چې غلی کېنه او ستا دننه چې کوم اور بل دی سرایت مه ورکوه او نور مه درسره سوځوه. په ځانګړې ډول که ته په عمر له ځان ښکته خلکو ته د خپل ژوند شکایتونه کوې او منفي فکر او انرژي خپروې نو ته یو مجرم یې.

که دا خبرې ستا زړه ته نه لوېږي په خپله پدې اړه ژورې روانپوهنې ته مراجعه وکړه، چې د شکایت قانون څه ډول کار کوي او څنګه انسانان له دننه څخه ویجاړوي. که ته پدې پوه شې هېڅکله به دا کار ونکړې.

که ته وایې، نه، زه دننه روغ یم، دې وطن او شرایطو زه خراب کړی یم. داسې نده؛ که ته دا لیدلوری ولرې ستا راتلونکی نسل هم تباه دی. ته خپله دننه تغیر شه او لیدلوری دې بدل کړه ته دې وطن ته ګټه رسولی شې او دا وضعیت تغیرولی شې. ته اوس د انتخاب چانس لرې.

هو، شرایط مسقیماً د خلکو پر ژوند اغېز لري. کله چې پر ټولنه جمعي خپګان حاکم شي د خلکو ایمني سیستم ضعفېږي، د مرګ هورمونونه تقویه کېږي او ناروغۍ ډېرېږي. پر وطن چې کومه ناهیلي او له اوکسېجن پرته د “هرڅه بند” وضعیت حاکم دی طبیعي ده خلک دننه مري. ستونزه دا ده، چې کله د رڼا هېڅ څرک نه وي فاجعه نوره هم زیاتېږي. خو ته باید پوه شې چې دې حالت کې تا رول درلودلی دی؛ ځکه ته د ټولنې د جمعي ناخودآګاه برخه یې. دا چې څنګه دې رول درلودلی په ساتونو ساتونو بحث پرې کېدی شي.

که زموږ نیکونو هر شخص ځانته مراجعه کړې وی او ملامتیا یې پر یو بل نه وی اچولې د داخلي جګړو اړتیا څه وه؟ کله چې ته پر بل ملامتیا اچوې، دا یوه ورځ له فردي، جمعي ناخودآګاه ته سرایت کوي او بلاخره سازماني، ګوندي او جبهه‌یزه بڼه اخلي.

که ته غواړې پدې اړه نور پوه شې طبعیت ته مراجعه وکړه. د Butterfly Effect قانون په هوا پېژندنه کې مطالعه کړه.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000