ډېر وخت چې له موږ څخه څوک د کاروبارونو د پېل په اړه پوښتنه کوي، نو موږ ورته د بنسټېزو اصولو په لړ کې د مارکیټ څېړنه او تحلیل هم یادوو، بیا د دوی بله پوښتنه دا وي، چې د مارکیټ څېړنه او مطالعه څه شی او یا څنګه ترسره کېږي؟
دا پوښتنه ډېر مغلق اړخونه لري چې باید ځواب شي، چې ډېر وخت د کاروبار د پېل د یوه مهم او اساسي بنسټ په توګه دا برخه نا دیده نیول کېږي او پدې سره د ډېرو کاروبارونو پر وړاندې ستونزې را منځته کېږي. په لومړي سره کاروباریانو ته نه معلومېږي او د وخت په تېرېدو سره د کاروبار پر وړاندې د یوه منل شوي ګواښ په توګه خپل حضور څرګندوي.
د دې لپاره چې په راتلونکې کې د کاروبار پر وړاندې له ستونزو سره مبارزه شوې وي، یاهم ستونزو ته په وخت رسیدګي شوي وي او په ټوله کې د یو مهم کاروباري بنسټ په توګه په سمه توګه همدې مهمې پوښتنې ته کره او هر اړخېز ځوابونه پیدا شوي وي، نو لازمه ده، چې د مارکیټ څېړنه او تحلیل باندې ځان پوه کړو.
کله چې موږ د خپلو خدماتو او تولېداتو لپاره د مارکیټ مطالعه، څېړنه او تحلیل ترسره کړ، دا پدې معنی چې د راتلونکې خطراتو د مخنیوي لپاره مو یو سنجیده پلان ترتیب او پدې توګه د یوې منل شوې تګلارې په ډول د خنډونو او ستونزو سره د مبارزې یو حل لاره وړاندې شوه.
د مارکیټ په مطالعې، څېړنې او تحلیل کې نه یوازې د توکو او خدماتو برخه څېړل کېږي، بلکې د خپل اړوند او یا متغیر سیال او رقیب د محصولاتو او تولیداتو په اړه هم معلومات وړاندې کېږي، چې هغه خلک او سکتورونه چې زموږ په تولیداتو او خدماتو مستقیمه او غیر مستقیمه اړېکه لري همدا مطالعه او تحلیل دی، چې د خپل سیال پر وړاندې د مبارزې د لارو چارو په اړه یوه ستراتیژي پرې جوړولی شو او په بازار کې د خپل رقیب د سالم رقابت جوګه کېږو چې په هر حالت کې یوه کاروباري ادرس ورسره خامخا مخامخ کېدونکی دی او لدې خلاصون نشته.
دلته دوه مفاهیم دي، چې د مارکیټ څېړنه او تحلیل یې ګڼلی شو نو د دوی ترمنځ یو اساسي توپیر که وړاندې کړو نو ویلای شو؛
مارکیټ څېړنه Market Research او مارکیټ تحلیل Market Analysis ترمنځ توپیر
مارکیټ څېړنه Market Research مارکیټ څېړنه د بازار د حالاتو، تقاضا، عرضه، د مشتریانو چلند، سیالانو، قیمتونو، او د مارکېټ د عمومي شرایطو د ارزونې لپاره ترسره کېږي، دا یو تجسس exploratory پروسه ده چې موخه یې د معلوماتو راټولول، مستند کول، او د بازار د عمومي وضعیت درک کول دي.
بېلګه، که وغواړو په جلال آباد ښار کې د کندز کباب د خرڅلاو وضعیت وڅېړو، نو باید دا معلومه کړو چې څومره خلک دا کباب خوښوي، څوک یې پیرودونکي دي، د ورځې یا میاشتې په جریان کې څومره خرڅلا کېږي، او د سیالانو وضعیت څه ډول دی؟
مارکیټ تحلیل Market Analysis مارکیټ تحلیل د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ د بازار د رفتار او فرصتونو تحلیل او تفسیر دی. دا زموږ د پوښتنې تر لاسه شوی ځواب دی یا هم interpretive پروسه ده، چې موخه یې د کاروبارونو لپاره د ستراتیژیکو پریکړو اسانتیا رامنځته کول دي. بېلګه، که له مخکې زموږ د مارکیټ څېړنې پایلې وښيي چې د کندز کباب غوښتنه زیاته ده، خو سیالي کمه ده، نو موږ باید تحلیل وکړو چې څنګه یې عرضه کړو، د پلور غوره لارې څه دي، او کوم مارکېټینګ ستراتیژي به مؤثره وي.
که وغواړو په جلالآباد کې د کندز کباب د بازار ارزونه وکړو، نو مارکیټ څېړنه موږ ته د بازار د عمومي وضعیت په اړه معلومات راکوي، خو مارکیټ تحلیل موږ ته دا ښيي چې څنګه باید دا معلومات وکاروو، څنګه خرڅلاو ته وده ورکړو، او د سیالۍ په بازار کې څنګه غوره ودرېږو
دا چې د مارکیټ مطالعه، څېړنه او تحلیل دومره مهم دی نو په هر هېواد کې د همدې برخې د لا پوهېدنې په موخه لارښود کتابونه او مقالې لیکل شویدي، چې د سکتورونو په نظر کې نیولو سره په مختلفو بڼو وړاندې کېږي او د هغه خلکو لاسنیوی کېږي، چې غواړي کاروبار پېل کړي او نوی مارکیټ ته داخل شي تر څو د مارکیټ په اړه هر اړخیز معلومات ولولي او په اصطلاح سر پرې خلاص کړي.
د امریکا د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو اداره پدې اړه په لاندې ډول لیکي؛
د بازار څېړنه ستاسې د کاروبار لپاره د پېرودونکو په موندلو کې مرسته کوي او په مارکیټ کې د خپلو سیالانو په اړه درته معلومات، حل لارې او لارښوونې وړاندې کوي.
د امریکا د کوچنیو کاروبارونو اداره د مارکیټ څېړنه د مشتریانو د موندلو، د هغوی چلند او په بازار کې د اقتصادي رجحاناتو د پېژندنې په پار مهمه ګڼي او د دې لپاره چې د کاروبار مفکوره تائید شي دا چاره ترسره کېږي.
د دې لپاره چې موږ د مارکیټ څېړنه په ښه شکل سره ترسره کړي وي، نو پکار ده چې د لاندې معلوماتو په اړه کره ځوابونه ترلاسه کړو؛
لومړی: تقاضا، ایا ستاسې د محصولاتو او تولېداتو لپاره په مارکیټ کې تقاضا شته؟ چې دا چاره په مارکیټ کې د مخکنۍ اړتیا پر بنسټ ټاکل کېدای شي.
دویم: د مارکیټ اندازه یا د کار چاپیریال، په هغه برخه کې چې تاسې تولېدات او خدمات ارایه کوئ څومره خالیګا یا د کارچاپېریال موجوده ده، چې خلک ستاسې توکو ته پکې په څومره کچه علاقه مندي لري؟
درېیم: اقتصادي شاخصونه، یا د خلکو اقتصادي حالت پېژندل، هغه توکي چې تاسې یې مارکیټ ته وړاندې کوئ د خلکو اقتصادي حالت ته په کتو یې اخیستلی شي یانه؟
څلورم: د کاروبار موقعیت، د خپلو محصولاتو او تولېداتو لپاره د کار ساحه تر کومو ځایونو پورې ده او ستاسې د محصولات او خدمات به تر کومو ځایونو پورې ورسېږي؟
پنځم: د بازار حالت، هغه توکي چې تاسې یې وړاندې کوئ مخکې په بازار کې په کوم وضعیت کې دي او تر تاسې مخکې یې حالت په کوم ځای کې قرار لري؟
شپږم: نرخونه، پدې برخه کې د پېرودونکو د اخېستلو له ځواک پېل او په مارکیټ کې د حاکمو قیمتونو سره د پرتلې په برخه کې څېړنه کېږي او دا معلوموي چې زموږ عرضه کېدونکی توکی به څومره قیمت ولري او یا په کوم قیمت خرڅېدلای شي؟
دا پورته ټول معلومات په هغه هېوادونو کې چې د معلوماتو او احصایو په برخه کې غوره سیستمونه لري او پدې برخه کې ادارې او سازمانونه کار کوي، ډېر ژر تر لاسه کېدای شي او په اسانۍ سره یو پانګوال پرې تکیه کولای شي خو په افغانستان کې دا کار ډېر ستونزمن دی، ستونزمن پدې معنی، چې د دې پورته معلوماتو لپاره موږ مخکې له مخکې کومه رسمي او منل شوې ډیټا نه لرو که یې لرو هم په ښه او غوره شکل سره کټګوري شوي او تحلیل شوې نده نو ځکه د سکتورونو، د پانګونې د اندازې او جفرافیوي ساحو په تغیر سره یې نتایج هم تغیر کوي نو ځکه پرې ډېره تکیه نه شي کېدای نو د دې لپاره چې د مارکیټ څېړنه په ښه شکل سره ترسره شوي وي نو لازمه ده، چې خپله کاروباریان او یا هم د یوې بلې اړونده ادارې سره د یو تفاهم له مخې دې دا چاره په مسلکي او د ریښتیني معلوماتو پر بنسټ چمتو کړي او بیا دې تحلیل ترسره کړي، چې د دې چارې لپاره په لاندې ډول یو څو میتودونه وړاندې کېږي، چې پرې معلومات راټولولی او تحلیل کولای شو؛ لومړی: سروې ګانې، په مختلفو بڼو په شخصي او رسمي ډول ترسره کېدای شي، چې د معلوماتو د راټولونې په برخه کې تر ټولو غوره میتود ګڼل کیږي.
دویم: پوښتنپاڼې، د اړونده سکتورونو له کاروونکو، پېرودونکو او اړونده سکتورونو له چلوونکو څخه د معلوماتو د راټولولو یوه پروسه ده، چې په اړونده سکتور کې له تاسې مخکې خلک خپل معلومات له تاسې سره شریکوي.
درېیم: فوکس ګروپونه، ستاسې د سکتور اړونده مخکیني او یا ستاسې په لاس جوړ شوي داسې ګروپونه او ډلې چې یوازې ستاسې د محصولاتو او خدماتو په اړه معلومات راټول کړي او بیا یې شننه او تحلیل ترسره کړي یعنې دا یوه موقتي رامنځته شوې ډله هم ګڼلی شو، چې خپل تمرکز یې یوازې په یوې برخې باندې وي او هماغه برخه پکې څېړې او نتایج یې وړاندې کوي.
څلورم: ژورې مرکې، د خپلو محصولاتو او خدماتو لپاره د یوه میکانیزم له مخې مرکې او انټروي ګانې ترسره کول، چې تاسې ته د مارکیټ په اړه کره او لومړي لاس معلومات درکړل شي دا په مختلفو بڼو تر سره کېدای شي او دا هم امکان لري، چې په اړونده برخه کې له مخکنیو مرکو او پروګرامونو ګټه واخېستل شي.
لیکنه: امین ستانکزی