کړاوونو یې ځواني وخوړه

د زرغونې نرۍ غاړې، جګې پزې او بادامي سترګو په ټول کاله کې نوم درلود. نه یوازې یې د ښایست کیسې کېدې، نورو پېغلو به ترې خبرې او ناسته هم زده‌کوله. پلار یې د ډاکټر نجیب په وخت کې صاحب منصب و. کله چې مجاهدین راغلل، په کور کېناستی. نور کار نه و، په باغ کې به یې له ځوان زوی اکبر سره جېوه کار کاوه.

یوه ورځ ټکنده غرمه وه، د زرغونې پلار په موټرسایکل سپرو مول‌وهلو په باغ کې د زوی تر مخ وویشت او ولاړل. زوی یې اکبر د یو بل باغوان په مرسته د پلار جسد په لاسي ګاډۍ کې تر کوره راوړ. اکبر د درېیو خویندو او مور سره یو ځای د پلار تر سر ناهیلی ولاړ و. مړی خاورو ته وسپارل شو، خو چا هېڅ باک هم ونکړ، کله کله به د جومات تر مخ مجلس کېدی چې سړی خو خلقي و، بل کوم ښکاره جرم او بدي یې نه لرله.

بې‌وزلي، بې‌کسۍ او ظلم د اکبر په کور تیاره راوستې وه، ترونو یې د خویندو د ورکړې ورته وویل چې باید واده شي. د اکبر د بې‌چاره‌ګۍاو بې‌کسۍ له وجې کلیوالو د ځان سیال هم نه باله او نه یې ورسره دوستي کوله. تر زرغونې مشرانې خویندي یې په بله ولسوالي کې په بن ورکړې، مطلب د ډېر عمر لرونکو ته چې یوه یوه مېرمن یې درلوده، ورکړې.

کال وروسته د زرغونې نوبت شو، هغه یې یو بل ځای، په رنګ او قامت جوړ ځوان ته ورکړه. زرغونې په ډېرې خوښۍ د واده لپاره شېبې شمېرلې. جمیل د زرغونې خاوند د ولور ادا کولو لپاره ایران ته ولاړ. دوه کاله وروسته یې چې کله ولور ادا کړ، راغی.

زرغونه خوشحاله وه، چې ګوندي د جمیل په کور کې به ورته یوه لمده ګوله مړۍ ورسېږي او خوږ ژوند به ولري. هغه یې برخلیک تر خپل کور د خاوند په کور کې پسې بدتر شو.

جمیل به شپه او ورځ له ملګرو سره ورک و، له دې سره یې چندان مجلس نه کاو، په نه خبره یې وهله او ټکوله.

له بدمرغه چې جمیل په ایران کې په نشه‌یي توکو روږدی شوی و، چې څه کار روزګار به یې کاو، په هغه به یې ځانته تاریاک رانیول. وروسته یې په تاریاکو هم ښه نه کېده. د کور لوښي او نور شیان یې هم دباندې ایستل او په نه بیه به یې خرڅول، څو د ځان نشه پرې برابره کړي.

زرغونې به هغه تل له دې ناوړه عمل نه منع کاو، خو جمیل به وهله او کله کله به یې دومره ووهله چې بې هوښه به شوه. دا وهل او ټکول د هغې لپاره اوس عادي و. په دې مظلومیت کې یې بیا هم درې اولادونه را لوی کړل. د مړۍ پیدا کولو لپاره د کلي له نورو ښځو سره په بیه جامي ګنډي او په بده ورځ کې د بازار په دوکانو لاس ګرځوي.

جمیل ورک دی، ډېر وخت کېږي د دوی په شاوخوا کې چا نه دی لیدلی. زوی یې اوس تازه زلمی شوی او د ولسوالي په بازار کې د یوې دواخانې شاګرد دی.

دې پېغلې تور شانه زلفان سپین کړل، خو شکایت یې نه دی کړی، حتی خپلو خویندو، مور او ورور ته یې نه وویل چې خاوند یې ورسره داسې ظلم کوي؛ ځکه له وهلو شکایت پښتني ننګ دی چې څوک یې باید و نه کړي.

د زرغونې دنګ قامت اوس مات شوی، لکړه لګوې او په ملا کړوپه ځي. ګونځو یې د مخ شنه خالونه ورک کړي دي. هغې هیله لرله یوه ورځ به یې ژوند بدلېږي، مګر هېڅکله یې دغه هیله پوره نه شوه. دا یوازې د زرغونې کیسه نه ده، په پښتني ټولنه د سلګونو مېرمنو د ژوند اواز دی چې په پټه خوله ځورېږي او غږ یې څوک نه اوري. داسې مېرمنې چې په ظلم او نابرابرۍ کې ژوند کوي. ورو ورو یې د ښې راتلونکې هیلې د دغو سختیو په خاطر له منځه ځي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000