مذهبي نرګسيت

Image

قران کريم د اهل کتابو په اړه يوځای د غندې له مخې ويلي دي:

وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ وَٱلنَّصَٰرَىٰ نَحۡنُ أَبۡنَٰٓؤُاْ ٱللَّهِ وَأَحِبَّٰٓؤُهُۥۚ قُلۡ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُمۖ بَلۡ أَنتُم بَشَرٞ مِّمَّنۡ خَلَقَۚ.(المائده: ۱۸)

يهوديانو او نصرانيانو ويل: موږ د خدای زامن او د هغه دوستان يو، ووايه: نو بيا ستاسو د ګناهونو له امله عذاب ولې در کوي؟ بلکې تاسو هم د نورو خلکو په شان انسانان ياست.

دلته موږ وينو چې اهل کتابو ځانونه الله ته دومره نږدې بلل چې ان قران ور څخه په دغسې سختو الفاظو تعبير کړی دی. مګر له دې سره الله تعالی د هغوی خبره نه ده منلې. د ډېری نبيانو له ور تګ سره سره هم دوی دغه مقام نه دی تر لاسه کړی چې خدای ته محبوب شي.

خدای د محبوبيت خبره په خپل قانون کې اعلان کړې ده:

﴿إِنَّ أَكۡرَمَكُمۡ عِندَ ٱللَّهِ أَتۡقَىٰكُمۡۚ إِنَّ﴾ [الحجرات: 13].

حقيقت دا دی چې الله تاسو ستاسو هغه کس ډېر محترم دی چې د قانون پاسداري کوي.

خدای په دې کايناتو کې دوه ډوله قوانين پلي کړي دي، يو يې طبيعي قوانين دي او نور يې شرعي. د طبيعي قانون پابندي موږ حتمي کوو، په دې برخه کې موږ د نوور بې روحه او ارادې مخلوقاتو په شان يو؛ ځکه زموږ له ارادې وتلي دي. دا موږ ته په ګوته کوي چې په هر شي کې د مخلوق اراده نه چلېږي، بلکې دلته د يوه غالب ځواک اراده حاکمه ده چې د هغې له مخې فيصلې کېږي او هغه د مخلوقاتو مصالح تر موږ ښه په نظر کې نیولای شي.

دويم قانون د شريعت دی، په دې کې انسان خود مختاره دی. که يې عملي کړي؛ نو دنيا او اخرت دواړه يې په ودانېږي او که يې عملي نه کړي، دواړه يې تباه کېږي.

مهمه خبره دا ده چې دا قانون چا ته اجازه نه ور کوي چې خپل ځان يوازې دغه مذهب ته نسبت له مخې تر نورو غوره وګڼي. قران کريم امر کړی دی چې:

﴿وَقُولُواْ لِلنَّاسِ حُسۡنٗا﴾ [البقرة: 83].

او ټولو انسانو ته ښې خبرې کوئ.

د هيچا حق يو مسلمان له دې امله نشي خوړلای چې دی تر هغه برتر دی، بلکې د انسانانو سپکاوی په شريعت کې تکبر بلل شوی دی او تکبر په دين کې ډېر سخت ممنوع دی.

دا يوه ډېره چټي، بې بنياده او خوسا مفکوره ده چې يو څوک له دې امله ځان تر نورو لوړ ګڼي چې هغه په ديني او مذهبي لحاظ پلانی فکري مکتب تعقيبوی؛ د پلاني فکر پيروان دي، يا د مذهب ځينې مراسم ادا کوي او ځان تر نورو ورته بر ښکاري.

تن

تدين بايد په انسان کې تواضع پيدا کړي، هر تدين که د عجب او نرګسيت سبب شو، هغه د ريا له پاره شوی تندين دی، الهي رضا ور څخه هدف نه وي. څوک چې هم د خدای له پاره ديني مناسکو پر ځای کوي، هغه بايد ځان د نورو انسانانو خواخوږی جوړ کړي، له خلکو سره مينه وکړي، خلکو ته خدمت د ځان دنده او مکلفيت وبولي، د مخلوق خدمت د هغه له پاره وياړ وي، نه دا چې د نرګسيت په مرض اخته شي او د مخلوق له خدمته په دې بهانه ځان خلاص کړي چې زه تر دوی غوره يم؛ نو زه بايد د دوی خدمت و نه کړم؛ بلکې دوی بايد زما خدمت وکړي.

هر څوک چې دغه مفکوره ساتي، د اسلام له هداياتو سره يې دغه مفکوره هيڅ ډول تړاو نه لري، نور چې يې له هره ځايه اخيستې ده، هغه د ده خپل کار دی چې حتمن به يې سرچينه بشري فکري توليد وي، نه الهي منابع او بايد د اصلاح هڅه يې وکړي.

لیکنه: زبیر افغان

Share via
Copy link