ټولې ژبې د الله تعالی د قدرت له نښو څخه دي او هېڅ ژبه په خپل ذات کې تر بلې ژبې غوره یا ټیټه نه ده. هره ژبه د انسانانو د فکر، تجربو، احساساتو، معنوي ارزښتونو او تاریخي حافظې د بیان او لېږد ځانګړې وسیله ده. له همدې امله، ټولې ژبې د بشریت د ګډ فکري او معنوي میراث ارزښتناکې برخې دي. د یوې ژبې له منځه تلل یوازې د یوې ژبنۍ وسیلې له لاسه ورکول نه دي، بلکې د بشریت د ګډ عقل، تجربې او فرهنګي حافظې د یوې برخې له منځه تلل دي.
په مورنۍ ژبه زده کړه د هر انسان له بنسټیزو ژبنیو او تعلیمي حقونو څخه ده. مورنۍ ژبه د ماشوم د لومړني فکر، زده کړې، احساس او ټولنیزې اړیکې مهمه وسیله ده؛ خو د خپلې ژبې درناوی باید د نورو ژبو د ردولو یا کم ارزښته ګڼلو په معنا نه وي. ژبه د فرد او ټولنې د هویت یوه مهمه برخه ده، او دا هویت هغه مهال سالم او پیاوړی پاتې کېږي چې د نورو اشخاصو او ټولنو له ژبو سره د متقابل درناوي، زغم او منلو اړیکه ولري.
هیوادونه د خپلو تاریخي، سیاسي او حقوقي شرایطو له مخې ملي او رسمي ژبې ټاکي. ملي ژبه عموماً د ملت له هویت، تاریخي حافظې او له نورو ملتونو څخه د فرهنګي تمایز سره تړاو لري، په داسې حال کې چې رسمي ژبه هغه ژبه ده چې د دولت په اداري، حقوقي او رسمي چارو کې کارول کېږي. یو هېواد کولای شي یوه یا څو رسمي ژبې ولري؛ او د نړۍ څو محدود هیوادونه لکه هند، سویس، کاناډا، فنلنډ او لوګزامبورګ پدې لړ کې شامل دي. افغانستان هم د خپل اساسي قانون له مخې د دوه هیواد شموله او څو محلي ژبو د رسمي توب امتیاز لري.
ژبه باید د تفوق، برلاسۍ او د واک د انحصار وسیله نه، بلکې د تفاهم، خبرو اترو، پوهې، معلوماتو او ارزښتونو د لېږد وسیله وي. له همدې امله، د ژبو د پالنې بنسټ باید درناوی، عدالت، زغم، متقابل منل او مساوي تابعیت/ ښاروندي وي.
پښتو په ۱۳۴۳ هـ.ش. اساسي قانون کې د افغانستان ملي ژبه وپېژندل شوه، او د ۱۳۸۲ هـ.ش. په اساسي قانون کې یې د رسمي ژبې تر څنګ خپل ملي سمبولیک حضور، په ځانګړي ډول د ملي سرود له لارې، وساته. البته په عمل کې پښتو ژبې ته په پوهنه، اداره، رسنیو او عامه چارو کې هغه مقام نه دی ورکړل شوی چې حق یې دی، او پدې کې پښتو ژبې افغانانان تر ډېره بریده مسؤول دي.
ژبې دې ډېرې وي، خو عدالت دې عام وي؛ هویتونه دې په داخل کې مساوي او له نورو ملتونو سره متمایز اومتنوع وي. تابعیت او ښاروندي دې مساوي وي؛ او د هرې ژبې وده دې د ګډ افغانستان د معنوي، فکري او فرهنګي غنا یوه برخه وي.
نظرونه (0)
یو نظر پریږدئ