روژه: قراني هدفونه او حکمتونه

Image

تر پیل مخکې مو د مبارکې روژې د روغتیايي ګټو او غذایي رژیم په باب معلومات ځکه شریک کړل، چې دوستان د هغوی په رڼا کې تیاری وکړي. پدې لیکنه کې د روژې قراني ژور حکمتونه او هدفونه څېړل شوي دي.

روژه د اسلام څلورم رکن دی چې د رمضان په ټوله میاشت کې نیول کېږي، او مسلمانان پکې له سپیده چاوده تر ماښامه له خوړو، څښاک، جنسي اړیکو او بدو کړنو ځان ساتي. روژه د ځاني کنټرول، تقوی، او د الله د رضا ترلاسه کولو لپاره یو مهم عبادت دی.

د روژې معنی او تعریف

د روژې لغوي معنا “ځان ساتل یا امساک” دی، او په اسلامي اصطلاح کې روژه د هغه ځانګړي عبادت نوم دی چې یو مسلمان پکې د الله (ج) د حکم مطابق د سپېدو له پیله تر ماښامه د خوړلو، څښلو، او جنسي اړیکو څخه ځان ساتي.

د روژې قرآني هدفونه او حکمتونه

روژه د بقره سورة د ۱۸۲ ایت له مخې پر مومنانو داسې فرض كړى شوې ده لكه په مخكې کسانو باندې چې فرض کړل شوې وه. د همدې مبارک سورة په ١٨٥  ایت کې راغلي دي چې رمضان هغه میاشت ده چې قرآنکریم پکې نازل شوی دی، چې د خلکو لپاره هدایت او فرقان (د حق او باطل بېلوونكي ښكاره دلیل) دی، نو مومنان دې د دې میاشتې روژې ونیسي، او ناروغ او یامسافر دې هماغومره ورځې روژې تر سفر یا ناروغۍ وروسته ونیسي. پدې آیت شریف کې دا هم راغلي دي چې  الله تعالی پر تاسو د اسانتیا اراده لري، نه د سختۍ، بلکې د دغو ټاکل شوو روژو نیول د دې لپاره دي چې مومنان د الله تعالی لويي بیان كړي. همدارنګه روژه مومنانو او روژه نیوونکو ته هدایت او د شكر ایستلو وخت بلل شوی دی.

په قرآنکریم کې د روژې ته صیام او دغې میاشتې ته رمضان ویل شوي دي. د صیام لغوي معنی داده چې نیونکی یې له خوړو، څښلو، بدو خبرو او کړنو، جنسي اړیکو او نورو منع شوو عملونو څخه ډډه وکړي. شهر رمضان د روژې میاشت ته ویل کیږي.

د بقرې سورة د ١٨۶  آیت د مفهوم له مخې الله تعالی، رسول الله ته فرمایي چې که د الله تعالی بنده ګان درڅخه د الله تعالی تپوس وكړي، نو یقینًا الله تعالی ډېر نږدې دې، او د دعا كوونكيو دعا قبلوي، نو دوی دې هم د الله تعالی حكم ومني، او پر الله دې ایمان راوړي، چې دوى رشد ومومي.

روژه یوه ستره ازموینه او عبادت دی، او مهم دیني هدفونه لري. د قرآن کریم د ایتونو په رڼا کې د روژې قرآني هدفونه او حکمتونه دا دي:

1-  تقوی: په روژه کې د خالق لور ته متوجه کېدل په شخص کې د ارادې قوت او ځاني کنټرول یعنې تقوی او پرهیزګاري زیاتوي (بقره ۱۸۳). د مریم سورة د ۲۶ آیة له مخې له خبرو څخه هم روژه کیدای شي، چې د معنوي تمرین پر لور تمرکز او تفکر ته لار هواروي او د ارادې له قوت سره مرسته کوي.

2-  تعاون او مرسته: د روژې د نیولو د ناتوانۍ په بدل کې مسکینانو سره د مرستې کولو توصیه شوې ده، چې ټولنیز تعاون پیاوړی کوي، (بقره ۱۸۴).

3-  هدایت او د حق او باطل د فرق توانایي: په رمضان میاشت کې د قرآن د نزول هدف د روژې اهمیت لا زیات څرګندوي، او دا نزول انسان ته د هدایت د نښو ښودلو او د ښو او بدو توپیر کولو د وړتیاوو تقویه کول ښودل شوي دي.  (بقره – ۱۸۵). دا چې قرآن په روژه کې نازل شوی دی، او روژه د اخلاص، صبر، تعاون، تقوی او رشد د ودې لا زیاتې زمینې جوړوي، باید د قرآن تلاوت او پکې تدبر ته ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د ټولو ښو عملونو بنسټ باید د اصلي سرچینې (قرآن) په رڼا کې وي.

4-  شکر ګذاري: روژه انسان ته د الله تعالی د نعمتونو د شکرګذارۍ ژور احساس او توان ورکوي، (بقره ۱۸۵).

5- د خالق لویي بیانول او سره نږدې کیدل: د هدایت او حق و باطل د فرق تر توان میندلو وروسته انسان داسې اساني لارې تشخیصوي، چې د  الله تعالی لور ته یې متوجه او ورنږدې کړي. (بقره ۱۸۵،  ۱۸۶).

6- د دعا پر قبلېدو باور: د عباداتو او په ځانګړي ډول د روژې په نتیجه کې د الله پر لور د توجه د زیاتولي له امله د انسان دعاګانې مستجابیږي (د غوښتنو د تر لاسه کولو له لارې یې موانع لېرې کیږي).  (بقره ۱۸۶). البته د دې آیت شریف موضوع له روژې پرته د نورو وختونو لپاره هم ده، خو د روژې د مربوطو ایتونو په منځ کې یې د واقع کېدو حکمت دا دی چې په روژه کې په عبادت کې د اخلاص او تقوی ته د رسېدو فرصت زیات وي، او تر تقوی وروسته له خدایه دعا بې الایشه او حقیقي شکل نیسي. په دې آیت شریف کې الله تعالی ځان نهه ځلې د (زه) په ضمیر یاد کړی دی، چې له انسان سره د هغه ستر ذات بې نهایته نږدې والی او توجه ښیي.

7- رشد ته رسېدل: په ایمان، باور او تمرکز سره د ټولو عباداتو او نیکو اعمالو په نتیجه کې انسان رشد یعنې ذهني، اخلاقي، او شخصیتي پوخوالي، توازن او استقلال ته رسېږي، چې د ځان، ټولنې، کایناتو او خالق په باب ژور درک، پیدا کوي، آزاد فکر او نوښت کوي، له نورو سره همدردي، سالمې اړیکي، مرسته، او تعاون کوي، او لارښوونه او روزنه یې کوي. (بقره ۱۸۶).

8- د ښځې او مېړه پر نږدې والي او مقام ټینګار: د روژې په مربوطو آیتونو کې د ښځې او مېړه د محرمې اړیکي په باب د تقوی او پرهیز تر امر وروسته دا اړیکه دومره نږدې او محرمه ښودل شوې ده، چې دوی یې یو د بل لباس ګڼلي دي. (بقره ۱۸۷). لباس د انسان پرده، ښکلا او حفاظت دی، نو د دې ښکلې کلمې له دغه ډول بیانولو دا ژور مفهوم راوزي چې د نر و ښځې پرده، ښکلا او حفاظت شریک او یو پر بل پورې تړلي دي، او په منځ کې یې بل هیڅوک نه ځاییږي.

9- د بری زیری: د روژې نیول او نورو نیکو اعمالو سرته رسول د انسان لپاره (د نجات) د زیري په توګه یاد شوي دي. (توبه ۱۱۲).

10- نورو ښو عملونو ته زمینه جوړول: د روژې نیولو د ناتوانۍ په صورت کې انسان ته د نورو ښو کارونو بدیلونه وړاندې شوی دی، لکه د مریانو ازادول او له مسکینانو سره مرسته کول. (مجادله ۳ – ۴).

11- د ځینو بدو کړنو او ګناهونو د متبادلې سزا په توګه: د سهوې قتل عامل ته د دوه میاشتې روژو نیولو امر هله شوی دی چې مريي نه لري چې ازاد یې کړي. (النساء – ۹۲). د احزاب سوره په ۳۵ ایة کې هم روژه د نورو نیکو عملونو په شان د بخښنې او ستر اجر وسیله ګڼل شوېده.

12- د ګناهونو جبران او سزا د تخفیف او بدیل لارې په توګه: د ځینو ګناهونو د کفارې یا جبران لپاره هم په مربوطو مومنانو روژه فرض کړای شوې ده: د المایده – ۹۵  آیت له مخې د روژې نیولو یا مسکینانو ته د مرستې کولو امر شوی دی.

د دې ټولو مهمو هدفونو او حکمتونو په منځ کې پر تقوی، شکر او رشد ډېر ټینګار شوی دی او تر هر یوه مخکې د لَعَلَّكُمْ او لَعَلَّهُمْ ذکر راغلی دی.

سره له دې چې په روژه کې روغتیايي ګټې هم مهمې دي چې موږ په تېره لیکنه کې تشریح کړې، همدارنګه شتمن انسانان د غریبانو له احواله خبریږي، چې دغه هم سم برداشت دی، خو قرآن کریم د روژې هدفونه، حکمتونه او ګټې په پورته ډول ډېرې لوړې ښودلي دي.

د دې لیکنې مشرح ډول په دعوت، تاند او وصال ویبپاڼو کې لوستلی شئ.

لیکنه: ډاکتر محمد ابراهيم شينواری

Share via
Copy link