له پاکستان درې هیوادیزې لوبلړۍ د پایلوبې بایللو بڼې او ننۍ ماتې سخت خفه کړی یم. هغه پایلوبه په هغه بڼه بایلل زمونږ د لوبډلې شان سره نه ښودله خو پرونۍ ماتې بیا بیخي د منلو نه ده. که خبره د وړتیا او یا د شل اوریزو د مهارت وي، پرته له هند، له ټولو نورو لوبډلو غوره یوو، خو د لوبډلې ترکیب راته کیسه ګډه وډه کړې ده.
د لوبډلې ترکیب بیا د لوبډلمشر په لاس کې دی. که چا درته وویل چې لوبډله خو ټاکونکې ډله (selection committee)، بورډ ټاکي او یولس بیا د کوچنګ ډلې او کپتان په مشوره ټاکل کیږي نو دغه کس یا خو د افغانستان کرکټ کې د بورډ او لوبغاړو په اړیکو نه دی خبر یا ځان د کوم ځانګړي غرض له مخې کوچه حسن چپ کې وهي. راشد، لوبغاړی، د افغانستان شان او ویاړ دی، خو راشد کپتان بیا سرزوری دی او دده د طبعیت خلاف تللو والا څوک نه وینم. نو د لوبډلې ټاکلو او لوبې ته د لوبغاړو ټاکلو په برخه کې مسولیت ورله غاړې دی.
زمونږ ستونزه کوم لوبغاړي یا څو لوبغاړو سره نه بلکې د لوبډلې ترکیب سره ده. درې توپوهونکو سره لوبې ته ځو، هغې کې هم یو د فارم په لټه کې دی، او تا بیا ورپسې د نیم او نیمچه بیټرانو قطار جوړ کړی. دا چې دوه ویکټې ولویږي زمونږ بیټنګ لاین آپ خلاص شي. شاید یو څوک ووايي چې نو خو غوره بیټران نه لرو، مجبور په همدې ګزاره وکړو. د دې خبرې ځواب دا دی چې توپوهونکي په چانس ورکولو، په ډاډ ورکولو او په دومداره باور/ملاتړ جوړیږي. دا درې کاله، لا زیات ورته نعرې وهو چې نیم او نیمچه لوبغاړو په ځای تخصصي لوبغاړو سره لاړ شه، هغه تخصصي لوبغاړو ته وخت ورکړه ترڅو باوري شي او ټیم کې د بیټنګ او بالنګ توازن برابر شي خو جناب یې چیرته مني.
بحث د یو یا دوه یا درې ځانګړیو لوبغاړو نه دی، بلکې د لوبډلې د ترکیب دی. مونږ دا لوبې د ترکیب له کبله بایلو نه د وړتیا او مهارت له وجهې. که را روانه لوبه کې ترکیب سم کړي او تخصصي بیټران لکه درویش یا کوم بل څوک ولوبوي نو نړۍ به ګل او ګلزار شي؟ نه، حتمي نه ده چې تخصصیان دې راتګ سره سم توفان وکړي، اما خبره دا ده چې مونږ به د ترکیب سمولو لور ته روان شوي وو. څه که همدا الراونډران درته را روانه لوبه کې ډیرې منډې وکړي! زما به دریځ بیا هم همدا وي چې مونږباید په تخصصي لوبغاړو پانګونه وکړو لکه چې مو په صدیق اتل او عظمت وکړه.
دا لوبډله په واقعیت چې د آسیا دویمه غوره لوبډله ده. د سړي زړه درد وکړي چې دومره غوره لوبډله لرلو سره د بنګله دیش داسې لوبډلې نه یې وبایلې چې اماراتو ترې څو میاشتې مخکې لوبلړۍ ګټلې وه. بله دا چې را روان نړیوال جام په آسیا کې دی، مونږ ته برابر چاپریال یعنی هند او سریلنکا کې کیږي چې دا مونږ ته چانس راکوي چې کرکټ مو لا په نړیواله کچه خپل دریځ ټینګ او لوړ کړي. واړه ټیمونه تل موافقو حالاتو کې ښو لوبو سره ځان ته دریځ جوړوي چې دا ورته بیا ناموافق چاپیریال کې د کرکټ کولو دروازې پرانیزي. د کرکټ د لوبډلو د پرمختګ همدا تجربه شوی پړاو او بهیر دی. سریلنکا خپل ځان د ۱۹۹۳-۱۹۹۶ کلونو کې په شارجه، سریلنکا، هندوستان او پاکستان کې تثبیت کړ. دغه کار ورته د نړیوال کرکټ ساحه لا پراخه کړه. خو آیرلینډ چې په دغه کار نه دی توانیدلی نو په ځای ولاړ دی. یعني د آسیا جام او نړیوال جام مونږ لپاره یوازې ستر ټورنمنټونه نه بلکې د پرمختګ زینې دي.
را روانې لوبې ته وړاندوینه:
که د رب رضا وه، را روانه لوبه ګټو. زمونږ د لوبډلې چې کله پښه په پینسه کې ونښلي (Back to Wall) نو بیا غوره لوبه کوي. دا لوبغاړي به پیاوړي را ګرځي، او زه پوره باوري یم چې د بنګله دیش ماتې ژوبل کړي به بل راونډ ته داخلیږي.خو له بري او ماتې صرف نظر، مونږ باید د لوبډلې په ترکیب خبره وکړو. نړیوال جام پورې دوه د منځ توپوهونکي او یو یا دوه فنشر/په پای کې تیزه لوبه کونکي موندل، لوبول، ډاډه کول او د ټیم دایمي برخه ګرځول دي. که دا کار ونکړو، تل به همداسې یو یا بل لوبغاړی ټارګیټ کوو. ورسره به زړه او ځیګر خورو.
ليکوال: مشتاق رحيم