افغانستان د وارداتو پیسې له کومه کوي؟

کله چې د تېر کال د سوداګرۍ راپور نشر شو، او پکې ولېدل شول، چې د نورو کلونو په پرتله واردات زیات شوي، صادرات کم شوي او ورسره د سوداګرۍ کسر هم زیات شوی دی، نو د دې ټولو خبرو وروسته بیا دا پوښتنه را پورته شوه، چې سره د دې چې کال په کال […]

Read More

له ځوانانو سره د مشرانو فرهنګي او علمي شخصیتونو ممکنه مرسته

که وغواړو د افغانستان ځوانان او راتلونکي مشران هوښیار، باخبره او متوجه وي، او د هېواد دننه او له نړۍ سره د سولې، تفاهم او تعاون پر اساس ژوند وکړي، نو دوی باید د بنسټیزو برخو په اصولو پوه شي. دا پوهه نه یوازې د ځان، بلکې د ټولنې لپاره هم د خیر او پرمختګ […]

Read More

کاکا له زامنو سر ټکوي

کاکا مې پنځلس اولادونه دي، زه یې په اولادونو نیوکه کوم. ورته وایم که دې درې یا پنځه اولادونه وای؛ په هر څه پسې به یې رسېدې. جامې به یې تر هر چا ښې وې، خبرې به یې تر هر چا ښې زده وې، نه به ته ستړی وې، نه دوی. اوس یو په ایران […]

Read More

ورور د میراث برخه خور ته نه ورکوي

پښتنو له خویندو یوازې د هغوی په خوښه د واده کولو حق نه دی اخیستی، دا حق یې هم ترې اخیستی چې کوم څه له پلاره په میراث ور پاته دي، ترې ګرځوي. د پلار له مرګ وروسته هغه شیان چې د هغه وارثین یې باید سره وویشي، یوازې وروڼه ته پاته وي. خویندو ته تر […]

Read More

پنځلس کاله ورباندې روږدی و

مور زنګ را ته کړی و، چې ګولۍ درسره راوړه، هیرې دې نه شي. سږ پنځم کال دی چې زما پلار مړ شوی، دا هم د اعصابو په ګولیو روږدې شوې، له ګولۍ پرته ورباندې خوب حرام دی. دوه کاله یې یو رکم ګولۍ خوړلې، خو دا درې کاله تر هغو قوي ګولۍ خوري. درملتون […]

Read More