نه پوهیږم نن مې ولې له ورځو ورځو وروسته حس کړه چې باید خونه مې پاکه او منظمه کړم. ګلدانونه اوبه کړم، ګلونه یې مړاوې شوي. دریدلي ساعت ته بیټرۍ واچوم او په خلاصه فضا کې قهوه او خواږه وخورم.
….
غونج کړل شوي کاغذونه مې ټول کړل، په ټوله خونه کې خواره وو. د کاغذونو لپاره ځانګړې شوې کثافت دانۍ هم ډکه ده. زه یې ستل بولم، نه غواړم د تورو د اچولو د ځای لپاره مې دا کلمه وکاروم.
نه پوهېږم ولې لیکنه راته د ارامتيا تر څنګ يو ډول عذاب وي. فکر کوم تورې مې بشپړ نه وي. يو څه پکې کم وي. ځينې پکې زيات هم وي. وينم یې، هغه څه هغسې نه شم را ايستلی چې حسوم یې. ښايې په خپل اصلي رنګ د بيانولو لپاره به یې وخت ته اړتيا وي. ځه، د اوس لپاره به په دې بسنه وکړم چې ما په خپله اراموي. زړه مې خالي کیږي. ښایې دا به کلونه کلونه وخت غواړي چې په تورو کې يو څه په دومره سادګۍ بیان کړو چې هر څوک پرې وپوهولی شو.
….
ستل ډک ده. پاتې کاغذونه مې په زور پکې ځای کړل. يو څه چې بار شي، تشېدل غواړي. بايد تش یې کړم، د نورو لپاره بايد ځای خالي کړم. باوري يم چې بیا بیا به ډکېږي. څو چې ژوند روان وي او ما يو څه اغېزمنوي، دا غونج کړل شوي کاغذونه به هم نه ختميږي.
….
کوچنی ابي رنګه ستل مې راپورته کړ، دروند ده. بیخي ډېر. دوه ګامه مې په زحمت واخستل، داسې حسوم لکه ټوله نړۍ چې مې په لاس کې وي. کيناستم، ور ومې کتل، غونج کړل شوي کاغذونه دې، په شنه رنګ لیکل شوو تورو ډک دې. په ځينو یې سيخي کرښې هم را ایستل شوې. ورته ځیره شوم، دا مې ولې کرښه کړې؟ بل چا خو نه لیدې. يعني موږ ان له ځانه هم د ځينو خبرو کول پټوو؟
ولې؟
….
ستل مې راپورته کړ، سپک ده، مګر نه ده.
ما څنګه دا دومره درندوالی ګرځاوه؟ څومره ښه ده چې لرې کولی یې شم. مګر ډېر خلک یې نه لرې کوي، ښایې کولی به یې نه شي. مګر ټول ژوند د دې درندوالی وړل پياوړتيا نه ده؟ ښایې وي به، او ښایې نه. نه، نه دا پياوړتيا نه شي کېدای، ښایې مجبوريت به وي، ښایې هر څوک به داسې کوچنی ابي ستل نه لري….
….
ښایې له همدې امله مې نن زړه غواړي چې تازه ګلونه ووينم، خواږه وخورم او له وخت سره ګام په ګام مخکې لاړه شم. ښایې د عادي ژوند لپاره اړينه وي چې دا بارونه لرې کړو، له خونې یې راټول کړو او بهر يې واچوو.
داسې يوه لار باید د هر چا په ژوند کې وي.
باید…
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ