ښځې مې زنګ راوکړ، ویل دوه مېلمانه لرو، وختي را شه او له بازاره یو څه ترکاري او مېوه هم درسره راوړه. په ما مې مېرمن ګرانه ده، خو جیب بیا تر مېرمنې لا را ته ګران دی. دې ته مې څه نه وویل مګر چې موبایل قطع شو، ماول ستا له فرمایشونو خلاص نه شوم.
ورځنی راپور مې اداري مدیر ته وسپاره، حاضري مې امضاء کړه، راووتم. تلوار مې وه، د مېلمنو شیان مې راواخیستل چې راغلم په کوټه کې مې اوښی او یو بل شاوخوا پنځلس کلن ډنګر هلک چې ما مخکې نه ولیدلی ناست و.
دواړو سره مې روغبر وکړ، یو د بل د کورنۍ حالونه مو واخیستل. اوښي ګیله کوله چې اوس دې کلی پرېښی، دغسې په یوازې ځان ژوند نه کېږي، مړی او ژوندی سره لرو. که دې داسې اسانه ځان را بېغمه کړ، بیا به دې څوک نوم لا یاد نه کړي.
له روان او خبرو یې پوه شوم چې څه خبره خو شته، نو مې وار ړومبی کړ:
ـ یاره سلیمه موږ د ښار ژوند او وظیفې تر پزې راوستلي یوو، رښتیا وایي له چا سره مې زنګ نه دی وهلی. که څه نوې خبره وي، موږ هم خبر که. سلیم لونګۍ کېښوده، بالښت یې ځانته سم کړ وې ویل:
ـ ذکریا څه درته ووایم!! موسی خان حاجي صاحب لږ ناروغ دی او یوه اونۍ کېږي چې زموږ د ترور زوی بخت ګل چا وویشت.
ـ خدای دې خیر کړي، قسم که خبر شوی یم، دغه هلک خو به د بخت ګل زوی نه وي!؟
ـ هو، حمید د بخت ګل همدغه یو زوی دی، نورې یې ټولې لوڼې دي.
ـ ولا خپه دې کړم، ښه ته کیسه را ته وکه، دا څنګه پېښه شوه؟ سلیم تفدانۍ خولې ته ونیوله، په شونډو یې شنه نصوار ښکاره شول.
ـ بخت ګل بازار ته په سودا پسې تللی و، زوی، لوڼې او مېرمن هم ورسره وه. غرمه کلي ته په لاره یو فلډر موټر کې څلور کسان چې مخونه یې پټ و، لومړی راګرځولی و او وروسته یې له موټره په دې بهانه ښکته کړی چې یوه خبره کار ورسره لري، تر موټر لس ګامه لري یې وژلی او ترې تللي دي.
ـ یاره څه بدبخته خلک یوو، دا به اوس څوک ومني، بخت ګل خو نوم درلود، مېلمه یې درلود، په کلي کې د حساب له خلکو و. بې ګناه یې شهید کړی. سلیم سترګو ته لاس ونیو.
ـ ذکریا څه به درته ووایم، ډېره سخته او غمجنه ورځ وه. عمه مې یوه ورځ وروسته په هوښ راغله، لوڼې یې اوس لا ژاړې، دغه زوی یې له هغې ورځې راهیسې نه ښه وایي، نه بد. نن مې راروان کړ، ماول لږ به یې پام غلط سي، بل که دلته په کابل کې یو ښه تکړه د اعصابو ډاکټر درمعلوم وي چې ور یې ولم.
ـ دا خو دې ښه کړي دي، حتما ټول به ورسره همکاري کوو، بخت ګل خو خپل سړی دی، بېخي مې ارمان شو.
ـ هو ولا. بخت ګل ډېرې غریبۍ تیرې کړې، باغ و کښت یې اوس لږ سره برابر سو، دغه موټر یې تیر کال واخیست. سږ یې قرضونه هم ټول ادا کړل، ویل زوی مې په سبق پسې لېږم. هغه د خدای او بنده اراده یوه نه وي، ټول ارمانونه یې ظالمانو له خاورو سره ور خاورې کړل.
ـ سلیمه څه به ووایم، موږ ته خو نه معلومېږي، د اولادونو او مېرمن په زړه به یې څه تیرېږي. ډېر ظلم ورسره وشو، الله دې وبښې. موږ لا په خبرو بوخت و، زوی مې سترخوان راوړ، پیالې او ترموز یې ورسره واخیستل.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ