ملک یې د مسجد تر مخ وواژه

ملک دین محمد زموږ د کلي یو له باسواده ملکانو و. په ډنګر بدن او کوچني مخ کې یې جګه پزه له ورایه معلومیده. توند و، خبرې یې تیزې او لهجه یې داسې وه، چې ته وا جنګ درسره کوي.

په دینداري او مېلمه پالنه کې یې نوم درلود. په نیمه شپه به یې مجاهدینو ته، ډوډۍ تیاروله. د مجاهدینو دوره چې ختمه شوه، طالبان راغلل او بیا د کرزي په وخت کې د ولسوالي کوټوال و. کله چې طالبان دوهم ځل بیا را پیدا شول او په کلیو کې یې د خلکو وړل راوړل شروع کړل، ملک دین محمد ته یې هم اخطار ورکړ چې که ژوند غواړې، نو کور ته ترې راځه او له دولتي اداري سره نور کار مه کوه.

دین محمد چې لویه کورنۍ درلوده او په کلي کې اوسېدل، نه یې غوښتل د طالبانو بدي په سر واخلي، ‎خبره یې ومنله او خپل کور ته راغی.

ملک ته د کور مسوولیتونه ور تر غاړې و، د کلي یو نیم جنجال به یې هم خلاصوه او مرکې به یې کولې.

تعلیم یې ډېر خوښېده، اولادونه او لمسیان یې ټول په ښوونځي کې و، وروسته یې پوهنتونونه هم وویل. کله چې په ۲۰۱۴ کال کې ډاکټر اشرفي غني په واک راغی، د ملي پيوستون اړوند یې د بیارغونې ځینې پروژې درلودې چې هغوی به په کلیو کې پلونه او ویالې پخولې. په څو کورونو یې یوه شورا غوښته او شورا یو مشر درلود چې بیا به یې له دولته پیسې راوړلې او په کلي کې به یې پرې ویالې او پلونه جوړول.

په دې وخت کې د دین محمد عمر تر شپیتو اوښتی و، په دې پروژو کې ډېر منډې ترړې وکړې او کلي ته یې زیاتې پروژې راوړي، څو غریب کلیوال یې په کار بوخت او یوه ګرمه مړۍ پیدا کړي.

طالبانو لومړی دا پروژې بېخي پرېښوولي نه، که به یې اجازه ورکوله نو په هغو کې یې له ملکانو او د شورا له مشرانو سهم غوښت.

ملک دین محمد بیا د طالبانو او حکومت ډېره پروا نه لرله، کلیوال سړی و او یوازې یې غوښتل د خپل کلي لپاره یو څه کار وکړي. دین محمد اوس په کلي کې د مخې او خبرې سړی و. خلک ورباندې راټوليدل او په جرګو کې به یې شمله نېغه ولاړه وه.

دغه عمر خوړلی سپین‌ږی، په کورنۍ او کلیوالو ګران مشر چې د خدای ج په کور کې، د امام تر شا له نورو کلیوالو سره په صف کې د ماخستن لمانځه ادا کاوو او رب ته یې د فرض عبادت سجده لګوله؛ دوو کسانو چې مخونه یې پټ وو، له جوماته راویست او شهید یې کړ. کله چې کلیوال راوتل، نابلده خلکو په په موټرسایکل پښې واړولې او د موټرسایکل غورا له کلي ورکه شوه.

زامنو یې چیغې وهلې، لمسیانو یې ګریوانونه شکول او ګڼو کلیوالو  د څادره په پلونو د بېوسۍ اوښکې وچولې. په سبا ملک دین محمد د کلي په لویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او په خیرات یې سلګونو کلیوالو خولې غوړې کړې. د پښتنو په کور او کلي کې دا نامعلومه وژنې او قتلونه له کلونو راهیسې دوام لري، د خبرې او کار سړي پکې په یو بل نامه وژل کېږي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000