“شرکت ډاکټرانو ته ایفون موبایل ورکوي”

بې کاري وځورولم. ډېرو ځایونو او دفترونو ته ولاړم، ډېرې دروازې مې وټکولې چې هر ځای مې شناخت او خبره اورېدله کېدله، هغه ځای ته ورغلم. نور مې د جیب خرڅ او هغه بچت شوې پیسې چې ما په مخکینۍ دنده کې سپما کړې وې، ختمې شوې. خدای“ج” هېڅکله خپله مهرباني له بندګانو نه سپموي، […]

Read More

بارونه- لنډه کيسه

نه پوهیږم نن مې ولې له ورځو ورځو وروسته حس کړه چې باید خونه مې پاکه او منظمه کړم. ګلدانونه اوبه کړم، ګلونه یې مړاوې شوي. دریدلي ساعت ته بیټرۍ واچوم او په خلاصه فضا کې قهوه او خواږه وخورم. …. غونج کړل شوي کاغذونه مې ټول کړل، په ټوله خونه کې خواره وو. د […]

Read More

پښې یې پرې شوې دي

د کندهار برېښنا په باور نه وي، ځي راځي. چې نه وي، خوب حرام دی. که برېښنا وه، نو بیا به ویده وم. په دوبي بادپکې ته ګذاره نه کېده، د اوبو کولر بیا هغومره له غوماشو او ګرمۍ خوندي کړي وو. یو ماښام له ډودۍ وروسته مې د اطاق وال خالد په نس درد […]

Read More

شپانه ووژل شول

وزیر کلوشې و ایستلې، د پوندو چاودې یې له خاورو ډکې وي، څو ګامونه یې واخیستل، په ټغره واړه د پښو چاپونه پاته شول. د تندي ویښتان یې په خولۍ کې بند کړل، شونډې یې د ګنډلي منګي په ژۍ کېښودې، اوبه کمې وې، منګی یې په غاړه واړاوه، په جاغه کې یې لیکه اوبه […]

Read More

پروجيکشن

دا سمه ده، چې د بشر د شخړو تر شا به اقتصادي او سياسي لاملونه وي؛ خو رواني لاملونه هم پکې نشو هېرولای، چې زموږ ورته پام  نه ورګرځي. د دوو وګړيو د ساړه او تاوده جنګ تر شا رواني لاملونه هم وي او دا لاملونه ښايي د دوو هېوادونو په شخړو کې هم لاس […]

Read More