زرو

د نامتو روسي لیکوال چیخوف د خولي مشهوره خبره ده چې تر مرګ مخته یې ملګري ته ویلي وو: زه شاید تر مړیني وروسته اووه کاله نور یاد شم که دا نه وو نو بیا اووه نیم تر دې زیات ژوند نشم کولای ؛ مګر کله چې هغه مړ شو خبره اپوټه شوه چیخوف نه یوازي دا چې په روسیه کې ژوندی پاتې شو بلکې دنیا هم ژوندی کړ د هغو تر پنځوسو کالونو کم عمر یې سل کاله ته اوود کړ؛ شاید د چیخوف له خبري مطلب دا واخلو چې هغه وخت د روسیې خلګ د لیکوالو اړوند بې حسه وه او چیخوف چې په ټولنه اګاه یو څوک وو؛ دا خبره یې ټولنې ته په کتلو کړي وه. موږ تر هغوی زیات بې حسه یو مګر د احمدي صاحب بخت بیا په دې خبره ښه وو چې د خدای شمیر لوستوال یې ولرل او دده د نورو خدماتو باجود یې یو احسان په په پښتو دا هم دی چې د لوستوالو کچه یې زیاته کړه؛ تاسې وګورئ په هغه ټولنه کې چې کتاب اخیستل او لوستل یوازي د ګوت شمیر کسانو کار دی؛ دده اثار تر لسم یو لسم او حتا څوارلسم چاپ ووتل؛ زه هر وخت دده کتابونه ځان سره ساتم دده اثار ولوستل شول دا بیله خبره ده چې موږ تر کومي اندازي درک کړل خو د خوند خبره داده چې کتابونه یې وپلورل شول. زه دده ټول اثار هر لرم او دا تل وایم چې ددغو اثارو شتون مې خوښ ساتي. همدا ده چې دده د کتابونو لوست مې بیا شروع کړ او تصادفاً په داسې ناول پیښ شوم چې ژوره تراژیدې لري.

د احمدې صیب دا اثر زرو نومیږې؛ نه پوهیږم څوم وار به مې وه چې ومې لوست؛ خو دا وار چې مې ولوست لا درد یې راکړ؛ داسې مې حس کړه چې موږ په پوره مانا بې حسه څوک یوو.

بې حسه په دې مانا چې د لیکوال اصلې خبره مو لا درک نکړه؛ یوازې مو لیکوال ته شاباسی ورکړ؛ خو کله مو هم دا ونه ویل چې لیکوال څه غواړې؟ د زرو له کرغیړن داستان لیکلو وروسته د لیکوال هدف څه دی؟ دده هیله څه ده؟ ولې لیکوال داسې یوه څهره انځور کړه چې یوازې دی؛ له خپل یوازیتوبه توتې ته د ژوند کیسه کوې؛ اخر ده څه ګناه کړې ده چې هیڅوک دده داستان د اوریدلو وخت نلرې؟ .

د زرو داستان مې چې ولوست؛ د رحمت شاه سایل صیب یوه خبره مې رایاده شوه؛ هغه وایې چې ما څو کاله مخکې یو نظم لیکلی وه او پکې ویلې مې ول چې هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم؛ نو په دې نظم څوک پوه شوي یاست چې دا دی څه وایې؟ دې خواته په دې نظم څوک نه پوهیدل خو دومره باورې یم چې هغې خواته هم څوک ورباندې نه پوهیدل.

د سایل صیب دې خبرې مې ارواښاد احمدې سترګو ته نیغ ودراوه؛ دده ناولونه تر بل هر چا ډېر ولوستل شول؛ خو ایا کله هم چا سوچ وکړ چې د احمدې هیله څه ده؟

د زرو ناول د پښتنې ټولنې د یو کرغیړن حالت ښوندویې کوې؛ دا کرغیړن حالت دا دی چې نجلئ د انتخاب حق نلرې؛ کسب ګر د نورو خلګو سیال ندی او نور ….

ددغه ناول نوم مې څو کاله مخکې لکه دده د نورو ناولونو په رقم له راډیو اوریدلی وه؛ خو دا ناول چې راته جالب وه او ژر مې د لوست هیله لرله هغه یو بل څه وه.

دا یو بل څه د احمدې یو خاطره وه؛ هغه ویل چې د زرو ناول د پوښتئ لپاره مې تصویر ولیکلو، خو خوله یې لږ رانه خرابه شوه نو مجبور شوم د ونو ښاخونه مې د اغې په خولې وروستل تر څو اغه داغ پټ شې؛ څه وخت وروسته چې کتاب خپور شو نو یو چا راته ویل چې دا ښاخونه اصلا د پښتنو رواجونه دې چې د هرې بیچاره نجلئ خوله یې ګنډلې وه؛ زه په زړه کې خوشحاله شوم چې نه کړې زحمت مې هم ځای ونیوو.

تر دې خاطرې خپرولو وروسته دا ناول بیخې راته خاص شوو؛ هغه وخت مې هم څو وارې ولوست خو دا وارې چې مې ولوست نو یو بل څه مې حس کړل.

دا داسې څه وه چې زموږ په ټولنه او بیا په تېره زموږ په سیمه کې په پراخه اندازه تر سره کیږې او هغه دا چې له کسب نه کرکه.

زموږ په سیمه کې په پراخه اندازه اوس هم له کسب نه د خلګو کرکه کیږې؛ کسب ګر د ځان سیال نه بولې؛ زما ښه یاد دې چې یو چا له پښ سره دوستې کړې وه؛ نو دا نورو ورڼو یې هغه ښادې ځای په ځای ور پریښوده ویل یې زموږ لونګئ او شمله دې په خاورو کې ویشتله.

د احمدې صیب زرو ناول په غیرې ارادې توګه همدا داستان کوې؛ که کامران (د زرو معشوق) نجار نه وای ممکنه نه وه چې زرو او کامران دې په یو داسې برخلیک اخته شوې وای چې دواړه د مرغانو خوراک شول.

ددې ناول اصلې ستونزه میین توب ندی؛ اصلې خبره پکې د کسب ده کامران کسب ګر دی او د زرو د نیکه دا په نفس نه اواریږې چې کسب ګر دې د دوی زوم واوسې.

دا یوازې د کامران او زرو داستان ندی؛ دا د سلګونو هغو خلګو داستان دی چې کسب لرې مګر هیلې یې زندئ کړې دې.

شاید ددې ناول د لوست په مهال چاته سوال پیدا شې چې ولې طوطې ته کیسه کوې ولې خلګو ته یا حتا یو نفر نه مومې چې د زړه خواله ورسره وکړې؟

د ناول د لوست په مهال همدا پوښتنه حل کیږې دا ځکه چې زرو او کامران د زړه اوریدلې ده؛ او همد د زړه اوریدلې خبره ده چې دوی پردې دې.

یو ځا د ترور کره ځې هلته یې ترور ورته بې شرمه وایې؛ بل ځای چې د ترور کره ځې هلته یې ترور زی زرو ته لاس ور اچوې؛ ورته وایې چې که مرداره نه وای له کامران سره به تښتیدای.

همدا علت دی چې زرو او کامران له انسانانو کرکه لرې؛ هر چا ورسره د خپل خواهش په اندازه ظلم کړی دوی مجبور شول صحرا ته ولاړ شې؛ هلته خوشحاله وې خو د د انساناو بیا راتګ یې ژوند برباد کړې.

په هر حال د زرو ناول د انسانې محرمیتونو شهکاره بیلګه ده؛ په لوست ارزې.

د احمدې صیب اروا دې په جنتونو کې وې؛ اه لکه د زرو ناول کرکټر څه په ډک زړه ولاړ!

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000