له ځوانانو سره د مشرانو فرهنګي او علمي شخصیتونو ممکنه مرسته

که وغواړو د افغانستان ځوانان او راتلونکي مشران هوښیار، باخبره او متوجه وي، او د هېواد دننه او له نړۍ سره د سولې، تفاهم او تعاون پر اساس ژوند وکړي، نو دوی باید د بنسټیزو برخو په اصولو پوه شي. دا پوهه نه یوازې د ځان، بلکې د ټولنې لپاره هم د خیر او پرمختګ سبب کېږي. وروسته هر څوک کولای شي په خپل ځانګړي مسلک کې لازم تخصص او لوړې کچې مهارتونه زده کړي. که د لاندې عنوانو له مخې ځوانو کادرونو او راتلونکو مشرانو ته لنډ خو جامع کتابونه ولیکل شي، د دوی د تفکر، زده کړې، مطالعې، مسلک او خدمت په مسیرونو به ډېره مثبته اغیزه وکړي.

هغه دوستان چې له لاندې ۱۲ عنوانونو څخه په هر یوه کې د یو لنډ او اغیزناک لارښود د لیکلو لیوالتیا لري، ماته دې یو لنډ پیغام راولیږي.

ساحې او عنوانونه

د هستۍ/ واقعیت او ژوند پېژندنه او هدف

  • انسان پېژندنه: د انسان د وړتیاوو، اړتیاوو، اخلاقو، شخصیت مسؤلیتونو او سرنوشت درک،
  • جهان او کاینات پېژندنه: د چاپیریال، نړۍ او کایناتو پېژندنه او د هغوی په منځ کې د انسان ځای.
  • خدای پېژندنه، ایمان، تزکیه او روحانیت: د وحی په رڼا کې او د ساینس او ټولنپوهنې له موندنو سره د ژوند د منشاء، معنا، هدف او سرنوشت اساسي پېژندنه.
  • ټولنه او مدني ژوند: د کورنۍ، ټولنې، ملت او ګډ ټولنیز ژوند اصول پېژندل.

د هستۍ او عملي ژوند پېژندلو او ترې د استفادې وسایل او مهارتونه

  • روغتیا او متوازن ژوند: د بدن، ذهن او شخصیت پوره سلامتیا، او د ناروغیو او معلولیت نه شتون.
  • زده کړه او مهارتونه: ژبه، پوهه، معلومات، عملي وړتیاوې، مهارتونه، هویت او ارزښتونه زده کول/ پېژندل، پکې قابلیت تر لاسه کول او ترې استفاده کول.
  • ساینس، ټکنالوژين مصنوعي ذهانت او نوښتګر فکر: ټکنالوژي، نوښت، څېړنه او د ستونزو حل لارې.
  • اقتصاد او رفاه: د کار، منابعو تولید، عادلانه ویش او د مالي سواد بنسټونه.
  • مشرتوب او مدیریت: د رهبرۍ مهارتونه، له خلکو سره د ګډ کار او د هغوی د بسیج او الهام وړتیا.

عالي تجربې، تفکر، ذوق او ښکلا

  • دین، باور، او فلسفه: د وحی، ایمان او عقل ترمنځ اړیکه، او د پوښتنې، تفکر او حقیقت موندنې بهیر.
  • هنر، ادبیات او فرهنګ: ادب، هنر، موسیقي، سیاحت او د ښکلا ارزښت.
  • تاریخ او عبرتونه یې: د افغاني او نړیوال تاریخ له سبقونو زده کړه او د انساني تجربو کارول.

هر ملت د خپلو ځوانانو په فکر، پوهه او شخصیت ولاړ وي. که د افغانستان ځوانان غواړي په راتلونکې کې د سولې، تفاهم، پرمختګ او نړیوالو همکاریو په فضا کې ژوند وکړي، نو اړ دي چې د ژوند د مقصد او د انساني تجربو د درک لپاره یو منظم تعلیمي او فکري چوکاټ ولري. یوازې مسلکي زده کړه کافي نه ده، ځکه راتلونکي کادرونه او مشران باید د ځان، ټولنې، هېواد او نړۍ په اړه پراخ افق ولري، او د هغه په رڼا کې کار، مسلک او تخصص وټاکي.

یو ملت هغه وخت پر خپلو پښو درېدای شي چې کادرونه او مشران یې د فردي، ټولنیزو، اخلاقي، علمي او تاریخي اړخونو تر منځ متوازن درک ولري. دا وړاندیز همدې اړتیا ته د ځواب لپاره ترتیب شوی دی.

پروګرام نه یوازې ځوانو کادرونو او مشرانو ته د ځان پېژندنې او د وړتیاوو د تر لاسه کولو او کارولو لاره ښيي، بلکې د ټولنې، ملت او بشریت سره د ګډ ژوند، همکاریو او ګډو ارزښتونو په اړه هم ژور لید ورکوي.

همدارنګه، د روغتیا، زده کړې، اقتصاد، مشرتوب او نوښت برخې هغوی ته عملي وسایل برابروي چې په ژوند او مسلک کې بریالي شي. د دین، فلسفې، کایناتو پېژندنې او هنر له لارې ورته د فکر، پوښتنې، ښکلا او معنویت نوې دروازې پرانیستل کېږي. او په پای کې، تاریخ د ټولو دغو تجربو ګډه هنداره ده، چې له هغې د عبرت او اخیستل شویو درسونو په رڼا کې راتلونکی نسل د سمې لارې بصیرت ترلاسه کولی شي.

د تسلسل منطق

په لومړۍ برخه کې د ژوند مقصد او هدف واضح کېږي چې له مخې یې ځوان کادرونه او راتلونکی مشران له ځان پېژندنې، انساني اړتیاوو او اخلاقو درک، د ټولنې او مدني ژوند اصولو، د کایناتو له پېژندنې او د خدای او روحانیت اساسي مفاهیمو سره آشنا کېږي. دا ټول د انساني شخصیت او هویت بنسټونه جوړوي.

دوهمه برخه هدف ته د رسېدو وسایل او مهارتونه مشخصوي. کله چې مقصد روښانه شو، نو عملي وسایل ورته ضروري دي. روغتیا، زده کړه، ساینس او ټکنالوژي، اقتصاد او رفاه، او مشرتوب هغه ځواکونه دي چې انسان له فکره د عمل ډګر ته راولي او د پرمختګ توان ورکوي.

درېیمه برخه مهمې انساني تجربې، ذوق او ښکلا څېړي او زده کوونکي یا راتلونکي مشر ته د دین، باور، فلسفې، هنر، ادبیاتو او فرهنګ له لارې د خپل فکري او روحاني افق د پراخېدو لارې ورښيي، همدا راز یې د پوښتنې، ښکلا او معنا سره اشنا کوي چې دا ټول یې ژوند ته ژورتیا او تنوع ورکوي.

وروستی سرلیک ځکه د تاریخ په باب راوړل شوی دی چې تاریخ د پورتنیو ټولو برخو د ازموینې او عمل تجربې راټولویي تحلیلوي او نتېجې ترې راوباسي. په تاریخ کې انسانیت د دې ټولو تجربو مثمبتې او یا منفي نتیجې په یو ډول لیدلي دي، او بریاوې او ناکامۍ یې معلومې کړي دي. نو د تېر تاریخ له سبقونو زده کړه د راتلونکي نسل لپاره د سمې لارې او بصیرت ستره خزانه کېدای شي، چې بدې او ناکامې تجربې بیا بیا تکرار نه کړي.

که دا ټول پروګرام د انساني ژوند د ونې په څېر وګڼو، نو سرلیکونه د دې ونې څانګې جوړوي.

ریښې یې د ژوند هدفونه او پېژندنه څرګندوي، چې ونې ته ثبات او قوت ورکوي.

تنه یې وسایل او مهارتونه دي، چې د ژوند جریان روان ساتي او ونه لا پیاوړې کوي.

څانګې او ګلان یې انساني تجربې او ښکلاوې دي، چې د فکر ژورتیا او د ژوند رنګارنګي څرګندوي.

مېوه یې له تاریخ زده کړه ده، چې له تېرو راټول شوي درسونه، د اوسني ژوند خوند، ښکلا او ګټه پراخوي او د راتلونکي لپاره نوي تخمونه او د امکاناتو د رامنځته کېدو لارې په نښه کوي.

نظرونه (0)

یو نظر پریږدئ

10000