د ژوند مهم هدفونه او ورته د رسېدو لارې

Image

لومړۍ برخه: د انسان او جهان پېژندنه
انسان پېژندنه:
د ژوند د مانا او هدف د موندلو لپاره لومړی ګام د ځان پېژندنه ده. که انسان خپل ځان و نه پېژني، د خپل ژوند ریښتینی لوری، ځواکونه او کمزورۍ به ترې پټ پاتې شي. ځان پېژندنه په حقیقت کې د انسان د وړتیاوو، ځانګړنو، خویونو او معنوي مقام د درک کولو کیلي ده، او د هر فرد لپاره د ودې، پرمختګ او د ژوند د مانا مېندلو بنسټ جوړوي.

وړتیاوې (Capacities):
په مجموع کې د انسان دوه وړتیاوو هغه له نورو ژوندیو موجوداتو ممتاز کړی او د ځمکې مشري یې ورکړې ده: تصورو او تخیل چې په برکت یې علم، پوهه او مهارت زده کوي او ډول ډول نوښتونه او کشفونه کوي، او تعاون او تشکل چې لویې ټولنې او انساني کتلې لکه قوم، ډله، ملت او اتحادیط جوړوي چې د بشري ورورۍ د جوړېدو زیری راکوي.
هر انسان ځانګړي وړتیاوې لري. ځینې خلک د فکر او څېړنې په برخه کې ځواکمن دي، ځینې د هنر او تخلیق وړتیاوې لري، او نور بیا د مشرتابه، اړیکو جوړولو او ستونزو د حل توان لري. دا وړتیاوې طبیعي یا فطري هم کېدای شي، او د زده کړې او تمرین له لارې هم وده کوي. د ځان پېژندنې یوه مهمه برخه دا ده چې انسان خپلې پټې وړتیاوې وپېژني او د هغوی د ودې او تبارز لپاره کار وکړي. که وړتیاوې بې‌کاره پاتې شي، انسان به نه یوازې له ځاني پرمختګه وروسته پاتې شي، بلکې ټولنه به هم د هغه له ارزښتناکو توانمنیو بې‌برخې شي.

ځانګړنې او خویونه (Character traits):
شخصیت د انسان د ارزښتونو، عادتونو، اخلاقو او خویونو مجموعه ده. مثبتې ځانګړنې لکه صداقت، زغم، عدالت، مینه، خدمت، او د مسؤلیت منل، د انسان شخصیت ښکلی کوي. په مقابل کې، منفي ځانګړنې لکه غوسه، حسد، بې‌صبرۍ او د نورو سپکاوی د انسان پر شخصیت منفي اغېزه کوي. د ځان پېژندنې یوه مهمه برخه دا ده چې انسان خپلې مثبتې او منفي ځانګړنې وپېژني. د دې پېژندنې په نتیجه کې د پیاوړو اړخونو د لا تقویې او د نیمګړتیاوو د کمولو او له لپاره لپاره تدابیر نیسي او پلان جوړوي. پدې ډول د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټینګ عملي ګامونه اخلي.

معنوي مقام (Spiritual status):
انسان یوازې مادي موجود نه دی، بلکې معنوي اړخ یې د ژوند د معنا تر ټولو مهمه برخه ده. د معنوي مقام پېژندنه دا معنا لري چې انسان د خپل وجدان، روح او له خالق سره د اړیکو اهمیت درک کړي. په دې اړه فکر انسان دې ته متوجه کوي، چې د ژوند ارزښت یوازې د مادي بریاوو په ترلاسه کولو کې نه دی، بلکې د داخلي سکون، روحاني ودې او د تلپاتې هدف په لور تکل او مزل یې هم برخه ده. دعا، ذکر، تفکر او په خیریه کارونو کې ګډون او د نورولاسنیوی د انسان معنوي مقام لوړوي، او د ژوند په ژور خوند او مانا یې پوهوي.
په عمومي ډول، د ځان پېژندنه د انسان لپاره د ژوند د نقشې جوړولو لومړی ګام دی. که یو ځوان خپلې وړتیاوې، ځانګړنې او معنوي مقام ښه وپېژني، نو د خپلو هدفونو په ټاکلو کې به پیاوړی او په عمل کې به ثابت قدم وي. دا پېژندنه انسان ته ځواک ورکوي چې د لا ښه راتلونکي په لور، خپل ځان او ټولنې ته د سم مسیر په ورکولو کې برخه واخلي.
په نړۍ او هستۍ کې د انسان ځای
څو ورځې مخکې ما پدې باره کې ځینې عجیبو پرتلنو ته اشاره کړې وه. دلته ورته له بلې زاویې ګورو: که له لومړني پیل څخه تر پایه پورې د غیر ژوندیو او ژوندیو شیانو د جوړښت سلسله وگورو پدې ډول ده: انرژي، کوارک، بوسانونه او نورې وړې ذرې په ځانګړي ډول الکترون، پروتون او نیوترون متشکل کېږي  او اتوم جوړوي. د اتومونو له مجموعې مالیکول جوړېږي، چې بایومالیکولونه د ډی ان ای او بیا د حجرې د جوړېدو عناصر تشکیلوي. حجره د یو ژوندي موجود وظیفوي او جوړښتیز واحد دی یعنې په کوچنۍ سطحه د یو ژوندي موجود د دندو او جوړښت ټول عناصر لري. د حجرو له یو ځای کېدو نسجونه جوړېږي، چې له هغوی بیا د بدن بېلابېل غړی، له غړو سیستمونه او له هغوی بدن جوړیږي. دا بدن د  ایکوسیستم په دوران کې ژوندی پاتې کېدای شي. او تر ټولو ورهاخوا د ځمکې د بایوسفییر طبقه ده.
په دې اوږده لړۍ کې موږ وینو چې له کوچني اتوم نه تر ستر بایوسفییر د ژوند جوړښت سطحه او انکشاف ورو ورو پراخیږي، خو لا هم تر اوسه پدې برخه کې ډېر اسرار پټ پاتې دي، لکه د جنیټیکي کوډونو معما او دا چې DNA  څنګه پروټین جوړوي. د حجروي غشا (Cell membrane) ځانګړی رول، له سټیم سیل څخه نورې حجرې جوړېدل، د انساني دماغ پېچلتیا او پکې د شعور موجودیت هم ډېر حیرانوونکی دی.
له دې ټولو معماوو او رازونو موږ پوهیږو چې ژوند یوازې تر بدن پورې نه محدودېږي، بلکې لا ډېر ناڅرګند رازونه یې سپړل او څېړل غواړي.که د پیچلو جوړښتونو، دندو او شعوري فعالیتونو له مخې وګورو، بیا هم انسان له ساده ګۍ څخه د پیچلتیا پر لور امیب د دې زینې تر ټولو په ټیټ او انسان یې په تر ټولو لوړ پاټکي کې ولاړ دی.
دا چې موږ د ژوند د عملي هدفونو او ورته د رسېدو د تشریح پلان لرو، نو دلته به نور ژور برخو نه ځو. که عمق ته ځو نو بیا خو یوازې د اتوم په ځېړنو کې ۲۵ عالمانو د نوبل جایزې اخیستې دي او د هر فزیک پوه د ژوند او څېړنو یوه لویه برخه د اتوم په باب په زده کړه لګیږي.
که د ځینو دوستاو ذهن پارونکې پوښتنې خوښېږي، د لاندې پوښتنو ځوابونه دې ولټوي او په کمنټونو کې ولیکي:
• د انسان د بدن په پیچلتیا کومې برخې زیاتې حیرانونکې دي او تر شا یې کوم رازونه پټ دي؟
• څنګه انسان پخپل دومره کوچنی وجود په کایناتو کې دومره پراخه پوهه تر لاسه کړې ده؟
• ولې انسان تل د هدف او معنا په لټه کې دی؟
• ولې یوازې انسان (زموږ د اوسنۍ پوهې له مخې) په ټولو ژوندیو موجوداتو کې د پیاوړې حافظې، شعور، تحلیل، تصور، تخلیق او ترکیب په څېر نادرې توانمنۍ لري؟
• ولې د انسان ځینې جوړښتونه لکه د ګوتو نښې دومره دقیقې دي، چې په اته ملیارده انسانانو کې له یوه بله متفاوتې دي؟
• د انسان د روح د لټون انګیزه له کومه ځایه راولاړېږي؟
• ولې انسان له ځان، اولاد، جوړې، والدینو، کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او متعلقینو سره د اړیکو، مینې، پیوند او عاطفي اړیکو دومره ژور حد ته رسي؟
• د DNA، حجرې او دماغ د پیچلتیاوو اسرارو مو په ذهن کې کومې پوښتنې راپیدا کوي؟
• څنګه انسان هم د منفي (ورانوونکو) او هم د مثبتو (جوړوونکو) ځواکونو بې سارې وړتیا لري؟
• د ده د خوبونو، هیلو، پیشبينۍ، له لیرې اړیکو او نورو وړتیاوو ماهیت څه شی دی؟

ليک: ابراهیم شینواری

Share via
Copy link