منفي استعلام

په کندهار کې د جمعې په شپه بانډار او د جمعې په ورځ میله کول اوس یو دود ګرځېدلی دی.

د جمعې په شپه سمیع الله او عزت چې زما د لېسانس ټولګیوال و، زنګ وکړ چې خوا ته مې راځي. دوکان ته ولاړم، لږ سودا مې راوړه، د چایو لپاره مې وچه میوه هم راواخیسته ځکه په اختر کې هر څه خلاص شوي و.

مېرمن ته مې د مېلمنو وویل، هغه اشپزخانې ته ولاړه اولادونه یې ما ته را پرېښول. ما په تلویزون کې ماشومانو ته کارتوني پیدا کړه، دوی هغه ته کېناستل. موبایل مې راواخیست فېسبوک مې وکوت، نوي څه نه و. واټساپ مې راخلاص کړ، مسیجونه ډېر و، نصرت له ډېر وخت وروسته مسیج کړی و: “انجنیره یو ساعت وروسته در رسېږم، که په کور کې یې خو درځم، شپه درسره کړم، سهار به میله وکړو بیا ځم کور ته. که له ملګرو سره یې بیا نو خپل سفر لنډوم، ځم خپل کور ته” خوشحاله شوم، چې قسمت یې ښه دی، هسې هم نور ټولګیوال راځي، ده ته به هم په تمه سوو. ځواب کې مې ولیکل”پخیر راسې، سمیع الله او عزت هم دلي دي، حتما راسه، بلې خوا ته ولاړ نه سې.”

د ماښام اذان وسو، لور مې په ناستې خوب وړې وه، په بسم الله مې سر په بالښته سم کړ. زوی مې خندل، سترګې یې تلویزون ته نیولې وې. ریموټ مې ترې واخیست، د تلویزون اواز مې ټیټ کړ، په لمانځه ودرېدم. وروسته مې مېرمنې هم لمونځ وکړ. اشپزخانې ته ولاړم، هر څه سم و، میوه مې په لوښو کې کېښوه. د دروازې زنګ ووهل سو، کشر ورور مې ورغی، را غږ یې کړل، مېلمانه راغلل.

سمیع او عزت راغلل، کېناستو مجلس مو وکړ. وروسته نصرت هم راغی. نصرت له ډېره وخته وروسته ولید. د ټولګي خاطرې یې ویلې. نصرت اصلا د وردګو و، انجنیري یې په کندهار کې لوستې وه، ماسټري یې په هند کې کړې وه. یو کال مخکې له هنده راغلی و.

نصرت اوس په هرات کې له یوې موسیسې سره ساحوي انجنیر دی، هغه د هرات له خلکو ډېره خوښ و، په خبره یې ډېر فرهنګي، پاک، منظم او نرم خلک دي. ویل پرمختیايي پروژې ډېرې دي، که مسوولین یې کېفیت ته توجه وکړي، انشاالله د ډېر وخت لپاره به له سړکونو، بندونو او ویالو بې غمه یوو.

نصرت ته مې ویل، اوس خو ماسټر یې لا څنګه ساحوي کارونو کوې، اوس به دې ریاست یا امریت ته نوملیکنه کوله.

ـ اوس له دې ازادانه کاره خوښ یم، لویې دندې په دولت کې دي او هلته شرایط سخت دي، په اسانۍ یې نه سم منلی. کنه یو ځل مې په ډېر تکلیف دنده واخیسته، معاش یې هم برابر و.

ـ نو ولې دې پرېښوه!؟

ـ نه مې ده پرېښي، تقریبا دوې میاستې کار مې هم ورسره وکړ، له دوو میاستو وروسته مې استعلام منفي ځواب شوی و. دنده مې په نیمروز کې وه، مرکزي دفتر په کابل کې و، ورغلم. ماول څه خبره ده، دا خو رسمي بست دی. کارکوونکو چارو امر را ته ویل چې استخباراتو کې دې استعلام منفي ځواب شوی، د چا چې استعلام منفي ځواب شي، په هېڅ صورت دولتي دنده نه شي کولای.

ـ نو دلیل یې هم نه درته ووایو، چې ولې منفي ځواب شوی.

ـ یا دوی خو یې بېخي نه شي ویلای، بیا مې شاوخوا ملګرو ته وویل، هغوی کې د یوه کاکا په استخباراتو کې و. لږ همکاري یې وکړه، خو چې سپیناوي ته خبره ورسېده، په مکتوب کې لیکل شوي و، چې په جمهوریت کې د جاسوس په تور وړل شوی، د کلي خلک هم ښه خوله نه ترې وهي، په دې خاطر منفي و.

ـ نو ته وړل شوی وې؟

ـ د جاسوس په تور خو نه وم وړل شوی، مګر د فېسبوک په پوسټونو یې وړی وم. خو دوی د جاسوس نوم راپورې کړ.

ـ بیا خو ټولو خلکو ته بښنه وشوه او ټينګار په دې وشو چې په تیرو به نور حساب نه کېږي.

ـ ته پرېږده، خبرې ډېرې دي، اوس به دې څه سر درخوږوم.

خوابدی دې کړم، ولا دا خبرې مې له نورو ملګرو هم اوریدلي دي، دوی ته چې خپل خلک کار کولای سي، نور خلک په هېڅ وجه وظیفه نه سي ورسره کولای.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000